تاند- داسي ښکاري چې نور په پاکستان کې د افغان کډوالو د اوسېدو وخت پای ته رسېدلی او باید نور خپل هیواد ته ستانه شي.

وروسته له دې چې د چهارشنبې په ورځ د پاکستان حکومت د افغان کډوالو د هستوګنې موده شپږ میاشتې نوره اوږده کړه، د دغه هیواد د بهرنیو چارو وزارت نن /پنجشنبه/ اعلان وکړ چې خپل هیواد ته د افغان پناه غوښتونکو د بېرته ستنېدو په اړه د افغانستان له حکومت او ملګروملتو سره خبرې کوي.

پرون /چهارشنبه/ په اسلام اباد کې د افغانستان سفیر حضرت عمر زاخېلوال هم وویل چې باید په خپل هیواد کې د افغان مهاجرو د ځای پر ځای کېدو په اړه جدي اقدامات وشي او د افغانستان له نړیوالو متحدانو سره هم خبرې وشي چې په افغانستان کې د راستنېدونکو مهاجرو د سرپناه په برخه کې مرسته وکړي.

پاکستان له نولس سوه اتیایمه لسیزه راهیسي د افغان کډوالو کوربه دی. په دغه هیواد کې یو نیم ملیون ثبت شوي او شاوخوا یو ملیون ناثبت شوي افغانان اوسي.

سږ کال تراوسه پوري ۶ زره افغانان په خپله خوښه افغانستان ته راغلي او له دې داسي ښکاري چې کډوال لېواله نه دي چې په خپله خوښه هیواد ته راشي مګر له ټولو نښو نښانو داسي ښکاري چې پاکستان د مهاجرو ځورول او په زوره ایستل په پلان کې لري. ښايي ګټه هغو کډوالو کړې وي چې مخکې تر دې چې تش لاس له پاکستان څخه وشړل شي، په خپله خوښه راشي او له ملګروملتو هم سړي سر ۴۰۰ ډالر واخلي.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت وايي، ډېر ژر به د افغانستان له حکومت سره د سیاسي او دیپلوماتیکو چاینلونو له لارې تماس ونیسي او د پاکستان د سرحدونو وزارت به، چې د کډوالو د چارو مسوولیت هم لري، په همدې اړه د ملګروملتو د کډوالو له لویې کمیشنرۍ سره خبرې پیل کړي.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت په یوه اعلامیه کې ویلي، په خبرو کې به له پاکستانه د افغانستان خوندي سیمو ته د افغان کډوالو د ستنولو پر لارو او امکاناتو خبرې وشي. دا وزارت وايي چې د افغانستان حکومت باید په خوندي سیمو کې د خپلو کډوالو لپاره پناهځایونه جوړ کړي.

په همدې حال کې د افغانستان د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزیر عالمي بلخي رویټرز خبري اژانس ته ویلي چې له دې خبر دی چې په پاکستان کې افغان کډوال ځورول کېږي او سختې شپې ورځې تېروي خو وزارت یې له پاکستان سره د خبرو له لارې د دغو ستونزو د کمولو هڅه کوي.

ده تایید کړه چې د راروانې جولای میاشتې په نولسمه به د افغانستان، پاکستان او د م.م. د کډوالو د کمیشنرۍ ترمنځ درې اړخیزې خبرې وشي.

پاکستان وايي، په وروستیو ورځو کې یې تر ۲ زره زیات افغان کډوال نیولي او تر ۴۰۰ ډېر نور یې خپل هیواد ته لېږلي دي.

2 thoughts on “پاکستان د افغان کډوالو په لېږلو کې دا ځل جدي دی”
  1. ډیر ښه کوي !!!
    د تیر کال دددسمبر په ۱۵ چی دپاکستان څخه دبنګله دیش دازادی ورځ ده په بنګله دیش کی وم او د پاکستانیانو ،په ځانګړي ډول د سرحد هاخوا پښتنو څخه د کرکی ورځ وه او دهغه سپک وضعیت اثار چی له هفو خلوکو سره شوی و اوس هم د بنګله خلک ژړیدل او ما هم ورته وژړل
    ګرانه لوستونکیه
    که د تورخم کګړه یوه اونۍ توده وستل ساتل شي نو پنجابیان او د هغوی پې پدره کوز پښتانه به د افغانانو سره هغسط عمل وکړي چې د بلګله لو ی او کاکه ملت سره و کړل دولت دی په هغه او دغه ځان مه خلاصوی بلکه د را ګرځیدلو غم دی یی وکړی
    مهاجرین به زمونږ لپاره دا سی ګتې ولری لکه زمو نږ د اردو سر چینه، د کار قوه ،کم جاوس کم ترهګر ددوست او دښمن تر منځ سور خطاو د پاکستان د پاره ددغو تاوانوو برسره د هغ قبر و کني

  2. افغان مهاجر باید لږ غیرت وکړي او قاطع تصمیم ونیسي چې نور په پاکستان کې شپې نه کیږي. هره ورځ زورل کیږي، قانوني اسنادو ته مو حتی احترام نه کیږي او سل قسمه نومونو باندې یادیږئ. زما په اند نور په پاکستان کې اوسیدل زه د افغانیت بې عزتي ګڼم، ځکه د پاکستان دولت او ځينې خلکو ته افغانان حتی انسانان هم نه ښکاري. افغانانو په تاسو پاکستان اباد دی ځکه تاسو په پاکستان کې دحده زیاته سرمایه ګذاري کړې ده خو څوک ورته لبیک نه وايي. باید تاسو دا هر څه په خپل هیواد کې وکړئ چې هیواد مو سوکاله او ارامه اوسي. تاسو بیا د پاکستان چغې وګورئ. ټول افغانان په خپل هیواد کې سرپناه لري، ډیره کمه فیصدي به داسې وي چې سرپناه ونلري، خو دولت مجبوریږي چې غم یې وخوري. مونږ ټولو په پاکستان او ایران کې شپې تیرې کړي او اوس په خپل هیواد کې د هر ځای نه په عزت او ښې شپې تیروو، د ماجر او افاغنه غږ خو راباندې څوک نه کوي. یقین وکړئ چې ستاسو په راتګ په هیواد کې ارامي راځي او پاکستان تورې کندې ته لویږي.

ځواب ورکول سلیمان ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *