تاند- د پاکستان ایکسپریس تریبیون ورځپاڼه ادعا کوي چې د افغان طالبانو په منځ کې د سولې د خبرو د پیلولو په اړه جدي مشورې روانې دي.

ایکسپریس تریبیون ورځپاڼې په نننۍ /پنجشنبه/ ګڼه کې د طالبانو په قول ویلي چې د دې ډلې مشرانو د سولې د خبرو د پیلولو په اړه په افغانستان کې له خپلو جنګي قوماندانانو سره هم مشورې کړي دي.

ورځپاڼه وايي، د طالبانو یوه مرکچي، د نوم د نه څرګندېدو په شرط د سکایپ له لارې ورته وویل«حاضردمه موږ له بهرنیو خواوو او همداراز له افغان لوري سره د خبرو د پیلولو په باب ږغېږو.»

ده همداراز وویل«دا به په ملي یا د افغانستان په کچه پرېکړه وي. د سلا مشورو دا پروسه پراخه ده، د طالبانو پوځي قوماندانان، چې له موضوع خبر نه ول، خبر کړای شوي دي. ویلی شم چې دا ځل په سلامشورو کې ټول شامل کړل شوي دي.»

د ورځپاڼې په ادعا دغه طالب مشر دا هم وویل چې دا خبره سمه نه ده چې طالبان د افغانستان د مسلې حل له پوځي لارې غواړي.

دې ته په پام چې د سولې په اړه دا راپور د ژمي په درشل کې خپرېږي، چې جګړه هم ورسره سړېږي او هر کال ژمی د سولې په اوازو تېرېږي، ښايي ډېر لږ افغانان پرې باور وکړي.

دا احتمال هم شته چې دا ډول خبرې له هغو هڅو څخه د افغانستان د حکومت د راګرځولو لپاره شوي وي چې پر اساس یې د طالبانو مشر په تور لیست کې شاملېږي.

د افغانستان ولسمشر په وروستیو کې وویل چې د ملا هبت الله اخوندزاده او نورو هغو طالبانو نومونه دې د ملګروملتو په تور لیست کې شامل شي چې د سولې مخالفت کوي.

ایکسپریس تریبیون د دغه بې نومه طالب مشر له قوله دې مسلې ته په اشارې ویلي«موږ فکر کوو چې د کابل حکومت دا هلې ځلې د سولې په لاره کې د خنډ جوړولو په هدف کوي. زموږ په باور دا ډول هڅې د سولې پر ضد دي. له دې داسي ښکاري چې حکومت په سیاسي پروسه کې صداقت نه لري.»

پاکستاني رسنۍ عموماً سولې ته د طالبانو د حاضرېدو په اړه خبرونه خپروي خو وروسته یې وسله وال طالبان ردوي.

د دې تازه خبر په اړه وسله والو طالبانو تراوسه څه نه دي ویلي.

2 thoughts on “پاکستانۍ ورځپاڼه: طالبان د سولې د خبرو پر پیلولو سلامشوره کوي”
  1. we knows afghan government special honor dr ashrafghani is 100% honest to peace process,peace with hekmatyar is prove for that.
    BUT PAKISTAN ALWAYS IN WINTER TALKING OF PEACE,
    IN SPRING STARTING ATTACKS,
    MY DEAR AFGHAN ARMY,POLICE,SECURITY FORCE MUST BE SMART,DON,T WASTE TIME FOR PEACE,BECAUSE ENEMY MAKE SELF READY FOR SPRING ATTACKS,
    DO NOT TRUST PAKISTANI ISI AND SHITANI TALIBS,
    ALWAYS BE OUR UNITED AFGHANISTAN,THANKS FROM TAAND

  2. ټالب او دومره سیاسي پوهه . ټالب هغه تروریستی مذهبی ډله ده چې خپلی او د هیواد ملی ګټې نه پیژني، دوی ته د پنجاب منافع له هرڅه مهمې دی. کومې ادعا چې د ټالب په نوم د سولې په باب یاده شویده ، د پنجاب د آی اس آی پالیسې ده ، یواځي غواړی فرصت لاس ته راوړی. دوی د اسلام د مبارک دین خلاف هیڅکله په خپلو وعدو وفا نه ده کړې.

ځواب ورکول RAZMOHAMMED KAMAWALL;MY DEAR AFGHAN BROTHER &SISTERS ASSALAMOALIKUM; ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *