تاند- پاکستانۍ ورځپاڼه (دي نیوز) وايي، د طالبانو د ملا محمد رسول د ډلې یو قوماندان له دې ډلې څخه د اعتراض په توګه ووت.

دي نیوز وايي، قوماندان ملا محمدي خان نیازی د ملا محمد رسول له ډلې څخه په دې خاطر وتلی د ده په وینا د دې ډلې ځیني غړي د افغانستان، هند او ایران له استخباراتي ډلو سره اړیکې لري.

قوماندان نیازي د طالبانو پر نورو قوماندانانو هم ږغ کړی چې د ملا محمد رسول له ډلې ووځي.

ده په یوه اعلامیه کې، چې په پاکستان کې خپره شوې ده، ویلي«غواړم چې ټولو مسلمانانو او افغانانو ته ووایم چې د ملا عبدالمنان نیازي په شان کسانو تر مشرۍ لاندې کار کول، ستاسو ایمان او مبارزې ته زیان اړوي. زه په ټولو ږغ کوم چې جهاد ته دوام ورکړي، د حقیقت او د مخلصو مجاهدینو خوا غوره کړي چې زموږ هیواد د بهرنیو اشغالګرو له منګولو ازاد شي.»

دي نیوز ورځپاڼه وايي چې ملا محمد خان نیازی د ملا رسول اخوند په مشرۍ د طالبانو د اطلاعاتو او کلتور د کمېټې مرستیال او د ۲۲ ولایتونو پوځي قوماندان و.

ده تور ولګاوه چې ملا عبدالمنان نیازی اصلاً په خټه اڅکزی دی او د افغانستان د حکومت له استخباراتو سره پټې اړیکې لري.

2 thoughts on “پاکستانۍ ورځپاڼې د ملا رسول له ډلې د یوه قوماندان د وتلو خبر ورکړ”
  1. نو بیا د چا سره یو ځای کیږي د هیبت الله سره؟ چې هغه په خپله د ای ایس ای ایجینټ دی، که د هغوی سره اړیکي روا دي

  2. ملا رسول ته خو می سلام دی
    هرهغه افغان چی ملی روحیه لری ورته سلام دی حتی که طالب هم وی ځکه چی له دغو داخلی غلو هم بزی ته رسیدل یو
    خدای دی له شمالی ټلوالی طالبان مه اخلی او خدای دی طالبان قدرت ته نه رسوی

ځواب ورکول سلمان فیضي ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *