استاد شهسوار سنګروال

استاد شهسوارسنګروال

اشرف غني احمدزی اوعمران خان عيسی خيل نيازی دغه دواړه،چې يودافغانستان ولسمشراوبل دپاکستان  لومړی وزير(صدراعظم) دی ،دټبرله مخې يودي .محمداشرف غني په قوم احمد زی اوعمران خان په قوم نيازی دی،چې دغه دواړه قومونه يودبل سکني تربوران ګڼلی شو…دټولنيزواوتاريخي روايتونوله مخې احمدزي په لويه پښه کې غلجيان دي…دوئ دشمېردډېرښت له امله له سليمانخيلوجلاشول اوبيا ډېرې پښې ،زي اوخيلونه دوئ پورې وتړل شول .

د روايتونوپربنسټ دوئ په لويه کې په سليمانخيلوګډېږي اواحمدبابا دسليمان زوې ګڼل شويدی…اوغلجيان په تاريخي اوروايتي بڼه يولوې ټبردی،چې ګڼې پرګې،پښې اوتپې ورپورې تړل شوي دي …دغه لرغونې کلمه دغلجي، غرزي، غرځي، غلزي، غرځی،غرجی ،غرځاې،غرجاې اونورې دېته ورته په بېلابېلوبڼوليکلی شوی دي ،چې ريښه يې ؛غر؛دی ،چې موږديته ورته نورې کليمې هم په لرغونومتونوکې لرو،چې موږغوري،غورګر،غوربند،غردېس(ګرديز)،ګيري،غرجه،لوې غر(لوګر)،جاغوري،غورک،غورياخيل،غرچه،غورماچ،غوريات،پېش غور،ساغر،سپين غر،سورغر(سوري غر،جبل الزور)،تورغراونوردبېلګې په توګه يادولی شو.

يوشمېرڅېړونکي انګېري،چې دغوريانولړۍ ملک شنسب(شين اسپ)ته رسېږي اوشنسب بيا په سوراوسام پورې تړي،چې هغه بيا دساک اولادې ته رسېږي …دلرغونوروايتونوله مخې ساک دجمشيدانډول ښودل شويدی .!؟

دمخه مووويل،چې اشرف غني اوعمران خان دټبرله مخې سکه تربوران دي اوپه لرغونوزمانوکې يومهال ددوئ دنيکونواوښان اورمې يوځاې څرېدې .ددې خبرې مانا داده،چې په ټوله کې اريايي ټبراوددغه ټبربېلابېلې اريايي څانګې کوچيان ول ،څاروي يې روزل اوڅاروي به يې دموسم په بدلون سړواوتودوسيموته لېږدول .

په دې لړکې احمدزېيواونيا زېيوهم په ګډه دڅړځايونودپيداکولوپه موخه له يوه ځايه بل ځاې ته کډه کوله .دوئ يودبل خواخوږي ځکه کوله ،چې دغورشهزاده شاه حسين دوه ميرمنې درلودې،چې ديوې ميرمنې نوم يې بي بي متووه اودبيټ نيکه لورکېده اوبله ميرمن يې مهۍ دکاغ دوړلوروه

بي بي متودوه زامن درلودل،چې ديوه نوم لودي(ابراهيم)اودبل نوم غلجی(غرجی) وو…نواوس که ووايو،چې احمد(احمدزی)دسليمان(سليمان خيل)زوې دبرهان لمسی دغلجي کړوسی،چې دبي بي متوزوې کېده .

همدارازابراهيم (لودي)دغلجي ورورهم خپلې څانګې لري،په دې مانا چې نيازی دابراهيم يانې لودي زوې دبي بي متولمسی کېږي…نوپه دې بنسټ احمدزي اونيازي ديوه پلاراولاده ده .لودي درې زامن درلودل،چې نيازی،سياڼی،دوتاڼی اوبېا دهريوه په نوم يوټبريادشو.دهند په نيمه وچه کې عيسی خيل نيازي ډير مشهور دي .عمران خان،په ټوله کې دميا والي نيازيان هم په خټه دعيسی خيلوسره تړاولري…که چېرې عمران خان نيازی له خپل ټبرسره خواخوږي لري نوبايد محمداشرف غني احمدزي سره يوجوړجاړي ته ورسېږي اوکه چېرې قومي احساس ورسره مړوي بايد اسلامي اوانساني احساس وپالي،چې په افغانستان کې داڅولسيزې خونړ جګړې روانې دي اوافغان ولس دغميزودرون پېټی په سروړي،داچې موږدغه غمونه ځغموددې سترلامل پاکستان اواې اس اې دی.

عمران خان څوموده وړاندې ميا والې ته لاړچېرته ،چې دده دنيکونوټاټوبی وواوهلته له خپل تربورنامتوسندرغاړي عطاواله عيسی خيل سره وليدل…که څه هم هغه ورته خپله خوله جونګه نه کړه،ولې ده ورته وروښوده،چې ستا اوزما نيکه دميا والې په کوڅوکې بېډۍ کولې اودانګرېزانوپه مهال کرکټ .

نه پوهېږوچې دده مياوالې ته تګ له خپل قوم سره مينه وه اوکه دخپل کمپاين پور يې اداکوه،چې نېازي ټبرورسره منډې وهلې وې؟!

څومره چې موږته معلومه ده دی د؛خان؛يا پتان په کليمه ډېروياړي،چې څوک ورته خان ووايي .ولې داچې پنجابي پوځ په بېوځلوپښتنورڼا ورځ توره شپه کړېده اوپه دې څولسيزوکې په زرګونوپښتانه په ځانګړي ډول وزيرستاني وژلي زنداني کړي اوله رازرازخونړېيوپېښوسره مخ کړي دي …دااوس دستي دپښتون ژغورنې غورځنګ ترسخت پوځي ګواښ لاندې دی،هم وژل کېږي هم ورک کېږي اوهم زندان ته ټيل وهل کېږي  .

ښايي ترډېره بريده عمران خان بېچارګی ددې وس ونه لري،چې داې اس اې له وېرې دپښتون ژغورنې غورزنګ غوښتنوته غوږ کېدي ځکه چې دادده دوس کارنه دی …

څومره چې دافغانستان خبره ده،په دې کې هم داې اس اې لاس دی،داځکه چې دافغانستان جګړه استخبا رتي بڼه خپله کړې ده. خودپا کستان ملکي حکومت هم غواړي ځان ته داوړو پوځه جوړه کړي چې دادی له ولسمشرغني سره دافغانستان دسولې په تړاو خبرې کوو…دوئ له يوې خواغواړي،چې نړۍ په سرکې امريکا ته وښېي،چې موږ ديته ژمن يوچې افغانستان کې سوله راشي اوله بلې خوادافغانانومتره اوبېباکي په ګوته کړي چې دوئ پخپله دسولې کولوجوګه ندي …مانا

دا ،کله چې دسولې خبرې کومې پايلې ته ونه رسېږي (ښکاره ده چې نه رسېږي )ښايي دوئ ووايي موږخوغواړوچې سوله رامينځته شي،ولې داچې افغانان نه غواړي دې کې زموږ څه ګناه ده ؟

وګورئ طالبان که له خپل دريځه پشا کېږي نه،وګورئ کابل حکومت هم په خپل دريځ ټينګارکوي…موږخودلنډمهالې ادارې وړانديزوکړخوکابل حکومت غبرګون وښود . خپله افغانان نه غواړي چې سوله وکړي،دادوئ دي چې خپل هېوادپخپله ورانوي …ښايي داسې په لسګونې خبرې را پورته کړي…نوبيا به زموږپه مخ څه پاتې شي؟

دشرم بله خبره خوداده،چې اې اس اې اوس يوې بلې لوبې ته لارپرانسته،هغه داچې دافغانستان يوشمېرسياسي څېروته يې بلنه ورکړه،چې پاکستان ته لاړشي اوهغه کنفرانس کې برخه واخلي،چې دسولې په تړاوجوړېږي …په دغوکسانوکې داسې کسان شته چې دافغانستان په ورانولوکې لاس درلود .په دغوکسانوکې داسې پوځي اوسياسي څېرې ليدلی شوچې افغانستان ته يې هم له سېاسي لاري اوهم له پوځي لارې زيانونه اړولي دي .

په دوئ کې دګلبدين حکمتيار،کريم خليلي اوحامدګيلاني په څېرکسان شته،چې دبهرنېيوپه لمسون يې افغانستان په سرووينولمبولی دی اوله دې سربېره دعطامحمدنور،محقق،پدرام ،حنيف اتمراوددوئ په څېرنورناولي اوکرغېړن کسان دې غونډې ته هم بللی شويدي اودا هغه کسان دي چې دهېواد په ورانولوکې دايران اوپاکستان په چوپړکې دي .

پدرام اوحنيف اتمردخپل رهبرکارمل په څېرچې دکې جي بي پرمټ له نوروسره يوځاې واک ته ورسېد،دارنګه دوې هم غواړي،چې دايران په سپارښتنه ايراني فرهنګ په افغانستان کې دود کړي اوله بلې خواله پاکستان اې اس اې نه پېسې ترلاسه کړي،حکومت وګواښي چې دډيورنډکرښه په رسمېيت وپېژنې

ايااوس داپوښتنه نه پېداکېږي،چې موږته ايران ،پاکستان ،روسيه اونورهېوادونه ووايي،زموږپه دې کې څه ګناه ده،چې د تاسوکسان دملي ګټوخلاف راځي اوموږته دغلامي سرټيټوي…اياموږدوئ په غلامي ونه منو؟

که چېرې تاسې کې دهېوادپالنې احساس وي نوبيا ولې زموږله سفارتونوپه زرګونوډالره ترلاسه کوئ اودخپلې ؛حلال نمکئ؛له مخې بيا زموږغړوندی په غاړه کې اچوی چې موږڅه وايوهمغسې کوئ…؟

داچې دسولې له پاره زموږدرګاه ته راځئ،چې سوله درته په خېرات کې درکړو…نوبيا شرم دی،چې دپنځه زره کلن تاريخ ډبره په سينه ماتوئ…اويا وايې چې احمدشاه ابدالي په مشهد ،نېشاپور،کشميروډيلي دخپلې دب دبې نغاره ډنګوله…؟

عجبه خبره خوداده،چې په دغه پلاوي کې داسې کسان راغوټه شويدي،چې دهغوشوروي بادار،په سرکې اندروپوف غوښتل افغانستان ته دشپاړلسم ولايت په سترګه وګوري…بل لورته داې اس اې خواخوږي هم په دغه ډله کې ګورو،چې دډېرې خوشحالې احساس کوي …اوتل به يي په دې خبرې وېاړکاوه ؛زموږدويم کورپاکستان دی؛

هغه پاکستان،چې چارواکوبه يې په سرکې جنرال ضياالحق اوداې اس اې مشراخترعبدالرحمن،غوښتل،چې افغانستان ته دخپلې پنځمې صوبې ارزښت ورکړي

اې بېوځله ،بېکسه،بې وسه اوبېڅوکه ولسه ! که اوس هم راويښ نه شوئ اودخپل هېوادټګ اوبرګ،هېوادپلورونکې ونه پېژنئ اوپه وړاندې يې پا څون ونکړئ نوبيا به داسرافيل په شپېلۍ راپاڅۍ…!!!

که څه هم تريوه بريده ډېره دنهيلئ خبره هم نده ،اوس ګڼ شمېرافغانان په دې پوهېږي،چې افغانان څوک په هېڅ نوم نه ګواښلی شي اونه هم ويشلی…اوس موږبايد په دې پلمه څوک ونه وېروي،که داسې ونکړئ،داسې به وکړو…افغانستان دکليزې کېک نه دی،چې څوک يې په اسانه اوارزانه په برغنډو ووېشي!؟

افغانستان لکه داوسپنې نينې،چيچل يې غاښونه باسي…داڅلورلسېزې خونړئ پېښې که دنړۍ په هرهېوادراغلې واې اوس به لکه دخيرات ټيکله په څوبرخوويشل شوی وی …هوداسمه ده،چې دښمنانوکمزوري کړوخوورک يې نه کړو.

5 thoughts on “پاکستان ته سفرونه، يو وخت د دواړو ولسمشرانو دنيکونو رمې يوځای څرېدې”
  1. سلام استاد
    وایی چی پہ ریبارانو خہ و نہ شو
    لکرہ راکرہ چی پہ خپلہ پسی خمہ
    د غر ، زی او غرزی بحٹ بہ اوس پریزدم کوم بل وخت تہ خو کلہ چی زہ ستا عالمانہ لیکنو تہ راخم
    ماتہ د مرحوم ،دپلومات ،عالم او سیاست پوھ صمد حامد د افغانستان پخوانی صدر ھغہ مجلس را یاد کری چی موز د بن پہ شار کی لہ دی نا متو شخصیت سر ولیدل دا ھغہ وخت وہ چی د ربانی نوی پا چا یی د کابل پہ تباھی پیل شوہ

    درمی پوول اسانہ کار نہ دی یو خہ کلک دریخ غواری ،دانگ غواری او غیرت لہ بلی خوا یو شمیر دروغجنو شپونو ھم د لیوہ راغی ناری کری چی اوس ولس ور باندی باور نہ شی کولی او کہ داخل لیوہ تول ولس وداری نو وخت بہ لہ ؤخت تیر وی
    دلتہ د شتولین بیرگ سرہ نور لیو ان پراتہ دی سرہ لہ دی چی د پنجاب لیو ان سری او مری پروری پہ خوب وینی دا کجیران زموز کرغیرن کمونستان پیڑنی چی د ننہ پہ دوسری حکومت کی لگیادی نو حساب دیر ناپاک دی او د محاسبی باک ھم د ھیواد پہ ھر برخہ کی محسوس کیزی
    غنی بابا کلک سیاست پوہ دی دی کی شک نہ شتہ خو دلتہ د حکومت پہ روابطو او ضوابطو کی یو لر نوری کورنی او بھرنے ستونزی شتہ دی چی غنی بابا ورتہ یوازی دی او ملگری یی دیر بی کفایتہ دی
    د ا خل بہ غنی بابا د ای اس ای لپارہ یوہ ھرارخیزہ ستراتڑی د سولی پہ ھکلہ غورہ کری وی وی کیدای چی ددی بشپر سھامی شرکت ریشے لہ بیخہ وباسی غنی بابا د پاکستان او سیمی پہ ھکلہ بر لاسی دی کہ چیری د سولی مکانیزم او بریا پہ لارہ سطحہ د امریکا او نور ھیوادونو سرہ عملی بنہ غورہ کری

  2. سلام گرانو لوستونکو
    ما خپلہ تبصرہ لہ استاد سرہ شریکہ کرہ خو مبایل ع کی یوازی عربی الفبا لرم بنا املا یی سھوی نہ معذرت غوارم

  3. ګران او دروند ورور ع.شریف زاد ته تر سلام او درناوی وروسته
    که یو څوک د یو موجه دلیل له مخی په کومه دښته کی د لوږی او تندی احساس وکړی نو یوه طبیعی خبره به وی
    امّا که په کوم رستوران او د چینی پر غاړه د لوږی او تندی احساس وکړی او ځان د خوړو او څښاک د لاسته راوړلو څخه عاجز وګڼی نو د لوږی او تندی د ادامی پلمه به ئی اصلاً د منلو وړ نه وی
    بناً
    ټوله ژبی او ټولی الفباوی ښکلی او د خدای تعالی د خلقت ښکلی نښی دی خو د هر وولس سترګی په خپلو آشنا تورو او حروفو روښانه دی نو نن سبا خو په آیفون او کومه بله دیجیټالی دستګاه کی د پښتو د ژبی د تورو تعبیه او تنظیم کوم مشکل او ستوزمن کار نه دی او په ډیره آسانی تر سره کیږی
    هیله ده ستاسی محترم ښکلی تبصری په همدی پښتو حروفو ولیکلی سی
    مطمئن یم چی دا اصل درته د منلو وړ دی چی د ورور توصیه ورور ته د خپګان سبب نه ګرځی

  4. دلتہ د شتولین بیرگ سرہ نور لیو ان پراتہ دی سرہ لہ دی چی د پنجاب لیو ان سری او مری پروری پہ خوب وینی دا کجیران زموز کرغیرن کمونستان پیڑنی چی د ننہ پہ دوسری حکومت کی لگیادی نو حساب دیر ناپاک دی او د محاسبی باک ھم د ھیواد پہ ھر برخہ کی محسوس کیزی

  5. سلام
    زہ تاسرہ منم خو موڑ لا ستونزی لرو او کرارکرار بہ خپل کوشش کوو لیس للا نسان آلے ماسعی ولی خپہ شم ۔

ځواب ورکول غلام حضرت ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *