فریدون خوځون

له پښتنو سره د پاکستان دښمني د تاریخ په اوږدو کې روښانه ده؛ خو د دې دښمنۍ یو بل اړخ د یوه امریکايي ديپلومات په تازه لیکل شوي کتاب کې روښانه شوی دی. د افغانستان او پاکستان لپاره د امریکا د پخواني ځانګړي استازي ریچارډ هولبروګ مرستیال ولي نصر په خپل یوه تازه خپاره شوي کتاب کې ویلي، پاکستان د پښتنو د تضعيف لپاره په دوی کې مذهبي افراطيت او قومي کرکه پياوړي کوي.

هغه ليکلي، چې پاکستان د يو مستقل پښتني دولت له جوړېدو څخه سخته وېره لري. دی زياتوي، پاکستان په دوامدار ډول په دې وېره کې دی چې د هند په ملاتړ د بنګله دېش په څېر “پښتون دېش” رامنځ ته نشي. د پاکستان په شمال کې د پښتنو نشنليزم دغه هېواد ته ګواښ دی، په ځانګړي توګه په داسې حال کې چې نوی ډېلی له بيلتون غوښتونکیو سره مرسته کوي.

ولی نصر په خپل کتاب کې ليکلي، په څرګند ډول د پاکستان لپاره دا غوره ده، د دې پر ځای چې پښتانه د نشنلېزم خوبونو ليدلو او داسې يو ليد درلودلو ته وهڅوي چې د هغه پر اساس سوېل او ختيز لور ته د پاکستان په يوه لويه برخه کې د يو جلا هېواد د جوړولو په فکر کې اوسي، بايد هغوی اسلام پالنې او په افغانستان او مرکزي آسيا کې د تاجکانو او ازبکانو پرخلاف جګړې ته تشويق کړي.

د پاکستان د پيدايښت له مهاله دغه هېواد تل په افغانستان کې د ستراتېژيک عمق د ترلاسه کولو لپاره لاسوهنې کړي، پروګرامونه یې پلي او ستراتېژۍ یې ورته جوړې کړې دي. د طالبانو پروژه او له مجاهدینو ملاتړ هم د دې پالیسۍ یوه برخه ده.

پاکستان خپلې دې موخې ته د رسېدو لپاره ان د سردارمحمدداوود خان د واکمنۍ پر مهال د افغان دولت مخالفانو ته په خپله خاوره کې ځای ورکړ، هغوی یې وپالل او په افغانستان کې يې بغاوت ته وهڅول. دا هڅې په افغانستان کې د خلق دېموکراتیک ګوند په واک ته رسېدو سره پراخې او پر افغانستان د شوروي اتحاد د یرغل پرمهال خپل اوج ته ورسېدې. د دې یرغل له امله پاکستان ته د میلیونونو افغان کډوالو هجرت پاکستان ته د دې ښه زمینه برابره کړي، چې «د پاکستان افغان پوځ» جوړ کړي.

په بېلابېلو ډولونو یې په افغانستان کې د نفاق تخم وکاره. افغان پیاوړې او د سیمې په کچه له روسيې او هند وروسته مخکښه اردو او هوايي ځواک یې له منځه یوړ. د دولت پیاوړي بنسټونه یې ویجاړ کړل، د مجاهدینو ترمنځ یې نا انډولۍ په قصدي ډول رامنځته کړې، چې د مجاهدینو ترمنځ د نفاق لامل شو. کله چې ډاکټر نجیب په افغانستان کې د ملي مصالحې پالیسي اعلان کړه، پاکستان اوه ګوني ګدونونه په رسمیت وپېژندل، چې په دې کار سره له ټولو ګوندونو سره خبرې کول ګران کار و. د نجیب له حکومت سره د مجاهدینو له اړخه یو واحد ادرس له منځه لاړ، چې دې کار د سولې او پخلاینې پروسه له ستونزو سره مخ کړه. بله ستره تېروتنه دا وه، چې پاکستان د مجاهدینو پرځای جینوا تړون لاسلیک کړ، چې له مخې يې له افغانستانه د نړۍ والو ځواکونو وتل پلي کېدل. له دې نه پاکستان ستره ګټه پورته کړه او په افغانستان کې یې د یوې واحدې او پیاوړې ادارې له رامنځته کېدو مخنیوی وکړ.

پاکستان نه یوازې دا چې افغان اردو له منځه یوړه، بلکې له مجاهدینو او افغان جهاد سره د عربي او لوېدیځې نړۍ پرېمانه مرستې په خپله خزانه کې واچولې، مرسته شوې وسلې يې زېرمې کړې، تر دې چې په همدې مرستو پاکستان د اټومي بم خاوند شو.

کابل ته د مجاهدینو راتګ او کورنۍ جګړې په پیلېدو کې هم پاکستان پوره ونډه درلوده. دغه راز د طالبانو رامنځته کېدل، واک ته رسېدل او تر دا ننه یې جنګول د پاکستان د پالیسۍ او ستراتېژۍ برخه ده. پاکستان په دې کړنو سره په افغانستان کې ستراتېژیک عمق ترلاسه نشو کړای او نه یې هم د خوښې وړ حکومت پر کابل واکمن شو. له تېرو دیارلسو کلونو راهیسې له افغانستان نه د نړۍ والې ټولنې ملاتړ د پاکستان دا هیله لا پسې ستونزمنه کړه. نو له پوځي اړخه یې خپله پالیسي مذهبي برخې ته واړوله. له تېرو څو کلونو راهیسې پاکستان په دې لګیا دی، چې په افغانستان کې پوځي شخړې او اختلافونه راپورته کړي، هغه ډول چې امریکايي ديپلومات ولي نصر لیکلي دي. پاکستان دا کار په خپله خاوره کې د افغان ملایانو په روزنې او افغانستان په زرګونه د بېلابېلو اختلافي کتابونو په را استولو پیل کړی دی. همدا اوس هره ورځ زرګونه ټوکه داسې دیني کتابونه له پاکستانه افغانستان ته راځي، چې له کرکې او نفرت بل څه نه خپروي.

د دې ترڅنګ د عاشورا په ورځ په کابل کې خونړی برید او په شیعه او سني جوماتونو او عالمانو بریدونه هم له همدې امله شوي دي، څو په افغانستان کې مذهبي شخړې ډېرې کړې؛ خو له نېکه مرغه چې افغان ملت ډېر ژر دې مسالې ته ځير شو او دا هڅه، په دې ډول شنډه شوه. په کابل کې د پاکستان سفارت همدا اوس ګڼو رسنیو ته په میاشتیني ډول زرګونه ډالره د دې لپاره ورکوي، چې د دوی په خوښه خپرونې وکړي او په هېواد کې د پښتون، تاجک، هزاره او ازبک مساله را پورته کړي.

پاکستان دا هڅې یوازې په افغانستان کې دننه نه کوي، بلکې د ډیورنډ له کرښې هاخوا پښتنو باندې هم همدا حال دی. هغوی یې له پراختیايي چارو او د ژوند له اسانتیاوو بې برخې کړي دي. سړکونه یې ویجاړ، ښوونځي یې په بد حال، برېښنا یې قطع او ډېرې نورې ستونزې یې ورته را پیدا کړي؛ څو پښتانه ونشي کولای په پياوړي ډول پرمختګ وکړي، د خپل حق غوښتلو توان ولري او یا دا چې پاکستان ته ګواښ پيښ کړي.

اوس د پاکستان دا کړنې لکه لمر روښانه دي، دا به د پښتنو ډېره لټي او کم ظرفیتي وي، چې د پاکستان د دغه ډول کړنو پر وړاندې په یوه لازم تدبیر فکر ونه کړي. ټول افغانان باید د دغسې پېښو پر وړاندې نور هم هوښیار شي، د ډیورنډ له کرښې هاخوا او دېخوا پښتانه باید لا ځانونه متحد او یو کړي، له اوسنیو ستونزو د خلاصون لاره ولټوي او د پاکستان له دې کړنو د نړۍ پر وړاندې پرده پورته کړي.

3 thoughts on “پاکستان ازلي دښمني! / فریدون خوځون”
  1. په پښتون هر غیرتی کارمنلی شی ،خوهیڅکله به یې یو نکړې (تر څو چې پښتون وی ، بې اتفاقه به وی) خدای دې ستا لیکنې ته متوجه کړی ترڅو سره یوشی ، په ټاکنو کې کرزی وکولای شول ترڅو دزلمی رسول په درولو اوملاتړ پښتانه دوه ټوټې کړی ، چې ستر خیانت یې بیاهم له پښتنو سره وکړ .تاند اوسی .

  2. که د پښتون یوه لکۍ وه نو خر ته به اړتیا نه وه! زه ډیر خپه یم چې د پښتنو په منځ کې پیدا شوی یم خو کاش چې د پښتون پر ځای د یو پنجابی مسلمان په کور کې پیدا شوی وی نو د سولی د وني میوه خو به می خوړلی وه؟ نه به می مشر د ای ایس ای غلام وه، نه به د سی ای اۍ، نه د را، نه د شیعاګانواو نه هم د انګریز

  3. دی کښی شک نه شته چه پاکستان زمونږ خلاف دسیسي جوړه وی. مونږ کښی ډلی جوړه وی. او مونږ په خپله کښی سره جنګوی. دا دښمنی له پخوا نه پالی. او دا ولی، ځکه چه د هند سره زمونږ اړیکی ډیری نیزدی دی.
    هند زمونږ ملی امنیت او ملی پولیس تمویلی، مجهز کیی او تریننګ ورکوی. د سه د پاره. ایا دوی دمسلمانو سره کومه الاقه یا مینه لری، نه، همدا د افغانستان مسلمانان وو چه په هند ی سو واری حمله وکړه او د دوی پاچاهی یی نسکوره کړه. ووس دوی خپل غچ داسی اخلی چه د پاکستان او افغانستان مسلمانان د یو بل دښمن او سره په جنګ یی کی.
    کله چه پاکستان د هند نه جدا شو نو د هند په خوښه افغانستان، پاکستان په رسمیت و نه پژانده او د دښمنی ډبره کیښودل شوه.
    ووس هم که افغانستان خپله تګلاره د هند په خوښه نه په خپله خوښه جوړه کړی نو زمونږ ګټه به وی.

  4. كرزي بشتنو ته دومره خيانت وكر جه به تير شوو مشرانو كي هيجا دومره خيانت او جفا دبشتنو سره نه وه كري

  5. له خوځون صاحب څخه ډیره زیاته مننه کوم چې د شیطاني څیرې په بربنډولو کې یې زیار ګاللی خو وروره ګیله به د بل چا نه کوو ځکه پاکستان چې لا پیدا هم نه ؤ تورمخو پنجابیانو د پښتنو د بربادۍ هلې ځلې شروع کړې وې ګیله به د خپل پښتون وروره کوو چې د خپلې غاړې پړی یې پاکستان ته ورکړی او له ځان څخه یې پردی خر جوړ کړي او تل د هغوي بارونه چلوي ، خپل ورونه وژني ایا دغه ملایان چې د الله د دین څخه هم ښه خبر دی ولې د یو داسې دولت په امر چې کلمه یې زده نه ده په پارلمان کې داسې قانون تصویبوي چې د جلۍ په خوښه ورسره زنا جزا نه لري ، مردګاؤ خانې یې خلاصې او دولت ترې ټکس اخلي ، د وزیر په سطحه شخص یې وايي چې واده ته ضرورت نشته زنا کوم په خوله پرمونږ د مرګ فتواوې صادروي دوي ولې دا فکر نه کوي چې زمونږ مرګ واقعاً روا دی که دوهم داچې زمونږ پښتانه چې دومره هم نه پوهیږي چې د داسې ملا په وینا چې د پاکستان څخه یې د کور مصارف تمویلیږي ولې یې وینا ته ارزښت ورکول شي زه خو حتاً دې نتیجې ته رسیدلی یم چې زمونږ هغه ملایان چې د پاکستان طرفداره دي باید تعقیب شي خو افسوس په چا به یې وکړې زمونږ د ولسوالي ترڅنګ د مسجد په لوډسپیکر کې زمونږ په پولیسو د ورځې درې وارې د مرګ فتوا صادروي اما دا بې همته دولت دومره هم ورته نه وايي چې ته څه وايي که داسې دولت مو وي نو تل به تیارې وي او زمونږ قومونه ، داچې زمونږ قومونه اوس خیرات ته ناست دي زه فکر کوم دا به له بل څخه ګیله نه کوو ولې مو دغه حالت په خپل ځان راوستي الله تعالی خو وايي چې زه د یو قوم حالت نه بدلوم مګر دوي خپله بدلوي نو دغه بد حالت چې مونږ په ځان راوستی د خپلو اعمالو نتیجه مو ده باید له بل څخه ګیله ونه کړو ځکه که پښتانه نران وي نو یو پاکستانی خو دې دومره چمتو کړي چې خپل هیواد کې پلونه والوزوي مګر هیڅکله دا کار نشي کولای که یو څوک مونږ ته ووایي چې ځان مړ کړه ایا دا کار وکړو !نه بلکې سوچ وکړو نه چې څوک راته ووايي چې غوږ دې سپي یوړو مونږ خپل غوږ ونه ګورو په سپي پسې منډې کړو

ځواب ورکول Lutfullah Safi ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *