تاند – په پاکستان کې یوه پیر چې ځان یې د پیر کرنټ بابا په نامه مشهور کړی وو وایي چې له ۶ سوه څخه تر ۷ سوه پورې ښځو سره یې جنسي معامله کړې ده.

د نیو نیوز خبري تلوېزیوني چینل له خبریالې انیلا ذکا سره په خبرو کې پیر کرنټ بابا ومنله چې د هغه له خوا په ښکار شویو ښځو کې ۱۰ او ۱۱ کلنې نجونې هم شاملې وې.

پیر کرنټ وایي، ۶۰ کاله عمر لري.

د نیو نیوز خبریالې سره په مرکه کې چې د نومبر په ۹مه په یوټیوب خپره شوې او په څلورو ورځو کې له یو نیم میلیون څخه ډېرو خلکو کتلې ده، خبریاله له پیر کرنټ نه د بېلابېلو وختونو د لمونځونو د رکاتونو د شمېر پوښتنه کوي، خو سړی ځواب نشي ورکولی.

له پیرکرنټ نه چې پخپله د لمانځه د تېرولو پوښتنه کیږي هم نه پرې پوهېږي، او نه ورته کلیمې یادې دي. نوموړی سورت الاخلاص، دعای قنوت نشي ویلی، او په نورو ساده دیني مسایلو هم نه پوهېږي.

که څه هم چې دا په پاکستان کې د داسې خلکو له خوا د فرېب او دوکې تر ټولو تازه پېښه ګڼل کیږي خو په دومره شمېر ښځو ته د سپکاوي ور اړول یې د حساب وړ دي.

څه موده وړاندې، په افغانستان کې د ملا لنډي په نامه یوه تعویذګر له خوا د ښځو د بې ستره کولو ویډیوګانې ټولنیزو رسنیو ته راووتلې خو شمېر یې دومره ډېر نه وو، او داسې ښکاري چې پیر کرنټ بابا د قرباني شویو ښځو د شمېر په برخه کې ملا لنډي ته ماتې ورکړې ده.

 

One thought on “پاکستانی پیر وایي، له ۷ سوه ښځو سره یې جنسي معامله کړې ده”

ځواب ورکول KAMAWALL ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *