تاند- پاکستان نن د افغانستان د لوی درستیز دا څرګندونې رد کړې چې که پاکستان له زړه وغواړي د افغانستان دولس کلنه جګړه په څو اوونیو کې پای ته رسولی شي.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت په یوه اعلامیه کې نن وویل:«دا تور چې طالبان د پاکستان تر کنټرول لاندې دي او افغانستان ته یې لېږي، هیڅ اساس نه لري. موږ یې په کلکه ردوو.»

د افغانستان د ملي اردو لوی درستیز جنرال شېراغا کریمي د بي بي سي له نړیوال سرویس سره په مرکه کې ویلي: «که پاکستان د سولې په برخه کې جدي وای د افغانستان جګړه یې په څو اوونیو کې پای ته رسولی شوای.»

فرانس پریس خبري اژانس د افغانستان د لوی درستیز څرګندونې پر یوبل د وروستیو څو میاشتو له ښکاره انتقادونو وروسته د کابل او اسلام اباد  ترمنځ د بې اعتمادۍ ژوروالی ښيي.

لوېدیځوال باور لري چې د پاکستان ملاتړ په افغانستان کې د تلپاتې سولې لپاره حیاتي اهمیت لري. لوېدیځو چارواکو په وروستیو کې پاکستان په دې ستایلی چې د افغانستان د سولې په هلوځلو کې یې د پام وړ مرسته کړې ده.

د افغانستان لوی درستیز شیرمحمد کریمي وویل چې په پاکستان کې مدرسې بندې شوي او طالبان یې افغانستان ته د جګړې لپاره را لیږل شوي دي.

نوموړي له ملي شورا وغوښتل چې پر نړېواله ټولنه فشار راوړي څو افغان ځواکونه په پرمختللو او ستراټیژیکو وسلو سمبال کړي.

8 thoughts on “پاکستان د افغانستان د لوی درستیز تورونه رد کړل”
  1. د افغانستان لوی درستیز شیرمحمد کریمي رښتیاویلی ، خو که ملا شاګل یعنی د هرا منډیی چړیان یی ومنی . ټوله دنیا پوهیږی خو ملا فضلو به والله د خپلو روزل شویو دوزخ یانو په خرمرګو باندی اعتراف وکړی.

  2. دغه کرايي په اصطلاح لوی درستیز به څنګه یو غښتلی، او با دسپلینه پوځ جوړ کړي، به داسې حال کې چې خپل زوی نه شي روزلی ، د ده کوڅه ډبی زوی د خپل پلار له سیوري لاندې میاشت د مخه د یوه پولیس سر ورمات کړ او څوک یې پوښتنه هم نه شي کولای. دا یې لا په اصطلاح مسلکي؟! پوځي، د شورای نظار پوفکي جنرالانو او مارشالانو به څه ګیله وکړو.

  3. سلام. یو ځای مو د شېرمحمد کریمي پر ځای شیراغا کریمي لیکلی دی. هغه د بي بي سي پښتو نطاق وه.

  4. احمدہ!فکرکوم پہ برتانیا کی زیژیدلی یی اورالوی شوی یی اوھم دلتہ اوسیژی.زکہ چی دمسلمانانو پہ نسبت لہ کفاروسرہ ڈیرہ ھمدردی لری.اوپہ ایمان کی دی ھم شک دی.

  5. شیر محمد کریمی بی جوړی جنرال دی دده وینا وی او فکرونه او ښه فـــــــــــــوځی رول د افغانستان ولس ته افتخار دی مونږ ډیر کم د ګوتو په شمار داسی جنرالان لرو باید حامد کرزی او دده غــــــــــــــــــــله ډله ټپله دی ته ډیره تو جه وکړی چه زمونږ ملـــــــــــــــــــــــــــــی فــــــــــــــوځ په ښو او نادودو وسلو سمبال کړی او په نړیوالی ټولنی فشار راوړی ترڅو هغه فــــــــــــــوځی وسایل چه دوی افغانستان ته راوړی زمونږ فـــــــــــــوځ ته وسپاری
    بله داچه ګرانه احمدجانه هدایت دخدای ج سره دی دا دکریمی صاحب ضعف ندی چه زویی څه کوی که هرڅه یی کړیوی نو د کریمی په خاطر یی لحاظ وکړی دده دنوم څخه ډیر کسان غلطه ګټه اخلی لکه د اتمی حوزی د جنایی امر ولی د قانون له مخی جـــــــرم یو فردی عمل دی.
    بښنه غواړم چه د چاخاطر راڅخه دروند نشی

ځواب ورکول رحمت الله ځلاند ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *