زاهد نصرالله د افغانستان لپاره د پاکستان نوی سفیر

تاند- پاکستان په کابل کې د خپل اوسني سفیر ابرار حسین پر ځای نوی سفیر د افغانستان لپاره وټاکه.

د پاکستان د ډیلي ټایمز ورځپاڼې د راپور له مخې، د صدراعظم نوازشریف په امر زاهد نصرالله په افغانستان کې د پاکستان نوی سفیر ټاکل شوی دی.

ورځپاڼه وايي، زاهد نصرالله وروسته له دې په کابل کې د پاکستان سفیر وګومارل شو چې صدراعظم نوازشریف ورړمه ورځ /پنجشنبه/ په اسلام اباد کې د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ته لاړ.

ډیلي ټایمز وايي، نوازشریف د نوي سفیر د ټاکلو ترڅنګ لارښوونه وکړه چې د افغانستان او پاکستان ترمنځ دې د اړیکو د ښه کولو او تورونو د کمولو هڅه وشي.

ټاکل شوې ده چې زاهد نصرالله د جولای په څلورمه په کابل کې خپله دنده پیل کړي.

حاضردمه شهباز حسین په کابل کې د پاکستان سرپرست سفیر دی.

One thought on “پاکستان د افغانستان لپاره نوی سفیر وټاکه”
  1. داسې ښکاري چې ږیره یې هم تازه پرېښې ده. د دوی اکثر یې د منافقانو صفت لري چې په خوله یې یوه او په زړه بله وي.

ځواب ورکول جمال ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *