تاند- پاکستان په اسلام اباد کې د ایران سفیر احضار کړ او د ایران له خاورې څخه د پاکستان پر سرحدي ځواکونو د حملې په وړاندې یې رسمي اعتراض وکړ.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت پرون /شنبه/ وویل چې د دغه هیواد د سرحدي ځواکونو پر یوه ټولې د شنبې په شپه د ایران او پاکستان پولې ته نژدې د ګزمې په مهال حمله وشوه چې په لړ کې یې ۶ پوله ساتي وژل شوي او ۱۴ نور ژوبل دي.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت وايي چې د پاکستاني ځواکونو په ځوابي ډزو ۴ تنه حمله کوونکي هم وژل شوي دي.

د پاکستان حکومت د پېښې نور جزییات اعلان کړي نه دي خو ویلي یې دي چې د ایران له حکومت څخه یې غوښتي د هغې تروریستي ډلې پر ضد اقدام وکړي چې د ایران له خاورې څخه یې پر پاکستاني پوله ساتو برید کړی دی.

ایران دا پېښه غندلې ده.

د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویندوی بهرام قاسمي په یوه رسمي خبرپاڼه کې د پاکستان له حکومت، ملت او د وژل شویو کسانو د کورنیو له غړیو سره خواخوږي څرګنده کړې ده.

قاسمي همداراز ویلي چې د هر ډول تروریزم پر ضد ګډ اقدام ته تیار دی.

تر دې وړاندې د ایراني سُني بېلتون غوښتونکو ډلې جېش العدل په همدې سیمه کې د ایران ۱۴ پوځیان وتښتول چې وروسته یې ۵ تنه خوشي کړل.

One thought on “پاکستان د ایران سفیر د احتجاج لپاره احضار کړ”
  1. دا دومره موده چی پاکستان د ایران د دولت مخالفین ساتل او د سرحد یی څخه تیرول چی دننه په ایران کی تخریبی عملیات وکړی نو اخوت اسلامی و خو اوس چی د ایران سرحد ته نژدی پر ده حمله وشوه نو بیا یی د ایران سفیر د اعتراض یا توضیح د پاره احضار کړ. ایران خو څه امریکا نه ده چی د نازولی زوی غوندی د پاکستان په جنایاتو سترګی پټوی.

ځواب ورکول عبدالکریم رحیم ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *