تاند- پاکستان بالاخره نن اعلان وکړ چې د طالبانو د تحریک مرستیال ملا عبدالغني برادر به سبا /شنبه/ خوشي کړي او په دې ډول به د افغانستان د حکومت د اوږدې مودې غوښتنه پوره کړي.

د افغانستان حکومت هیله لري چې د ملابرادر خلاصون به په افغانستان کې د سولې له بهیر سره مرسته وکړي خو پاکستان ویلي چې نوموړی به افغانستان ته ونه لېږي.

د پاکستان د باندنیو چارو وزارت د جمعې په ورځ په یوه خبرپاڼه کې وویل، ملابرادر به، چې په ۲۰۱۰ میلادي کال په پاکستان کې نیول شوی و، د دې لپاره خوشي کړي چې په افغانستان کې د سولې او پخلاینې له بهیر سره مرسته وکړي.

رویټرز خبري اژانس ته یوې پاکستانۍ سرچینې ویلي چې ملابرادر به د سولې د پروسې لپاره غالباً سعودي عربستان یا ترکیې ته ولېږل شي خو د پاکستان د حکومت چارواکو دا خبره تایید نه کړه.

ملابرادر یو وخت د طالبانو د مشر ملا محمد عمر تر ټولو نژدې او د اعتماد وړ کس و او د برادر لقب هم ملا عمر ورکړی و.

رویټرز خبري اژانس وايي چې ملابرادر حتي تر نیول کېدو مخکې په دې مشهور و چې منطقي او پراګمتیک کس دی او د افغان چارواکو په وینا له کابل سره د خبرو لپاره یې تماسونه نیولي ول.

ویل کېږي چې نوموړی د پاکستان له لوري په دې خاطر ونیول شو چې د افغانستان له حکومت او ملګروملتو سره یې پټ تماسونه نیولي ول.

ملا برادر په ۲۰۱۰ کال د پاکستان په کراچۍ ښار کې ونیول شو. آی ایس آی د ملابرادر د نیولو په عملیاتو کې د سي آی اې مامورین هم ورګډ کړي ول څو هغوی ته وښيي چې پاکستان د طالبانو خلاف دی او هغوی ته یې پناه نه ده ورکړې. خو آی ایس آی د سي آی اې مامورینو ته اجازه ورنه کړه چې له ملابرادر څخه په تحقیقاتو کې حاضر وي.

2 thoughts on “پاکستان اعلان وکړ چې ملابرادر د شنبې په ورځ خوشي کوي”
  1. He is not free if ISI live him to go then he free . Pakistani ISI and army killed so many of Pakhtuns in the name of Taliban . The ISI killing baloch and pakhtuns by using Taliban name . Don’t believe Pakistani from A to Z . They are cheating they are Mum and dad even .

ځواب ورکول اوښتون ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *