تاند- پاکستان له چین سره موافقه وکړه چې په افغانستان کې د سولې او ثبات د راوستلو لپاره له یو بل سره نژدې همکاري کوي.
د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت د شنبې په ورځ /اپریل۳۰/ په یوه خبرپاڼه کې وویل چې دا موافقه په پیکینګ کې د پاکستان د بهرنیو اړیکو د سلاکار سرتاج عزیز او د چین د بهرنیو چارو وزیر (وانګ يي) ترمنځ په کتنه کې وشوه.
د کابل له وروستۍ خونړۍ حملې او ورسره په یو وخت د پاکستان پر ارادې د افغانستان له بې اعتماده کېدو او د افغان ولسمشر محمد اشرف غني له دې اعلانه وروسته چې نور له پاکستانه نه غواړي چې طالبان د سولې خبرو ته حاضر کړي، پاکستان هلې ځلې پیل کړي چې افغان چارواکي قانع کړي چې طالبان د سولې خبرو ته تیارولی شي.
پاکستان په همدې لړ کې د طالبانو یو پلاوی له قطر څخه اسلام اباد ته وروغوښت او ویې ویل چې طالبان د سولې خبرو ته حاضرولی شي.
چین د افغانستان، پاکستان او امریکا ترڅنګ د څلور اړخیز ګروپ غړی و خو اوس داسي ښکاري چې د دغه ګروپ هڅې ناکامه شوي دي.
یو شمېر افغان نظرخاوندان وايي چې پاکستان د امریکا او نړیوالې ټولنې د تېر ایستلو او جګړې ته د وخت اخیستلو لپاره د څلور اړخیز ګروپ د جوړولو هڅې کړې وې او اوس هم غواړي چې خبرو ته د طالبانو د حاضرولو په پلمه روان جنګي فصل په دې نوم تېر کړي.
د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت په خبرپاڼه کې د چین له باندنیو چارو وزیر سره د سرتاج عزیز خبرو ته په اشارې راغلي چې دواړه خواوې د افغانانو په مشرۍ او مالکیت د پخلاینې لپاره د څلور اړخیز مشورتي ګروپ پر اهمیت پوهېږي.
د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ادعا کوي چې د چین د باندنیو چارو وزیر د تروریزم پر ضد د پاکستان د هلوځلو او قربانیو ستاینه وکړه.
د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت په خبرپاڼه کې دغه هیواد ته د طالبانو د قطري پلاوي د سفر او له پاکستاني چارواکو سره د هغه د خبرو په باب څه نه دي ویل شوي.
د طالبانو دغه پلاوي، وروسته له دې چې ولسمشر غني وویل چې له پاکستانه نه غواړي چې طالبان خبرو ته حاضر کړي، وویل چې له پاکستاني چارواکو سره پر دوه اړخیزو مسلو، سرحدي چارو، افغان کډوالو او د ملابرادر د خلاصون په اړه خبرې کوي.
Establishment is the main power pillar in Pakistan ,the government is a puppet one with no power , so we should not be optimistic .