تاند- پاکستان نن افغانستان ته ډاډ ورکړ چې په یوه میاشت کې به د افغانستان د سولې پروسه بېرته پیل شي او طالبان به مخامخ خبرې وکړي.

د پاکستان د بهرنیو چارو سلاکار سرتاج عزیز د افغانستان د کډوالو چارو له وزیر سید حسین عالمي بلخي سره په کتنه کې وویل، طالبان به د افغانستان د جګړې د پای ته رسولو لپاره په یوه میاشت کې د سولې خبرې بیا پیل کړي.

د افغانستان د کډوالو وزیر ښاغلي بلخي، چې پاکستان ته تللی، د دغه هیواد د بهرنیو اړیکو  له سلاکار سرتاج عزیز سره له کتنې وروسته د سولې خبرو ته خوشبین ښکارېده.

ده وویل، د پاکستان د بهرنیو اړیکو سلاکار ډاډ ورکړ چې د افغانستان د سولې بهیر به په نژدې یوه میاشت کې له سره پیل شي او له دې کبله به شاوخوا ۳ ملیونه افغان کډوال تشویق شي چې له پاکستان څخه بېرته خپل هیواد ته وګرځي.

پاکستان د افغانستان د کډوالو وزیر ته دا ډاډ په داسي حال کې ورکوي چې افغانستان د سولې په پروسه کې د پاکستان پر ژمنو بې باوره شوی او وايي چې پاکستان د سولې د خبرو په نوم وخت ضایع کوي خو عملاً د طالبانو ملاتړ ته دوام ورکوي.

11 thoughts on “پاکستان افغانستان ته ډاډ ورکړ چې طالبان به په یوه میاشت کې خبرو ته تیار شي”
  1. دولت باید نور د پاکستان په دغه ډول خوږو خبرو تېرنه وځي، ځکه چې دا څوویم ځل دی، پاکستان افغان دولت سره له چل او فريب څخه کار اخلي او دپدې سره غواړي، چې د افغان دولت غوسه راکمه کړي.

  2. نور د ګندستان په خبرو او تشو وعدو مه غولیږی. دوی غله ته وایی غلا کوه او د کور څښتن ته نه وایی چې غل درغی بلکی دوی وایی هیڅ خبره نشته ، امنیت تامین دی او که غل درغی بیا ماته ووایه چې زه هم پری خبر شم.
    جهاد افغانستان ، دفاع چټلستان.

  3. Hypocrisy part two is about to start, and the most funny thing is the naive Afghan government is listening and watching it, oops! We don’t have wise politicians at all!

  4. سلامونه او نیکې هیلې!!!

    زه فکر نه کوم چې پنجابیان دی له هغه خوبه چې افغانستان د کفرستان پنځمه صوبه ګڼی تیر شی ، ښه به دا وی چې افغانستان د پاکستان ضد ډلو لکه بلوچ بیلتون غوښتونکو او پاکستانی طالبان حمایه کړی او لکه څرنګه چې دوی زموږ په ګران هیواد کې اور لګولې هلته د دغه اور لګونکو ډلو له لاری اور بل کړی، او زموږ سیاستمداران او امنیتی اورګانونه باید په ګډه سره په دی کار وکړی چې پاکستان له منځه یوسی او د افغانستان ۱۰ نور ولایتونه پکې جوړ کړی نه ده چې د ډیورنډ له لاسه ورکولو سوچونه .
    ووهی دوی باید د پاکستان د ورانولو ستراتیژیک پلان جوړ کړی.

    په درنښت

  5. آزموده را آزمودن خــــــــــــــــــــــــــــطا است
    آزموده را آزمودن خــــــــــــــــــــــــــــطا است
    آزموده را آزمودن خــــــــــــــــــــــــــــطا است
    آزموده را آزمودن خــــــــــــــــــــــــــــطا است
    آزموده را آزمودن خــــــــــــــــــــــــــــطا است
    آزموده را آزمودن خــــــــــــــــــــــــــــطا است

  6. لوی ملا صاحب به چیرته وی…….؟ چی تاسی پاکوستان ته ستراتیژیک پلانونه جوروی

ځواب ورکول مجيد ژړاند ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *