تاند- پاکستاني چارواکو افغان طالبانو او حقاني شبکې ته خبرداری ورکړی، که غواړي چې د پاکستان دوستان واوسي نوهغه وخت راغلی چې د پاکستان د طالبانو د تحریک او د پاکستان د دولت ترمنځ یو غوره کړي.

د پاکستان د (یي نیوز) ورځپاڼې په شمول ګڼو رسنیو نن وویل چې د پاکستان د چارواکو له لوري دا بې ساری خبرداری په یوه داسي خورا حساس وخت کې ورکړای شوی چې پاکستاني طالبان په اسلام اباد کې له حکومت سره خبرې کوي او د خپلو ۸۰۰ بندیانو د خلاصون ترڅنګ له وزیرستانه د پاکستاني پوځیانو د وتلو غوښتونکي دي.

دي نیوز ورځپاڼه وايي، د باوري سرچینو د معلوماتو له مخې پاکستاني چارواکو په داسي حال کې افغان طالبانو او حقاني شبکې ته خبرداری ورکړ چې له پاکستاني طالبانو سره د دوی همکاري ډېره شوې ده.

د پاکستاني طالبانو د تحریک ویندوی شاهد الله شاهد د تېر کال د اکتوبر په شپږمه په یوه مرکه کې ویلي و چې افغان طالبان د دې ترڅنګ چې د افغانستان په یو شمېر ولایتونو کې پاکستاني طالبانو ته پناه ورکوي له دوی سره نوره همکاري هم کوي.

پاکستاني رسنۍ وايي چې افغان طالبانو د پاکستاني طالبانو مشر ملا فضل الله هم په کونړ کې ساتلی و.

دي نیوز وايي، پاکستان د افغان طالبانو دې ادعا په قار کړی چې وايي د نوامبر په ۱۱ مه د حقاني شبکې مالي مشر نصیرالدین حقاني په اسلام اباد کې آی ایس آی وژلی دی.

دي نیوز ورځپاڼه وايي چې د حقاني شبکې او د پاکستان د آی ایس آی او پوځ د څو لسیزو ملګرتوب د نصیرالدین حقاني مرموزې وژنې ترسیوري لاندې راوستی دی.

سرچینې وايي، نصیرالدین حقاني د پاکستاني طالبانو او د پاکستان د پوځ ترمنځ د روغې جوړې لپاره منځګړتوب کاوه خو کله چې حکیم الله مسود ووژل شو، د دواړو خواووترمنځ د خبرو بهیر ودرېده.

0 thoughts on “پاکستان افغان طالبانو او حقاني شبکې ته خبرداری ورکړ”
  1. په دې هیله چې یوه ورځ ځوړند سرونه له پاکستان نه راوباسي او په شرمېدلو سترګو راشي او په کابل کې د واک د ترلاسه کولو له پاره عذر زارۍ وکړي.

  2. هر څوک پوهیږی چې غوا توره او شیدی سپینی دی خو چې دا افغان طالبان ولی نه پوهیږی؟؟؟؟ ترڅو به په مار د دوست باور کوی، یریږم چې هسې نه یوه ورځ به راته ټول ترهغی وروسته ووژنی چې کله یې مقصد پوره شې….. هوښیاران وایې چې ای ایس ای پښتون ته د خپل هدف د لاسته کولو لپاره د غیرت مند لقب ورکړی او ورسته له هغی چې خپل هدف یې پوره شوی نو مړ کړی یې دی او که په لاس نه دی ورغلی نو د دهشتګر نوم يې ورکړی

  3. شرمیدلو اوس هم نه پوهیږۍ، رښتیا ستاسو نه څه ګيله پکار ده تاسو خو جاهلان یاست.

ځواب ورکول مسلم ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *