تاند، شنبه، د اسد ۲۶مه: په پارلماني چارو کې د پاکستان د حکومت وزیر علي محمد خان وايي، په افغانستان کې د طالبانو بریا به د پاکستان بریا وي.

نوموړي د پاکستان جیو نیوز ټلویزیون سره په یو ګردي مېز کې د حامد میر دې پوښتنې ته په ځواب کې کړې ده چې ایا د کشمیر لانجه د افغانستان د لانجې په حل پورې مشروطه کړای شي که نه؟

نوموړي ویلي، کشمیر به ډېر ژر د پاکستان برخه وګرځي او هلته به د پاکستان دوه رنګه بیرغ ورپول شي، خو په افغانستان کې د طالبانو بریا هم د پاکستان بریا ده.

علي محمد خان د پاکستان د کابینې پښتون وزیر دی چې په غبرګون کې یې پښتون نیشنلیسټ افراسیاب خټک په خپل ټویټر لیکلي، موږ تل دا خبره کړې ده چې د پاکستان پوځي ادارې په افغانستان کې د ستراتیژيک عمق هڅه کوي او دا خبره یې اوس یو لاسپوڅي وزیر هم منلې ده.

دا په داسې حال کې ده چې تر دې وړاندې د نواز شریف ورور شهباز شریف هم ویلي وو چې داسې نه شي کېدای چې افغانستان کې دې د سولې جشنونه وي او کشمیر کې دې وینې بهېږي.

دا په داسې حال کې ده چې فارن پالیسۍ امریکايي ورځپاڼې هم ویلي، هند کشمیر ځکه په خپله خاوره ورګډ کړ چې دا هېواد افغانستان کې د پاکستان په خوښه د یو ترهګر حکومت له راتلو څخه په ویره کې دی او غواړي کشمیر وساتي.

2 thoughts on “پاکستانی وزیر: پر کابل د طالبانو بریا د پاکستان بریا ده”
  1. د شهباز څخه باید دا پوښتنه وس چی
    د افغان او کشمیری توپیر په څه کی دی یعنی کوم ټکی ده ته د تبعیض وړ دی
    افغان او کشمیری ګډ مشترکات لری او بیله ژبی کوم هیڅ بل توپیر نه لیدل کیږی نو پنجابی لالا ته د دوو وړونو! تر منځ د تبعیض وجه څه ده؟
    دا به یو احمقانه او خائنانه او ظالمانه چلند وی چی مثلاً د کوم چا یو ورور په اور کی سوځی او د بل ورور لپاره هم د اور د لمبو هیله ولری حال دا چی که وغواړی کولای سی دواړه وړونه په تدبیر او حوصله د اور له لمبو څخه وژغوری
    خو کیسه دا ده چی دورغ وائی او د وروری ادعا ئی د دواړو په وړاندی یوه دروغجنه ادعا ده

ځواب ورکول غلام حضرت ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *