تاند- د پاکستان استخباراتي چارواکي ادعا کوي چې د دغه هیواد د طالبانو نوی مشر له افغانستانه بېرته وراوښتی څو د طالبانو تحریک رهبري کړي.

اسوشیتید پریس خبري اژانس او پاکستاني رسنیو نن وویل، د پاکستان د استخباراتي چارواکو په وینا ملا فضل الله څو ورځې مخکې د افغانستان پولې ته نژدې د قبایلو نیمه خپلواکې سیمې ته ستون شوی دی.

د پاکستان د استخباراتي چارواکو نومونه نه دي اخیستل شوی او ویل شوي چې هغوی نه غوښتل چې نومونه یې څرګند شي.

ملا فضل الله په ۲۰۰۹ میلادي کال په سوات کې د طالبانو د تحریک مشري کوله خو پر سوات د پاکستاني پوځ له یرغله وروسته، چې په نتیجه کې یې په سلګونو طالبان او ځايي خلک ووژل شول، فضل الله او ملګري یې په نورو سیمو کې تیت پرک شول.

پاکستان په وروستیو دوو کلونو کې ویلي چې فضل الله د افغانستان د ختیځو ولایتونو او د باجوړ ترمنځ تګ راتګ کوي.

4 thoughts on “پاکستاني چارواکي وايي چې ملا فضل الله قبایلي سیمو ته ستون شوی”
  1. په افغانستان کې د پاکستاني طالبانو شورا او کیمپ نشته او نه افغانستان غواړي چې ګاونډيانو ته د خپلو موخو په خاطر سرخوږئ پیدا کړي خو یوه خبره شته چې هغه الهي عدالت دئ ، مه کوه په چا چې وبه شي پرتا

  2. او تورلینګیه پنجابیه ته ووایه چی دا زمونږ ملا عمر اخند د کویټی په کوم روډ یا جاده کی پروت دی او نور ملګری یی چیرته دی ؟ کوم یو خو به یی نافرمانی نه کوی؟ غوږونه یی ښه ورته کش کړی که ضرورت شو دوی ته هم انتحاری واسکټونه ور واغوندی.

  3. afghanano roono der sar pa ma khoogawai.Da da Afghanano ao da Pakistaniano jang na dai balke da Afghanistan ao Pakistan da istikhbarati idaro loba da.Hase Pakistanian ao pa khasoosee toga punjabian bad ma yadawai.

ځواب ورکول لالا،بټنوال ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *