تاند – په پاکستان کې د کډوالو افغانانو د مسئلې په هکله یو ځل بیا د دغه هېواد یوه مذهبي سیاسي ګوند جماعت اسلامي خوځښت پیل کړ.
ویل کیږي چې، جماعت اسلامي د افغانستان په چارو کې د پاکستان د مداخلو له لومړیو وختونو څخه چې د محمد ظاهرشاه د سلطنت له وروستیو څخه پیل شوي وې د برهان الدین رباني، ګلبدین حکمتیار او احمدشاه مسعود په شمول له یو شمېر ډلو او اشخاصو سره د ارتباط له لارې دخیل وو چې وروسته یې دغه ډلې د سردار محمد داودخان د جمهوري دولت پر ضد په وسلو سمبال کړې او د جنګ ډګر ته یې راولېږلې.

یو شمېر خبري رسنۍ ښیي چې د قاضي حسین احمد په مشرۍ جماعت اسلامي چې اوس یې سراج الحق مشري کوي په پاکستان کې د افغان جهادي ډلو د حضور پر وخت د یادو ډلو او د هغه هېواد د نظامي استخباراتو د ادارې (آی اېس آی) تر منځ د رابط په توګه رول ترسره کاوه یا په بله وینا چې د آی اېس آی افغاني پروژه دغه ګوند پرمخ وړله.
دغه ګوند دا چارې تر ۱۹۹۲ کال پورې چې په کابل کې د ډاکټر نجیب الله په مشرۍ د پاکستان د پالیسیو مخالف حکومت نسکور شو او د برهان الدین رباني تر مشرۍ لاندې حکومت رامنځته شو پرمخ وړلې.
ویل کیږي چې، یادې استخباراتي ادارې د خپلې پروژې دویمه برخه، چې د طالبانو رامنځته کول او د هغوی په واسطه په افغانستان کې د پروګرامونو تطبیقول وو، د فضل الرحمان او سمیع الحق تر مشرۍ لاندې جمعیت علمای اسلام ډلو ته ور وسپارله.
خو په افغانستان کې له ۲۰۰۱ کال راهیسې چې دغه هېواد د نړیوالې ټولنې په مرسته د ګاونډیانو له تسلط څخه د ځان خلاصولو او له نړۍ سره د اړیکو ټینګولو له پاره مټې ونغاړلې په سیمه کې یې پر وړاندې یو شمېر حساسیتونه راوپارېدل. په یوه وروستي انکشاف کې، چې د افغانستان او پاکستان تر منځ د ډیورنډ په فرضي کرښه وسله واله نښته وشوه او افغانستان مطمئن شو چې پاکستان د وسله والو ترهګرو له ملاتړ څخه لاس نه اخلي، د دواړو هېوادونو تر منځ اړیکې خړې شوې.
پاکستان له فرصت څخه ګټه واخیسته او دغه هېواد ته د ورتلونکیو

افغانانو او په تېره بیا ناروغانو او ناروغ لرونکیو پر مخ یې چې هلته د تداوۍ له پاره ورتلل د تورخم دروازه وتړله او په هغه هېواد کې پرتو افغانانو ته یې امر وکړ چې ژر تر ژره خپل هېواد افغانستان ته ستانه شي. پاکستاني پولیسو په زرګونو افغانان ونیول، بندیان یې کړل، پیسې یې ترې ولوټلې، ویې ښکنځل او افغانستان ته په راستنولو یې مجبور کړل چې دغه کار په خیبر پښتونخوا او جنوبي پښتونخوا (کوېټه) کې د پښتنو ملت پالو غوسه راوپاروله.
د عوامي نېشنل ګوند مشر اسفندیار ولي خان د یکشنبې په ورځ په سوابۍ کې د خپل ګوند د یوه جیګپوړي غړي د مرګ د څلوېښتۍ په مناسبت جوړه شوې غونډه کې وویل چې هغه افغان وو، افغان دی او افغان به مري او ګواښ یې وکړ چې هغه او ګوند به یې د پاکستاني پولیسو له خوا د افغانانو سپکاوی ونه زغمي.
یو شمېر کارپوهان فکر کوي چې ښایي د پاکستان استخباراتي ادارې له همدې امله یو ځل بیا د جماعت اسلامي مذهبي پرې ته لاس کړی وي څو له یوې خوا وښیي چې د مذهبي ډلو خبرو ته درناوی کوي او بلې خوا ته پرې د اسفندیار ولي خان د ګواښ تاثیر کم کړي.
په دې لړ کې نن د پاکستان د جماعت اسلامي مشر سراج الحق په یوه بیان کې وویل چې د افغانستان او پاکستان تر منځ سرحد نظریاتي نه دی بلکه انتظامي دی او داسې دی لکه د دوه ورونو هې

وادونو تر منځ دېوال، او دا چې د سرحد په بندولو سره عوام متاثره کیږي.
د جماعت اسلامي یوه بل غړي او وزیر عنایت الله د پاکستان حکومت څخه غوښتنه وکړه چې په پاکستان کې پرتو افغانانو ته د پاکستان شناختي کارډونه (تذکرې) ورکړي، چې یو شمېر تحلیګران فکر کوي دغه ډله غواړي چې په پاکستان کې د افغانانو د ایسارولو له لارې په افغانستان کې د جګړې د اور د تاوده ساتلو له پاره په اسانۍ سره افغان جنګیالي ترلاسه کړای شي.
ویل کيږي چې، پاکستان په وروستیو کې چې په افغانستان کې د تازه مېوو د ټولولو فصل دی د تورخم تر څنګ د چمن پوله هم د افغان سوداګرو پر مخ بنده کړله او بلې خوا ته یې په افغانستان کې تر خپل امر لاندې طالب اورپکي دې ته مجبور کړل چې منځنۍ اسیا ته د تلونکیو باري لاریو د مخنیوي له پاره په کندوز ولایت کې د الچین پول ونړوي چې دواړو پېښو افغان سوداګرو ته سخت مالي زیانونه ورواړول.
نور دې افغانان خدای(ج) پوه کړي چې پاکستان زموږ ازلي دښمن دی
Jamet Islami is an ISI agency which has experiences of destruction of Afghanistan. Afghans must not trust on their sweet words “Islam, brotherhood, friendship, and others”. It would be our big mistake to trust on an old enemy of the country. I can only trust on their one sentence that “God is on”, but cannot accept any other suggestion of these terror agencies.
بلکل خبره همداسې ده ، آی ، اس ، آی بیا جما عت اسلا مي ته دنده سپارلې چې ،له یوې خوا د افغا نل نو د تګ مخه ډب کړي ، چې ددوی ټولي اقتصادي ، نظا مي او استخبا رالتي ګټې خوندي کوي(البته استخبا راتي ګټې یو څو په ګوتو شمیر پلورل شوي کسان دي) له بلې خوا د نر مښت له مخې کوم فشار چې ددنیا والو لخوا پر پا کستان را غلۍ غواړي افغا ن حکو مت یو ځل بیا دو که کړي.
خو افغانان اوس په هر څه پوهیږي ، دوی له تیرو تیروتنو پوره تجریبه او ښه پند آخستي او انسان چې یو ځل یو سوری نه مار وچیچي بیا په هغه لار نه ځي ، دا ځل دې څوک د افغانستان د ړنګولو کوشش نه کوي ، ځکه که دا ځل افغانستان ړنګیږي نو هغه وخت به ټوله دونیا ړنګه وي ،دا پخوانۍ لوبې وې او له همغو وخت سره یې د کتلو مینوال لرل او ټول خلک هوښیاران شول ، که دوی اوس هم افغانانو ته هغه زوړ فکر کوي د دوی غټه تیروتنه ده ، هیڅکله به دوی په دې جاهیلانه اهدافو کې کامیاب نشي
عبدال امین وردګ
که هر څه افغان حکومت او یا سیاسی مشرانوته روښانه وی بیا ولی داخپل مهاجرواومخالیفینوتهداسی یو پالیسی نه جوړوی چی داهغه په روڼا کی دی دبل دلاسه ووزی او خپل وطن ته راسی او خپل اینده په خپله خوښه جوړه کی .نوربه دبل دلاس اله نه پاته کیږی
د افغانستان دولت ته به دا ټولې ستونزی معلومی وی ځکه دا څلویښت کاله د افغانستان خلک له دغه مکار دښمن سره مخامخ دی. خو تشه لاسه ته مې دښمن یی. کله چې د افغانستان تجربه لرونکی ملی اردو د احمدشاه مسعود په فرمان منحله شوه او د فوځ ټول تجهیزات ، الوتکی ، تانکونه ، توغندی پاکستان ته تحفه ورکړل شوه او جنرال حمیدګل د استاد ربانی نظامی مشاور وټاکل شو . افغانستان خلع سلاح شو پاکستان خپل هدف ته ورسید ، د افغانستان ولسمشر یی شهید کړ . زمونږ مشران یی ووژل چې دادی نن یی کمبود احساسوو.