تاند- د پاکستان کرکټ بورډ نن /پنجشنبه/ وویل، په پام کې لري چې راتلونکې میاشت د افغانستان د کرکټ ملي ټیم ته د پاکستان د سفر بلنه ورکړي.

دغه بورډ وايي، مخکې تر دې چې د پاکستان کرکټ ټیم په دوبي کې د مسابقو لپاره انګلیستان ته روان شي، له افغان لوبډلې سره به څو سیالۍ وکړي.

د پاکستان کرکټ بورډ وايي، ټیم به یې له افغان ټیم سره ۳ یو ورځینۍ مسابقې وکړي.

په ۲۰۰۹ میلادي کال په لاهور کې د سریلانکا پر لوبډلې له تروریستي حملې وروسته د نړۍ د کرکټ ټیمونه د امنیتي اندېښنو له کبله پاکستان ته نه ځي خو زیمبابوې تېر کال له افغانستانه پرته لومړنی هیواد و چې خپله لوبډله یې پاکستان ته واستوله.

د پاکستان کرکټ بورډ مسوولانو ایکسپریس تریبیون ته وویل:«د افغانستان او پاکستان ترمنځ د کرکټ د سیالیو لړۍ (سریز) په پام کې ده او پاکستان لېواله دی چې دا سیالۍ په راتلونکې اپرېل میاشت کې وشي. د افغانستان له کرکټ بورډ سره په دې اړه خبرې شوي، د ۲ څلور ورځینیو او ۳ یو ورځینیو مسابقو وړاندیز شوی دی. خو دې ته په پام چې موږ له انګلیستان سره مسابقې لرو، ممکن یوازې ۳ یو ورځینۍ مسابقې وکړای شو.»

پاکستاني رسنۍ وايي چې د افغانستان ټیم تېر کال د پاکستان په رمضان کپ کې، چې د روژې په میاشت کې و، برخه واخیسته او د مسابقو لیدو ته یې ډېر خلک جلب کړل.

د کرکټ په روان نړیوال شل اووریز جام کې د افغان لوبغاړو ښه ځلېدلو د نړیوالو پام او ستاینې خپل لور ته اړولي دي.

سره له دې چې افغانستان په ۳ مسابقو کې هیڅ یوه ونه ګټله خو له انګلیستان، سریلانکا او جنوبي افریقا سره یې ښې او نسبتاً برابرې لوبې وکړې. له همدې کبله د کرکټ د نړۍ سترو لوبغاړو برین لارا او سچن تندلوکر د کرکټ له نړیوالې شورا وغوښتل چې په نورو نړیوالو سیالیو کې دا ډول ټیمونه بې برخې نه کړي.

5 thoughts on “پاکستان افغان کرکټ ټیم ته د مسابقو بلنه ورکړه”
  1. یو عاجل نظر

    د افغانستان کرکیټ بورډ بایددا بلنه ونه منی
    پاکستان ښايي په چل افغان کرکیټ زمریان له منځه یوسی

    جمعه محمد محمدی د افغانستان یو ستر مختصص وو چی پاکستان تر یوې الوتکې تیر شو او هغه یې مړ کړ

    که دا بلنه منی نو باید په اماراتو او یا بل ځای وی

    خبردار

  2. اللّهُ د خیر کړي چه څه چل پکی نه وی پدی ملک هیڅ اعتبار نشته همدا یوه لوبډله لرو

  3. خدای دا خیر کړي په د مــــــلک عــــتمـــاد نــــــــــــــــــشته

ځواب ورکول هلال ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *