تاند- پاکستان د امریکا له متحدو ایالتونو وغوښتل چې د افغانستان په اړه خپله نوې پالیسي بدله کړي او په افغانستان کې د پاکستان نظرونه په پام کې ونیسي.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت نن /دوشنبه/ وویل، امریکا باید د افغانستان په اړه د پاکستان غوښتنې درک کړي.

د پاکستاني رسنیو د راپور له مخې، دې وزارت ویلي چې پاکستان د امریکا د مرستې د دوام په لټه کې نه دی خو له واشنګټن څخه تمه لري چې د اسلام اباد په اړه خپله پالیسي بدله کړي چې پاکستان له افغانستان سره خپلې ستونزې حل کړای شي.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت همداراز ویلي، امریکا باید له تروریزم سره په مبارزه کې د پاکستان د هلوځلو قدر وکړي او افغانستان ته د افغان کډوالو په بېرته ستنېدو کې مرسته وکړي.

امریکا له ۱۶ کلونو وروسته بالاخره اعلان وکړ چې پاکستان ۳۳ ملیارد ډالره ورڅخه مرسته ترلاسه کړې خو له دې سره سره یې په خپله خاوره کې طالبان او نور سختدریځي ساتلي دي.

د پاکستان د باندنیو چارو وزارت امریکا ته په خطاب کې ویلي چې په خپله نوې پالیسي کې باید په افغانستان کې د پاکستان ملاحظې په پام کې ونیسي.

دې وزارت نه دي ویلي چې پاکستان په افغانستان کې څه ملاحظې او غوښتنې لري خو پخوا پاکستان افغانستان ته د ستراتیژیک عمق په سترګه کتل او د دې ترڅنګ یې په افغانستان کې د اسلام اباد د یوه ګوډاګي رژیم د واک ته رسولو هڅه کړې ده.

ډېر پاکستاني سیاستوال هم وايي چې پاکستان له افغانستان سره داسې چلند کوي لکه چې د دغه هیواد پنځمه صوبه وي.

One thought on “پاکستان: امریکا دې په افغانستان کې د اسلام اباد ملاحظې درک کړي”
  1. وایی: داکترمحمدعالم خان احمدزی داسلامی بانکداری او اسلامی سرمایه مارکیت بنست ایښودونکی

    متاسفانه زمونژه افغانانو بی عقلو سیاسی مشرانو او بی اتفاقی په وجه پاکستان افغانستان دی یوو غلام هیواد په سترګه ګوی او افغانستان کمزوری نقطو په نظر کی نیولوسره غواړی چی افغانستان دایم دی دوی ته احتیاج وی.
    د حامدکرزی او اشرف غنی کمزورحکومتونوهم و نه کولای شو چی نړیوالی ټولنی له حضور څخه د افغانستان په ګټه پوره فایده پورته کړی.
    په هیواد کی د زورواکانو او بد معاش صفته جهادی قومندانانو او قوی تعصب و کرکی هیواد بیا له ناورین سره مخامخ کړی دی.
    ښه لاره به دا وی چی افغانان نور د پشتون،تاجک ،ازبک ، هزاره فکر پریژدی او یواڅی د افغانستان فکر ونیسی که چیری افغانستان وی نو مونژه ټول به وو او که افغانستان نه وی نو مونژه به هم نه یو

ځواب ورکول داکترمحمدعالم خان احمدزی داسلامی بانکداری او اسلامی سرمایه مارکیت بنست ایښودونکی ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *