تاند- پاکستان نن /پنجشنبه/ د افغانستان د حکومت درستې وسله والې مخالفې ډلې په اسلام اباد کې د سولې خبرو ته وروبللې.
د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت وویل چې د طالبانو له ټولو ډلو او د افغانستان د حکومت له نورو وسله والو مخالفو ډلو سره تماس نیسي څو درستې ډلې د افغانستان له حکومت سره د سولې مخامخ خبرو ته کښېنوي.
د پاکستاني اسوشیتید پریس خبري اژانس د راپور له مخې، د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویندوی محمد نفیس ذکریا نن په خپله اوونیزه خبري غونډه کې وویل، د طالبانو ټولو ډلو ته بلنه ورکړای شوې ده چې خپل باصلاحیته استازي د سولې د مخامخ خبرو لومړي پړاو ته ورولېږي چې ټاکل شوې ده د مارچ میاشتې په لومړۍ اوونۍ کې په اسلام اباد کې وشي.
د تېر کال د جولای په اوومه د افغانستان د حکومت او وسله والو طالبانو ترمنځ لومړنۍ مخامخ خبرې د پاکستان په مري ښارګوټي کې وشوې خو مخکې تر دې چې دوهم پړاو خبرې د جولای په ۳۱ مه په مري کې وشي، د ملا عمر د مړینې اعلان د دې پروسې د شنډېدو پلمه شو.
د ملاعمر له مړینې وروسته د طالبانو ترمنځ درز رامنځته شو او دا ډله اوس په څو برخو وېشلې ده خو تر ټولو پیاوړې او اغېزمنه ډله د ملا اختر محمد منصور ډله ده.
دې ډلې په وروستیو کې وویل چې د سولې د خبرو لپاره درې شرطونه لري چې یو يې د ملګرو ملتو له تور لیسته د طالبانو د مشرانو ایستل دی، بل دا چې د طالبانو بندیان دې خوشي کړای شي او درېم شرط د بهرني پوځیانو وتل دي.
سه پکشی وایاست چی سوک دی.
دطالبان د پاکستان ګوډاګیان دی او د هغوی د لاس آله ده، څنګه یې چې خوښه وی هغسې یې نڅوي.
زه فکر نه کوم چې پاکستان دی په ریښتیا هم طالبان د سولې میز ته را ولي
افسوس د طالبانو په حال
افغانستان یې تبا او د پاکستان قرباني کړی
فكر نه كوم چى داورى به شرى سى
په سوله کی د افغانانو خیر دی خو کاشکی چی دا بعضی سرنه خلاصی پری پوهیدای چی نور جنگ دچا لپاره وکوو بس دی نور شرم دی په خدای .
د افغانستان د شولی خنډ هیڅوک نه بلکه د نظار جنایتکاره، جاسوسه، هیوادپلوره ډله ده. دوی نه غواړی خپلی ناروا ګټی د لاسه ورکړی.