تاند (یکشنبه، د حوت ۴) پاکستان وايي، د امریکا او طالبانو ترمنځ د سولې د تړون د لاسلیک په مراسمو کې د ګډون لپاره به یو لوی پلاوی واستوي.

ټاکل شوې ده چې د قطر، ملګروملتو او اروپايي اتحادیې استازي هم د سولې د موافقې د لاسلیک په مراسمو کې ګډون وکړي خو نورو هیوادونو تراوسه پورې په دې اړه څه نه دي ویلي.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي وايي، د افغانستان د سولې تړون به د پاکستان په حضور کې لاسلیک شي ځکه چې د پاکستان له مرستې پرته ناممکنه وه چې دا موافقه وشي.

قریشي د شنبې په ورځ رسنیو ته وویل، بري ته د افغانستان د سولې د پروسې رسول یو خورا سخت ماموریت و.

د افغانستان د سولې لپاره د امریکا ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد او طالبانو ویلي چې د روانې فبرورۍ په ۲۹ نېټه (راتلونکې یکشنبه) به د سولې تړون لاسلیک کړي.

قریشي وویل چې پاکستان له یوه پراخ پلاوي سره د قبرورۍ په ۲۹ د موافقې د لاسلیکولو په مراسمو کې ګډون کوي.

«دا اسانه کار نه و خو د پاکستان صادقانه هلوځلو بالاخره دا پروسه بریالۍ کړه.»

قریشي زیاته کړه، پاکستان نړیوال په دې قانع کړل چې په افغانستان کې سوله یوازې د خبرواترو له لارې ترلاسه کېدای شي.

«سخته وه چې طالبان څوک د سولې پروسې ته چمتو کړي خو پاکستان دوی قانع کړل چې د سولې په بهیر کې شامل شي.»

د فبرورۍ تر ۲۷پورې د تشدد پر کمېدا سلا شوې او تراوسه پورې عملاً دواړو خواوو تشدد تر ډېره کم کړی دی.

په تېرو ۳۴ ساعتونو کې له څو نښتو پرته، چې په اروزګان او کندهار کې شوي، د پام وړ جګړه نه ده شوې او افغان امنیتي ځواکونو هم د شپې چاپې درولي دي.

ډېر افغانان هیله من دي چې د امریکا او طالبانو ترمنځ د سولې د تړون له لاسلیکېدو سره به اوربند اعلان شي او ورپسې به د بین الافغاني خبرو په نتیحه کې دایمي سوله راشي.

One thought on “پاکستان د امریکا او طالبانو د سولې د تړون د لاسلیک مراسمو ته جګپوړی پلاوی لېږي”
  1. قریشی ستا ددولت ( پاکستان ) دمرستو نتیجه ده چه افغانستان دکلونو راهیسی په اور کی سوزیژی چه تاریخ ته ستا دغه مرستی د هیریدو نه دی . ستاسو تروریستی سیاست باندی ټوله دنیا خبره ده اوددغی وجهی خو ستاسودولت اوس په خړ لیست کښی شامل شو چه تورلیست خواته روان دی . طالبان تاسی ایجادکړل اوتاسی یی رهبری کوی په دی خوب او خیال چه په افغانستان کی ستاسو نماینده دولت جوړ کړی .
    تاسی طالبانو ته هیڅ وخت هم د افغانستان په خیر مشوره نه ده ورکړی او نه یی ورکوی، د مثال په طور ددوام داره اوربند په عوض مو طالبانو ته برعکس د جنګ د جاری ساتلواو صرف د یوی هفتی د پاره د جنګ دکمولو مشوره ورکړه .
    تاسو طالبانو ته مشوره ورکړه چه دافغانستان جمهوری اسلامی دولت او مشرتابه یی په رسمیت ونه پیژنی او نه هم خبری ورسره وکړی ، په عوض کی د آمریکا د نماینده سره مذاکرات وکړی .
    تاسوطالبانو ته موقت حکومت مشوره ورکړه اودغه ډول تر اوسه عمرانخان د موقت حکومت ډول وهی ، دا ځکه چه په پخوا کی هم تاسی د موقت حکومتونو په جوړولو کی په افغانستان کی بی ثباتی او کمزوره نظامونو ته لار پرانیستله ، لکه د ډاکتر نجیب نه وروسته حوادث .
    په اوس کی چه تاسی نمایشی منډی وهی هغه هم د بینالمللی فشار په نتیجه کی او هم ددی د پاره چه په افغانستان کی د کلونوکلونو د وینو د بهیر د مسؤلیت نه ځان خلاص کړی .
    د افغانستان ددومره خرابید غرامت قیمت خوبه یووخت ضرور پری کوی !
    زما داتړلی غوندی لاس او ستا درنی درنی څپړی یوه ورځ خو به جانانه دا حساب کی راولمه !

ځواب ورکول یفتلی ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *