تاند- پاکستاني رسنۍ وايي، د دغه هیواد پوځ نن /دوشنبه/ درنې وسلې او توپونه د افغانستان په پوله کې ځای پر ځای کړل څو افغانستان شاک کړي.

پاکستان ټوډې ورځپاڼه وايي، پوځ د دې لپاره پولې ته درنې وسلې لېږدولي چې د افغانستان له خاورې پاکستان ته د سختدریځو د اوښتو مخه ونیسي.

له بلې خوا دي نیوز ورځپاڼه وايي  چې په پاکستان کې د امنیت د ټینګښت لپاره د افغانستان په پوله کې غرنیو سیمو ته درنې وسلې وړل شوي دي.

پاکستان هڅه کوي چې خپلو خلکو ته داسي وښيي چې د پنجاب حملې له افغانستانه شوي دي.

دا ورځپاڼه همداراز ادعا کوي چې پاکستاني پوځ تېره اوونۍ د افغانستان په خاوره کې دننه د جماعت الاحرار پر پټنځایونو کامیاب بریدونه کړي دي.

دي نیوز وايي، د پاکستان پوځ په رڼه پرچاو سیمه د جماعت الاحرار  پر مرکزونو د درنو وسلو حملې کړي دي.

له بلې خوا اسوشیتید پریس خبري اژانس د پاکستان د پوځ له قوله وايي چې هوايي ځواک یې د افغانستان پولې ته څېرمه د دولت د وسله والو مخالفانو پر مرکزونو بریدونه کړي دي.

د پاکستان پوځ وايي چې هوايي ځواک د شمالي وزیرستان په وچه بي بي سیمه کې د مخالفانو سنګرونه بمباري کړي دي.

د پاکستان د پوځ ادعاوې خپلواکې سرچینې تایید یا ردولی نه شي ځکه چې پاکستان خبریالانو ته اجازه نه ورکوي چې قبایلي سیمو ته لاړ شي.

خو ویل کېږي چې د پاکستان حکومت او پوځ د دې لپاره چې له ولسي انتقادونو ځان خلاص کړي دا ډول تبلیغاتو ته اړتیا لري.

2 thoughts on “پاکستان د افغانستان په پوله کې درنې وسلې ځای پر ځای کړې”
  1. ټالیب له یوی خوا د افغانستان د ازادولو دعوه کوی او ځان ته مجاهد وايي او د بل طرفه د پاکستان سره مرسته کوي چي د افغانستان خاوری ته راننوزي. پاکستان خو د ټالیب بادار دي او د خپل بادار په خلاف کله هم غږ نشي اوچتولي نو ځکه خاموشي اختیاروي

ځواب ورکول Safirullah Wafa ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *