تاند – د شنبې په ورځ (د جون ۲۹مه/ د سرطان ۸مه) د کرکټ د نړۍ وال کپ د سیالیو په ترڅ کې د افغانستان او پاکستان تر منځ د برتانیا په لیډز لوبغالي کې لوبه وشوه.

تمه وه چې لوبه به افغان لوبډله وګټي خو په وروستیو کې د افغانستان د لوبډلې کپتان ګلبدین نایب په یوه اوور کې مقابل ټیم ته ۱۷ منډې ورکړې او د پاکستان د ټیم د ګټې تله په درنېدلو او بالاخره په ګټه تمامه شوه.

په ټولنیزو رسنیو او په ځانګړې توګه ټوېټر کې پاکستانیانو له افغانستان څخه د لوبې له ګټلو وروسته د (پاکستان د نمک حرام) او (پاکستان د نمک حرامو) په مقابل کې ټرېنډ وچلاوه چې په لسګونو زرو پاکستانیانو لاس په لاس کړ. تاند د یو شمېر پاکستانیانو ټویټونه را اخیستي چې خپلو درنو لوستونکو ته یې له ترجمې سره وړاندې کوي.

—————

نظر:

دا د پاکستان او افغانستان تر منځ مقابله نه ده. دا د پاکستان او نمک حرامو تر منځ مقابله ده. یوه ریښتني پښتانه نمک حرام پښتانه مات کړل. ارام اوسئ.

NaZar‏ @sindhinazar Jun 29

More

It’s not #PAKvAFG it’s #PakistanVsNamakHaram A true Pashtun destroyed Namak Haram pashtuns…Feels good!! #WeHaveWeWill #CWC19

…………………………………………..

حیرانوونکې ده چې څنګه پاکستان افغان کرکټ ت وپاله او رالوی یې کړ او بیا هم افغانان په بې شرمۍ سره د هندوستان په غېږ کې کیني او د افغانستان د کرکټ په رابطه بدې خبرې کوي!… مونږ هغوی ته روزنه ورکړه، اوس د دې وخت وو چې مونږ هغوی مهار کړل.‌

More

Ironical how Pakistan groomed and nurtured afghan cricket and yet afghanis have the audacity to sit in india’s lap and talk rubbish about Pakistan Cricket!…we trained them its about time we tamed them!#PAKvAFG #AfghanAtalan #PakistanVsNamakHaram

……………………………………………..

عمران خان/پي ټي آی/ برتانیا:

افغاني حرامیان له پاکستان څخه وباسئ.

imran khan PTI UK ????‏ @imranas03845265 18h18 hours ago

More

Afghani bastard kick them out of Pakistan #PakistanVsNamakHaram #CWC2019 #pti #PakistanCricketTeam pic.twitter.com/wOgSlVTSNY

……………………………………………

انیقه سلیمان:

هغوی مطلق نمک حرام دي. کله چې مونږ د کوم بل چا په کور کې واوسېږو مونږ باید د هغوی منندوی اوسو او هغوی څه کوي؟ ترهګریز بریدونه ترسره کوي، نشه ییز توکي خرڅوي، زمونږ له شناختي کارډونو څخه استفاده کوي او بیا هم د پاکستان په رابطه بدې خبرې کوي…

Aneeqa Suleman‏ @SulemanAneeqa Jun 29

More

Replying to @nathu048

They are absolute namak harams when we livr in some one else’s home we should b thankful and what are they doing?? Causing terrorist attacks selling drug taking our NIC and still bitching bout pak.. #PakistanVsNamakHaram

1 reply1 retweet2 likes

………………………………………………..

علي رضا انصاري:

هغوی څومره ناوړه او سپک قوم دی. هغوی هغه څه ښیي چې وړ یې دي. زه نه پوهېږم چې ولې هغوی ته حتی د کرکټ د لوبولو اجازه ورکول شوې ده، هغوی له انسانیت نه ډېر لیرې دي، د ښاغلیو خلکو په رابطه خبرې وکړئ.

Aliza Ansari‏ @aliza__ansari Jun 29

More

What kind of an utter disgraceful race they are !! They’re showing what they’re capable of. I don’t know why they’re even allowed to play cricket, they’re nowhere near being men, talk about gentlemen !!!! #PAKvAFG #PakistanVsNamakHaram

……………………………………………….

ګوهر رحمان:

ودې غ.. افغانستانه.

Gohar Rehman‏ @GoharR10 22h22 hours ago

More

Fuccckkk you Afghanistan #CWCUP2019 #PakistanVsNamakHaram

……………………………………………

وقار احمد:

باید د هغه چا ستاینه وشي چې دا (پاکستان د نمک حرامو په مقابل کې) ټرېنډ یې پیل کړی دی.

Waqar Ahmad‏ @bzupharmacist 4h4 hours ago

More

Must appreciate who started this trend #PakistanVsNamakHarams

……………………………………………

وقاراحمد:

بالاخره نمک حرامان واېستل شول.

Waqar Ahmad‏ @bzupharmacist 4h4 hours ago

More

Finally namak harams are out #PakistanVsNamakHarams

…………………………………………..

پاکستان زنده باد:

مونږ باید اوس د دغه نمک حرام ملت فصل د اوږدولو پرځای بند کړو…

Pakistan Zindabad‏ @GumnamSipahiii 8h8 hours ago

More

We should now close the chapter of these Namak Haram nation instead of extension…. #PTMExposed #PakistanVsNamakHarams #PTMdeceivingPashtuns

………………………………………….

سلیم علي:‌

د فبرورۍ په ۲۷مه مونږ هندوستان حیران کړ او نن مو نمک حرامان حیران کړل.

Saleem Ali‏ @SaleemA47342351 21h21 hours ago

More

On 27th Feb we gave surprise to India and today we surprised #PakistanVsNamakHarams

………………………………………….

وقار یوسف:

یا الله، ډېر شکر چې د نمک حرامو په مقابل کې دې زمونږ وقار وساته.

waqar yousaf‏ @waqarchouhan59 23h23 hours ago

More

Yah Allah thank you so much to keep our respect in front of NamakHarams #PakistanVsNamakHarams

………………………………………..

سید نګت:

هر پاکستانی باید اوس له افغانانو څخه کرکه وکړي.

Sed Nugget ‏ @iPakLaD 22h22 hours ago

More

EVERY PAKISTANI SHOULD HATE AFGHANIS NOW. #PakistanVsNamakHarams #PAKvsAFG

………………………………………..

که څه هم ښایي چې یو شمېر افغانانو د پاکستانیانو ټویټونه ځواب کړي وي خو یو شمېر سلسلې چې تاند وکتلې پیدا یې نه کړل. د اکویش وا په نامه یوه هندي لیکلي:

تاسو افغانستان وران کړ او اوس ترې دا تمه کوئ چې ستاسو ملاتړ وکړي. د دې ټویټ په ټرېنډ کولو سره تاسو وښودله چې تاسو څومره سپک خلک یئ.

Akvishwa‏ @Akvishwa4 Jun 29

More

You destroyed Afghanistan and now expecting them to support you. By trending this tweet you have have how disgraceful you people are #PakistanVsNamakHaram

……..

په پاکستان کې عام فکر دا دی چې هغه خواوشا ۲ میلیونه افغانان چې پاکستان ته کډه شوي وو، او یو شمېر پاکستاني احصایو د نړۍ والو مرستو د ترلاسه کولو لپاره دوه او درې برابره ډېر ښودلي وو، د افغانستان ټول نفوس دی. هغوی فکر کوي چې کډوالو افغانانو ته یې په پاکستان کې ځای ورکړی وو او باید چې د افغانستان ټول ۳۶ میلیونه وګړي په هره ملي او بین المللي مسئله کې د پاکستان په وینا او ګټه کار وکړي.

د پاکستان د استخباراتي ادارې یوه پخواني چارواکي کرنل امام د خپلو یادښتونو کتاب کې لیکلي چې د دغه هېواد استخباراتي ادارو نژدې څلورنیمې لسیزې مخکې د برهان الدین رباني، ګلبدین حکمتیار، احمدشاه مسعود، محمد یونس خالص، جلال الدین حقاني په شمول یو شمېر افراطي افغان فعالان جلب کړل، ویې روزل، تمویل او تجهیز یې کړل او بیا یې د سردار محمد داود خان د جمهوري نظام په وړاندې افغانستان ته د جنګ لپاره را ولېږل.

ویل کیږي چې د پاکستان د استخباراتي ادارې او د اخوان المسلمین د فکر اړوندو افغان ځوانانو تر منځ ارتباط د جماعت اسلامي پاکستان یوه مشر قاضي حسین احمد جوړ کړی وو چې وروسته یې په دغه هېواد کې د افغان تنظیمونو او د پوځ/استخباراتو د رابط په توګه خپل ماموریت ته تر هغه دوام ورکړ چې د مولانا فضل الرحمان او مولانا سمیع الحق د جمعیت علمای اسلام په مدرسو کې نوی راټوکېدلی افغان نسل د پاکستان استخباراتو ته د خدمت لپاره وړاندې کړای شو او د جماعت اسلامي کریډیټ جمعیت علمای اسلام ترلاسه کړ.

یو شمېر یادښتونه ښیي چې په افغانستان کې د کمونست پلوه او پخواني خادست جمهور رییس ډاکتر نجیب الله د حکومت له پرځول کېدلو څخه وروسته د پاکستان استخباراتي ادارې د پېښور په ګورنر هاوس کې صبغت الله مجددي او برهان الدین رباني په وار سره د دوه میاشتو او څلورو میاشتو لپاره د افغانستان د جمهور رییسانو په توګه وټاکل او د رباني ترڅنګ یې چې وار له مخه یې له حکمتیار سره د غوښې او چاړې رول درلود د جمهور رییس او لومړي وزیر چوکۍ ووېشلې.

دغه ډلې افغانستان ته په راستنېدلو سره په خپلو کې ونښتلې او تر هغه وجنګېدل چې د کرنل امام د یادښتونو د کتاب د معلوماتو له مخې د طالبانو په نامه د هغه له خوا روزل شوی د جهاد دویم نسل چې وایي په ۱۹۸۵ کال کې یې روزنه پيل کړې وه راپورته کړای شول.

تاریخي اسناد ښیي چې د ۱۳۷۵ په میزان میاشت کې د رباني او مسعود ډلې چې نژدې دوه میاشتې مخکې ګلبدین حکمتیار ورسره له څو کاله جنګ څخه وروسته ایتلاف کړی وو له کابل څخه پښې سپکې کړې، طالبان کابل ته ننوتل، ډاکتر نجیب په دار وځړول شو، او وروسته یو شمېر پاکستاني استخباراتي چارواکو او فعالانو وویل چې نجیب د طالبانو تر نامه لاندې هغوی په دار ځړولی دی، د افغانستان په حساسو ادارو کې د پاکستان د پېښور د (۰۹۱) او د کوېټې د (۰۸۱) کوډ ټیلیفونونه چې له نورو پاکستاني نمبرونو سره خبرې یې د محلي فون په څېر اسانه کېدلې ولګول شول او د ځینې نا تایید شویو خبرونو له مخې د افغانستان له مهمو چارواکو سره یو پاکستانی پوځي/استخباراتي کس د سلاکار په توګه مقرر کړای شو، دا لوبه تر هغه روانه وه چې په د ۱۳۸۰ په سنبله کې د متحده ایالاتو په نړۍ وال تجارتي مرکز بریدونه وشول، نړۍ وال ایتلاف په افغانستان برید وکړ او په افغانستان کې د لوبې پاڼه په بله واوښتله.

په افغانستان د نړۍ وال ایتلاف له برید او د طالبانو د واکمنۍ له نسکورېدلو څخه وروسته د نړۍ والې ټولنې په مرسته د افغانستان اداري تاسیسات بیا ورغول شول، د ځانګړیو او کمانډو ځواکونو په شمول اردو، پولیس، ملي امنیت، … بیا له سره جوړ شول، د افغانستان حکومت د ملګرو ملتونو په شمول د نړۍ نژدې ټولو هېوادونو په رسمیت وپېژاند، د افغانستان بیرغ د نړۍ په بېلابېلو هېوادونو کې ورپول شو، د افغان، افغانیت او افغانستان ملي غرور بیا په نړۍ کې خپل مقام ترلاسه کړ او دا هغه څه وو چې ویل کیږي په ګاونډیو هېوادونو او په ځانګړې توګه پاکستان یې اور بل کړ او اوس په خپل ټول استخباراتي، پوځي، اقتصادي قدرت هڅه کوي چې د خپلو توظیف شویو ډلو په لاس یې بیا ویجاړ کړي.

4 thoughts on “پاکستانیان: مونږ د افغانستان نه، د نمک حرامو په وړاندې لوبه وکړه”
  1. انیقه سلیمان او دغو نورو چټلیستانو ته وایم تاریخ ولولی، زده کړه وکړی، هوښیار شۍ دغه وطن چه تاسو پکی یو څو موقتی شپی او ورځی تیروی دغه وطن او دغه خاوره د افغان ده او د افغان به وی

    انشآالله دغه خاوره به افغانان بیرته خپلوی او تاسو ته به تاریخی درس درکوی

    بیا به نمک حرامیان، حیرایان، تورمخیان او دوزخیان سره معلوم کړو

  2. سلامونه،

    تف لعنت دې وي پر دغو منافقینو د هندوې میرې او د انګریز خنزیرو پلارانو د هیرا مڼډهي هرامجاده ګانو باندې د مردارو ټویټرو سره ېې.
    که دا د افغانستان انقلابونه او جهادونه نه وای ، پوکسټین به خپل غول خوړلي وای. د افغانانو له برکته د کارخانو او حیات آباد او کفر آباد څښتنان شوئ ، دهل خورو دال خورو تور لینګیانو ! د منافقو جاسوسۍ کړیو ګدایی مو له انګریز او اسراییل نه نیولې تر سعودي شیخانو خایه-مالي او د مغولی چینایانو تر خبیثه ارواوو پرستۍ خو ورسیدئ ؛
    د افغان کریکټرانو د غ.. زور مو نه و لیدلی؛ لا نور به یی هم وګورئ. او ! که دا غوري ، ابدالي او غزنوي اټومونه ېې ستا د نواز بیشرف، زرداری مرداری او…… په کونو در ونه مڼډل ؛ نو د ټولو پښتنو، بلوڅانو، کشمیریانو، بلتیستانو او سندهیانو ارواوې به تاسو وشرموي!؛ او پر ګوډاګیانو هم تو لعنت د شهیدانو شه!. آمین ثم امین.

  3. مونږ ته چیری دوی نمک راکړی دوی زمونږ په وینو تجارت کړی دا څلویښت کاله یی زمونږ وینی څکلی دا د ولدزنا اولاد د انګلیس نسل. د نورو ملکونو هم لوبی کیږی څوګ د چا سره جنګ اوجنجال نه کوی هند ددوی سره په جنګ دی بنګال ددوی سره په جنګ دی افغانستان ددوی وینو ته تږی ناست دی ایران همداسی
    الله دی دوی تبا کړی

  4. عجیبه دا ده هغه چی به ۵۰ ډالره مور او خور خرڅوی، دګاونډی ،مسلمان او انسان حق نه پیژنی او شرارت خوروی اولکه ښکرور حمار خان د پښتنو،بلوڅو ،سندیانو او افغانانو حقوق غصبوی او د دوی د شتو غله او د نمک حرامی نمونه چی انسانیت ورباندی شرمیږی نورو ته نمک حرام وایی دا سلوک د ظالم او مفسدو حکامو به مو نور هم تجرید او په خپلی بد اخلاقی به مو نادم کړی دا اتومی دولت ، اتومی رجال او اخلاق غواړی نور د ۵۰ ډالرو معامله د اتومی دولت لپاره نهایت شرم او پردی قانون مو خپل کړی ځکه تر اوسه خپل قانون نلری نو دا څه هویت او شرافت دی ؟

ځواب ورکول دورانی افغان ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *