سردار محمد همدرد

د اسیا پر خاوره پاکستان د جوړېدو څخه وروسته یوازنی هیواد دئ چي تل د خپلو همسایه ګانو سره په لانجو او ستونزو کي پاته سوی دئ. کله چي روس پر افغانستان حمله ورکړه پاکستان په افغانستان کي خپله مداخله په ښکاره ډول پیل کړه.

د روس پر ضد چي کومو هیوادونو مالي مرستي د افغانستان سره کولې هغه ټولي مرستي د پاکستان پر لاس راتلې. په دې مرستو پاکستان ځان ښه چاغ کړ او هم ئې په افغانانو باندي د خپلو موخو او اهدافو د سرته رسولو له پاره ښې لوبي وکړې.

کله چي ډاکټر نجیب الله د افغانستان ولسمشر وو ښه په ډاګه به ئې د پاکستان د مداخلو یادونه کول. د ډاکټر نجیب الله د استعفا څخه وروسته چي مجاهدین بریالي سول، ددې پر ځای چي مجاهدینو په افغانستان کي یو منظم حکومت جوړ کړی وای دوئ پخپلو مینځونو کي په جګړو بوخت سول.

کوم تنظیمونه چي د روس په وړاندي ئې جهاد کاوه هغوئ ددې پرځای چي خپل هیواد ئې ژغورلای وای یوبل ته په سنګر کي کښېناستل، وطن ئې ټوک – ټوک کړئ. د بریا هغه ستر ارزښت چي په کار وو ساتلی ئې وای دا کار ئې ونه کړئ. څنګه چي ددې تنظیمونو مشران په پاکستان کي جوړ سوي او له هغه ځایه همایه کېدل نو ممکنه نه وه چي دوئ دي د خپل وطن له پاره مستقله اراده درلودلې وای.

د مجاهدینو خپل مینځیو جګړو او ناروا کړونو افغانان دمره په تنګ کړل چي په دې وخت کي د طالبانو په نوم یو بل نوی تحریک رامینځته سوو، چي د طالبانو په رامینځ ته کېدو کي هم د پاکستان لوی لاس وو. افغان ولس چي د مجاهدینو د تنظیمله نارواو څخه سخت په تکلیف سوی وو د طالبان تحریک ته ئې ښه راغلاست ووایه. طالبانو ټول پاټکونه ختم کړل په هیواد کي ئې امن حاکم کړئ. دې ولس ورسره بشپړه همکاري او ملاتړ اعلان کړئ. د طالبانو د حکومت تر ړنګېدو وروسته چي کوم نوی حکوم او اداره مینځته راغله پاکستان لومړی تر هر چاه د ترورېزم په نامه خپل اواز لوړ کړئ او نړۍ والي ټولني سره ئې ځان خواخوږی وښودئ.

کوم حکومت چي په افغانستان کي جوړ سوی وو هغو به همېشه پاکستان د افغانستان په جګړه کي دخیل باله او روانه جګړه به ئې له پاکستانه بلله، خو نړۍ والي ټولني او په ځانګړي ډول امریکا به داخبره نه منله.

په تېرو پینځلسو کلنو کي دا لومړی ځل وو چي د امریکا لوړ پوړو چارواکو او سناتورانو پر دې خبره اطراف وکړئ چي پاکستان د پردې شاته لوبه کوي او وئې منل چي موږ غولوي. چي په دې لوبه کي د رسوايي او د پاکستان په اړه د بربنډه خبرو اصلي لامل زلمی خلیلزاد وو چي هغه داهرڅه څو ورځي مخکي د امریکا د سناتورانو یوې ناستي ته په وینا کي وویل. ددې ترڅنګ د افغانستان د ملي امنیت پخواني رئیس رحمت الله نبیل هم هغه اسناد و رسنیو ته وښودل چي د افغانستان په کورنیو چارو کي د پاکستان د مداخلې په اړه وو.

ددې سره سم د پاکستان یو سلاکار سرتاج عزیز رسینو ته وویل: چي د افغانستان او هندوستان ناسمو څرګندونو د امریکا ذهن د پاکستان په اړه خراب کړی دئ. دا لومړی پلا ده چي پاکستان د نړۍ والو په مینځ کي د رسوايي تر حده رسېږي.

پاکستان اوس په انزوا کي دئ. که دا حالت همداسي دوام وکړي کېدای سي پاکستان د نړۍ والو او په خاص ډول د امریکا له خوا د جدي ستونزو سره لاس و ګریوان سي.

اوس افغان مشرانو ته په کار ده چي ددې حالت سمه رهبري وکړي تر څو د پاکستان لاس له افغانستان څخه لنډ کړي.

One thought on “پاکستان د رسوايي پر خوا/ سردار محمد همدرد”
  1. ګرانه همد درد صاحبه ستاسو لیکل شوې موضوع ډیره ښکلې او ریښتونې ده، که د پښتو لیک دود سره مو بلدتیا کمه ده نو غوره به وي چې په راتلونکې کښې خپل لیکنه یوځل بیا په کره توګه وګورئ او تیروتنې مو اصلاح کړئ یا یې داسې یو بل شخص چې ستاسو په اند په لیک دود تر تاسو ښه پوهیږي هغه ته یې د اصلاح لپاره وړاندې کړي. هیله ده چې زما اصلاحي نیوکه مو خوا بده نکړي. په درنښت.

ځواب ورکول عبدالعظیم یوسفزی ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *