تاند – د پاکستان رسنیو نن وویل چې چین او پاکستان چمتو دي چې د افغانستان د حکومت او طالبانو د خبرو په نتیجه کې د سولې د ممکنې معاملې ضمانت وکړي.

د افغانستان د حکومت او طالبانو استازو د جولای په اوومه د پاکستان پلازمېنې ته نژدې د مري په تفریحي ښار کې د پاکستان، امریکا او چین د استازو په حضور کې مخامخ خبرې وکړې.

د پاکستان ایکسپریس تریبیون ورځپاڼې نن /چهارشنبه/ وویل، اسلام اباد او بیجینګ (پېکینګ) چمتو دي چې د دواړو افغان لورو ترمنځ د خبرو په پایله کې د دوی د موافقې د اجرا کېدو ضمانت ورکړي.

د پاکستان یوه جګپوړي چارواکي وویل:«موږ حاضر یوو چې مخ په وړاندې لاړ شو. حتي لېواله یوو چې د سولې د هرراز موافقې تضیمن ورکوونکي شو.»

ده وویل چې هیواد یې د افغانانو په مشرۍ او مالکیت د خبرو اسانتیا برابروي، خو که خبرو پرمختګ وکړ او ټولې خواوې موافقې ته ورسېدې، بیا به پاکستان په دې کې ستونزه نه لري چې له یوه تسهیلوونکي ورهاخوا رول ولوبوي.

د چین د بهرنیو چارو وزارت هم په یوه خبرپاڼه کې وویل چې بېجنګ تیار دی چې له اړوندو خواوو سره همکاري وکړي او په افغانستان کې د هراړخیزې سولې په حصول کې رغنده رول ولوبوي.

ټاکل شوې وه چې له کوچني اختره وروسته دواړه خواوې بیا سره وویني خو تراوسه د خبرو نېټه او ځای نه دی اعلان شوی.

تمه کېږي چې په بل پړاو خبرو کې به دواړه خواوې د اوربند پر څرنګوالي وږغېږي.

د افغانستان له مختلفو سیمو راپورونه وايي چې په اختر کې دواړو خواوو په نااعلان شوي ډول تر ډېره اوربند رعایت کړ.

One thought on “پاکستان او چین د افغانستان د سولې د موافقې د تطبیق ضمانت کوي”
  1. دافغانستان دحکومت اوطالبانوترمنځدخبروسره ټول افغان ملت موافق اوهرکلى کوى اوزمانظر دادى چه ددواړو خواوو څه دجهانيانو په حضور کى او دهغو په تضمين چه هرډول موافقه وسول جهانيان بايد کره تضمين ځينى واخلى والسلاو

ځواب ورکول حيرت هوتک ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *