تاند- پاکستان له افغانستان څخه وغوښتل چې له طالبانو سره د سولې لپاره یو هراړخیز او باوري پلان وړاندې کړي.
د لوېدیځو رسنیو د راپور له مخې، دا خبره نن /دوشنبه/ په اسلام اباد کې رسمي سرچینو اعلان کړه.
د پاکستان ایکسپریس تریبیون ورځپاڼې هم لیکلي چې د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت یوه جګپوړي چارواکي ورته ویلي «موږ له افغان مشرانو توقع لرو چې په کابل کې راتلونکې میاشت په مهم کنفرانس کې یو جامع وړاندیز وکړي څو پر اساس یې طالبان خبرو ته حاضر شي»
د کابل د کنفرانس هدف هم له اوسنۍ شخړې څخه د افغانستان د ژغورلو لپاره د سیمه ییزې او نړیوالې اجماع رامنځته کول دي.
د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت جګپوړي چارواکي، چې ایکسپریس تریبیون یې نوم نه دی یاد کړی، ویلي چې «د ګاونډي هیواد (افغانستان) چارواکي باید یو داسې پلان وړاندې کړي چې د دولت وسله وال مخالفان یې د سولې خبرو ته تشویق شي.»
تېره اوونۍ د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویندوی د افغانستان لپاره د امریکا پر نوې ستراتیژۍ نیوکه وکړه، ویې ویل چې تمه نه لري چې دا ستراتیژي دې نتیجه ورکړي.
طالبانو هم د امریکا نوې ستراتیژي غندلې ده.
د ایکسپریس تریبیون پر اساس، راتلونکې اوونۍ به د پاکستان یو جګپوړی پلاوی کابل ته لاړ شي چې د کابل تر کنفرانس وړاندې د دوو هیوادونو ترمنځ اختلافات کم کړي.
د افغانستان حکومت باور لري چې که پاکستان وغواړي طالبان د سولې خبرو او د جګړې بندولو ته حاضرولی شي.
پاکستان په تېرو کلونو کې هم په کابل او نورو ښارونو کې د طالبانو له وژونکو حملو وروسته داسې څرګندونې کړي چې سولې او پخلاینې ته یې هیلې غوړولي دي.
د کتونکو په باور پاکستان په دې ډول غواړي چې د انتقاد ګوته ورته ونه نیول شي او د طالبانو د ساتنې په خاطر تر زیات فشار لاندې رانه وستل شي.
په پاکستان باور پکار نه ديس لعنت د په چټلستان وي
موسن
که پدې دوه سري دولت کې لږ هم غیرت او افغانیت موجود وي نور باید د پاکستان سره ټولې اړیکي قطع کړي او د سولې په نوم وړاندیزونه او وخت ضایع کول پریږدي. حتی د پاکستان سره سفارتي اړیکي هم نور د افغانستان په ګټه ندي ځکه پاکستان د یو خوا بې ګناه افغانان په طالبانو وژني او هم مهاله د سولې وړاندیزونه کوي.
نور باید افغان دولت د سولې شوری دا حبث او بېکاره چارې هم ودروي او کوم مصارف چې د سولې شورا ته ورکوي دا باید د وحشي طالبانو او د هغوی د بادارانو په نابودولو مصرف کړي.
تر څوچې افغان دولت په پاکستان کې خونړي او ورته بریدونه ترسره نکړي پاکستان مونږ نه پریږدي، همداسې بې رحمه عمل د طالبانو او د هغوی د فامیلونو سره هم پکار دی. که څوک وایي چې د طالبانو کورنۍ بې ګناه دي دا به لویه اشتباه وي ځکه په کومه کورنۍ او ماحول کې چې طالب اوسي د هغوی ذهنونه هم د طالب په څیر دي.
د تور طالب باداره!ا
د طالب لپاره د یوې لویې محکمی جوړیدل او د قتلونو جزا ته رسیدل ډیر ښه او جامع پلان دی طالب به ّه کومو سترگو ّه جامعه کی اوسی؟
افغانستان به ژر د پنجاب له تالی څټو سره د جنګ جامع پلان در جوړ او د پنجاب هیلی به له خاورو سره یو کړي
د ۴۰ ملکونو د مدرنو او مجهزو قواوو او د ډالری تش په نامه ملی اردو چې د عسکرو نه په کې جنرالان او مارشالان زیات دی ، افغانستان واکدارانو د ملک د دفاع لپاره جامع پلان وړاندی نه شو کړای نو د پنجاب هیلی به د کوم پلان له مخی خاوری کړی، د دوی کارد وطن ورانول دی چې پنجابی باداران یی خوښ شی