FATF

تاند- له ترهګرۍ سره د مالي مرستو مخنیوي نړیوالې ډلې یا (FATF)، چې پاکستان یې په خړ لیست کې شامل کړی، دې هیواد ته خپلې سرې کرښې اعلان کړې.

له پاکستان څخه د (FATF) لومړۍ غوښتنه دا ده چې په هر ډول چې کېږي د تروریستي ډلو ملاتړ بس کړي.

پر دې سربېره پاکستاني چارواکي باید د اقتصادي فساد او پیسو سپینولو د مخنیوي لپاره کلک ګامونه واخلي.

له پاکستان څخه بهر هیوادونو ته د پیسو غیرقانوني انتقال بله مسله ده چې FATF  یې په وړاندې جدي اندېښنه ښکاره کړې او له پاکستانه یې غوښتي چې مخه یې ونیسي.

د تروریستي ډلو او د هغو د مالي ملاتړکوونکو پر ضد اقدام او یا تعقیب بله غوښتنه ده چې FATF له پاکستانه کړې او ورته ویلي یې دي چې د خپلو اقداماتو راپور ورته وړاندې کړي.

پر دې سربېره د پاکستان حکومت باید د هغو ټولو ډلو پرضد اقدام وکړي او بایکاټ یې کړي چې ملګروملتو تروریستي ډلې نومولي دي.

د FATF استازو پاکستان ته خبرداری ورکړ چې که یاد اقدامات ونه کړي پاکستان به په تور لیست کې شامل کړي.

که پاکستان په تور لیست کې شامل شو، په دغه هیواد کې به د بهرنۍ پانګونې مخه ونیول شي.

د سږ کال په فبرورۍ کې له ترهګرۍ سره د مالي مرستې د مخنیوي نړیوالې ادارې، چې مرکز یې په پاریس کې دی، پاکستان ته ویلي و چې د جون ترمیاشتې پورې دا شرطونه عملي کړي:

 – له ترهګرۍ سره د مالي مرستو او پېسو سپینولو مخنیوي لپاره باید د ایالتونو او فدرالي حکومت ترمنځ غوره روابط رامنځته شي، چې پر بنسټ یې د ترهګرو شبکو خلاف اغېزناک اقدامات وشي.

– د پاکستان حکومت د ترهګرۍ مسایل محکمو ته وړي، خو له ترهګرو سره د مالي مرسته کوونکو خلاف قانوني اقدامات نه کېږي. هغه څوک چې له ترهګرو سره مالي مرسته کوي باید محاکمه شي.

– پاکستان باید د خپلو پولو په اوږدو کې په غیر قانوني توګه د پیسو لېږد رالېږد د مخنیوي لپاره اقدامات وکړي.

– د هغو تنظیمونو خلاف باید سخت اقدامات وکړي چې د ملګرو ملتونو د منشور له مخې پرې بندیز لګېدلی دی.

خو په جون کې پاکستان دا شرایط عملي نه کړل او د پاکستان نوم په خړ لیست کې شامل شو.

2 thoughts on “پاکستان ته د ترهګرو د مالي مرستو د مخنیوونکې ادارې وروستی خبرداری”
  1. موږ (افغانان) د نجات لار هلته موندلای شو چی خپل صف د قرآنکریم په ژبه مرصوص کړو ،مفسدین او د نورو عمال تصفیه او درونی استحکام غښتلی او جوابګو شی ، امنیتی قواوی د تنظیمی خبیثه بقایاوو نه پاکی او د تربیتی اړخ تر څنګ ، لازمی تجهیزات هم ورته برابر شی .
    نو پدغه صورت کی زموږ خبره قوت او لوړ تاثیر لری ،مګر که صف مرصوص نشی نه خدای کمک کوی او نه مخلوق.
    بیابه هم زموږ د بیګانوو عمال د ملی ګټو خلاف د تضعیف لپاره په همدغی حساسو شیبو کی کله به تذکره نه منی او کله نور جفن ګونه اظهارات به کوی چی وخت او دریځ ضعیف او د بادارانو نه خپله اجره واخلی او د مؤمن ملت سره خبله پدری نمک حرامی ثابته کړی او زموږ موضع تل ضعیفه او نا بکاره ګرځول کیږی

ځواب ورکول Dr.Atal ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *