تاند- په بریتانیا کې د پاخه عمر پاکستانۍ جوړه په دې جرم محکومه شوه چې له خپل هیواده یې یوه نجلۍ په قاچاقي ډول بریتانیا ته وړې او لس کاله یې په خپل کور کې بندي کړې وه.

د بریتانیايي رسنیو د راپور له مخې الیاس اشر او د هغه مېرمنې طلعت اشر لس کاله پخوا له پاکستانه یوه ګونګۍ نجلۍ راوړې وه او د دې په څنګ کې چې هغه یې د خپل کور په تلخونه یا زېرخانه کې بندي کړې وه، پر هغې یې جنسي تېری هم کاوه.
پولییس وايي چې په ۲۰۰۹ کال یې نجلۍ وموندله او کله چې نجلۍ بریتانیا ته راوړل کېده، عمر یې لس کاله و. خو څرنګه چې د دې په ژبه څوک نه پوهېدل لومړی هڅه وشوه چې هغې ته د اشارو ژبه ورزده کړای شي څو حقایق ورڅخه وپوښتل شي.
څلوراتیا کلن الیاس اشر پر کم عمرې نجلۍ د جنسي تېري او په غیرقانوني ډول بریتانیا ته د هغې د راوړلو په جرم محکوم پېژندل شوی دی.

د دوی د سزا اندازه به روانه اوونۍ د دوشنبې په ورځ د برتانیا د انګلنډ ایالت د مانچستر ښار په محکمه کې اعلان شي.
الیاس اشر او د ده مېرمن طلعت اشر ته، چې عمر یې اته شپېته کاله ښودل شوی دی، د محکمې له لوري د ماشومې د برمته کولو او بریتانیا ته په قاچاق راوړلو په خاطر سزا اعلان شوې وه.
محکمې د نجلۍ نوم د دې لپاره چې د هغې شخصیت ته زیان وانوړي، نه دی افشا کړی.
الیاس اشر پدی فکر وه چه دابه هم دحیرا منډیی وی، لعنت په داسی حیوان چه دګونګۍ ماشومی سره په دغه عمر په ناروا اړیکو متهم شویدی، کاشکی ستاسی ملک(چټلیستان) زمونږ سره په ګاونډ کی نه وای.
I am very sorry for the cute and inosent girl. It is really shame and it really hurted me. I very much regret the suffering she has tolerated since last ten years. This guy should be punished and his name should be broadcasted all over pakistan.