تاند- پاکستاني کارپوهان او پخواني پوځي چارواکي په افغانستان کې د عبدالله عبدالله بریالیتوب د افغانستان د سولې او له پاکستان سره د اړیکو لپاره ښه بولي.

د آی ایس آی پخوانی رييس او د سیاسي چارو کارپوه متقاعد جنرال حمید ګل باور لري چې د عبدالله عبدالله بری ګټور دی. د ده په ګومان که عبدالله بریالی شي له طالبانو سره د سولې امکان برابرېږي ځکه چې عبدالله جهادي سابقه لري.

جنرال حمید ګل دي نیوز او جنګ ورځپاڼو ته وویل چې له عبدالله سره د محمد محقق او انجنیر محمد خان په شان نور جهادیان هم ملګري دي.

یو بل پاکستانی شناند اجمل وزیر بیا وايي چې که عبدالله عبدالله ولسمشر شي نو له پاکستاني چارواکو سره به کومه ستونزه ونه لري. د ده په باور پاکستاني چارواکي ځانونه چمتو کوي چې په کابل کې له نوي ولسمشر سره، که هغه پښتون وي یا غیر پښتون، ځان عیار کړي.

ده ادعا وکړه چې د افغانستان په وړاندې د پاکستان اوسنۍ پالیسي پر قومي بنیاد نه ده ولاړه او دا ورته مهمه نه ده چې د افغانستان واک د کوم قوم په لاس کې وي.

د اجمل وزیر په وینا پاکستان په وروستیو کې د افغانستان له غیر پښتنو قومونو سره اړیکې زیاتې کړي او اوس له هغو سره خورا نژدې او صمیمانه اړیکې لري.

ده وویل چې په کابل کې د پاکستان سفارت په دې برخه کې ډېرې ځیرکانه هڅې کړي او که هر څوک په افغانستان کې ولسمشر شي له پاکستان سره به ښې اړیکې ولري.

دي نیوز ورځپاڼه وايي چې د افغانستان د ولسمشرۍ انتخاباتو ګڼ درسونه لرل. لومړی دا چې دا ادعا یې باطله کړه چې طالبان په افغانستان کې ډېر غښتلي دي، دوهم دا چې پخواني جګړه مار په سیاستوالو بدل شول او بل یې دا ثابته کړه چې د حکمتیار او عبدالرب رسول سیاف ګوندونه زیات پلویان نه لري.

ورځپاڼه عبد الله عبدالله د پاکستان لپاره غوره کاندید بولي، وايي چې د عبدالله عبدالله کامیابي حتمي ده خو په عین حال کې دا اندېښنه شته چې که عبدالرب رسول سیاف او زلمی رسول له اشرف غني احمدزي سره ايتلاف وکړي وضعیت به د عبدالله لپاره خطرناک شي.

2 thoughts on “پاکستاني کارپوهان د عبدالله عبدالله بری د پاکستان لپاره ګټور بولي”
  1. پاکستان خو به بې له شکه چې خوشحال شي ځکه چې عبدالله خو د پاکستان او ايران لاسپوڅی دی. په هغو کلونو کې چې دوئ د جهاد په نامۀ په پاکستان کې اوسيدل همدا پاکستان ؤ چې دوئ ته يې د وژنې او نورو جنايتونو درسونه ورکول ، اوس نو بيا ولې نه خوشحاليږي. پاکستان خو خامخا اشرف غني نه غواړي ځکه چې هغه به د دوئ په اشارې عمل ونۀ کړي. پاکستان خو هر کله په افغانستان کې يو کمزوری حکومت غوښتلای دی ځکه چې په دې ډول به د دوئ شيطاني غوښتنې عملي شي. پاکستان تر اوسه کرزی په لاسونو نڅاوۀ او اوس به خدای مۀ کړه که عبدالله وګټي، نو هغه به نڅوي. او دوئ دومره وطنفروش هم دي چې هر څه چې پاکستان ورته امر وکړي، نه به نۀ وايي حتی که د ملت د بربادۍ سبب هم شي. هلته پاکستان په کونړ باندې توغندي توغوي او زمونږ خلک وژنې او هلته کله چې د اسامه د وژلو نه پس امريکا پاکستان ته د حملې ګواښ وکړ، نو کرزي صاحب وويل چې د پاکستان څنګ ته به ولاړ وي. دا که وطنفروشي نه ده نو څه ده؟

  2. البته که، عبدالله بهترین اتنخاب است برای تمام دشمنان افغانستان. عبدالله حاضر است تمام کشور و ملت را بخاطر منافع شخصی خود لیلام کند. ایران، پاکستان به شمول تمام مفسدین ، و غاصبین زمین در داخل کشور از عبدالله حمایت میکند. امیدوارم مردم زود این واقیعت را درک کند. متاسفانه اکثریت مطلق قوم ما از شعور سیاسی کافی برخودار نیست تا این واقیعت را بداند. یکتعداد زورمندان کسانیکه به وجود عبدالله منافع خود را می بیند ، مردم را فریب میدهد بنام فوم ګرایی تا برای عبدالله رای جمع کند. به امید یک افغانستان ازاد، اباد و سر بلند.

  3. په داسې حال کې چې تراوسه پورې ددوهم پړاو انتخاباتو ته لا شپې پاتې دي، خو دده نماینده ګان او کمپینران داسې ادعا کوي چې که عبدالله ولسمشر نه شی نو به داسی سیلاب راشی چي اول به د انتخاباتو کمیسون له ځان سره یوسی او بالاخره به افغانستان تجزیه کړي. چي دوی په اوس وخت کې د افغانستان تجزیې ته سترګې نیولې دي، نو بیا به خود پاکستان ددغه ډول لاس پوڅی ملاتړ کوي او دهغوی ننګه به کوي، ځکه پاکستان خو همیشه داسې خبرې او موقع ته سترګې پر لار دی چې افغانستان ټوټه ټوټه او درپه در وویني، خو انشاءالله دغه ارمان به یې پوره نه شي…

  4. The reason Pakistan wants awdula awdula to become the president as that both sides Pashtoon break into two and Afghanistan will give up on Durand line, how ever this evil idea of these jihadies criminals both in Pakistan and Afghanistan will never come to be true because law aw bar pashtoons are one blood and we will never give up on our blood.

  5. پاکستانیان هسی خپل زړه خوشحالوی. که هرڅوک د افغانستان ولسمشر شی دوی به د ملت او خلکو ارادی ته غاړه ږدی. اوس د خپل سری یا تالیبی رژیمو وخت تیر دی. د پاکستان سرمایه ګذاری په جهادیانو یا تالیبانو نور اثر نه لری. بل داچی د لر او بر پښتون وینه په ډیورند ، آی اس آی نشی بیلیدای. زمونږ تاریخ ، دین، ژبه او اقتصادی ګټی سره یو دی. جنرال حمیدګل تور مخی پنجابی به لکه ډډه یی سپی تمامه ورځ وغاپی خو کار وان به تیرشی. د تور مخی تورلینګی زړه به له درده ترک وچووی. افغانستان به تل یو او واحد هیواد وی. زمونږ خلک به خپل مشران په خپله وټاکی، زلمی رسول او استاد سیاف به نور د پنجاب په وعدو او تبلیغانو بازی نه خوری بلکه دوی هم د ګران هیواد منافع پيژنی . هیله ده چی د خپل محبوب مشر ښاغلی اشرف غنی احمدزی په شاوخوا ټول وطندوسته هیواد وال راټول شی او د پنجاب په خولی یو دروند او غاښ ماتوونکی ګذار وکړی، د هغوی دا خوبونه د پنجابی شیطانی امپراتوری په تجزیه بدل کړی.

ځواب ورکول اسد وفا ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *