خبریال: صداقت غورځنګ- په ګیانا کې پینځه یوه ورځینو لوبو په ترڅ کې پاکستان خپله لومړۍ لوبه له ویسټ انډيز څخه وګټله.

یاده لوبه، چې د یکشنبې په ورځ د ویسټ انډيز ګیانا نړیوال لوبغالي کې وشوه، پاکستان خپلې سیالې لوبډلې ته په ستر توپیر ماتې ورکړه.

پچه ویسټ انډيز وګټله او خپل سیالې لوبډلې، پاکستان، ته یې د توپ وهنې بلنه ورکړه. پاکستان په پیل کې خپل لوبغاړي ژر ژر له لاسه ورکړل. پاکستان ۴۷ منډې کړې وې چې پنځه لوبغاړي یې سوځېدلي ول خو مصباح الدین او شاهد افریدي ښه لوبه وکړه. دوی د پاکستان د منډو شمېر تر ۱۶۷ پوري ورساوه.

 د پاکستان د لوبډلې کیپتان مصباح الحق په ۱۲۱ توپونو باندې ۵۲ منډې او شاهد افریدي په ۵۵ توپونو باندې ۷۶ منډې جوړې کړې.

د پاکستان ملي لوبډلې د نهو لوبغاړو په سوځیدلو په ۵۰ اورنو کې د ۲۲۴ منډو هدف وټاکه.

خو د ویسټ انډيز توپ وهونکي د پاکستان توپ اچونکو ته ټينګ نشول. د دوی ټول لوبغاړي د ۹۸ منډو له جوړولو وروسته وسوځېدل. په دې توګه پاکستان دا سیالي په ډېر توپیر وګټله.

په پای کې د لوبې غوره لوبغاړی شاهد افریدي ونومول شو نوموړي په ۵۵ توپونو باندې ۷۶ منډې وکړې.

یاده دې وي چې پاکستان د ویسټ انډيز په دوره به څلور نورې یوه ورځینۍ او دوه – دوه شل اوریزې لوبې وکړي

3 thoughts on “پاکستاني کرکټ لوبډلې ویست انډیز ته بده ماتې ورکړه”

ځواب ورکول NASIR ULLAH NASRAT ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *