تاند- د پاکستان د ملي امنیت سلاکار وايي چې د افغانستان د حکومت او طالبانو ترمنځ د سولې په خبرو کې د ځنډ اصلي علت د طالبانو د مشرتابه پر سر جنجال دی.

سرتاج عزیر د پاکستان جیو نیوز تلویزیون ته وویل چې د ملا محمد عمر اخوند له مړینې وروسته د طالبانو په منځ کې د مشرتابه پر سر جنجالونه رامنځته شوي دي.

د جولای په اوومه د پاکستان په مري ښارګي کې د افغانستان د حکومت او طالبانو استازو د لومړي ځل لپاره مخامخ خبرې وکړې او وټاکل شوه چې د جولای په یودېرشمه (پوره یوه میاشت مخکې) بیا دواړه خواوې په مري تفریحي ښارګي کې خبرې وکړي خو د ملا محمد عمر د مړینې اعلان او یو شمېر نورو مسایلو د سولې دا پیل شوې لړۍ ودروله.

سرتاج عزیز وویل چې له ډېرو وختونو څخه د طالبانو مشري د ملا عمر د مرستیال اختر محمد منصور په لاس کې وه او له دې سره د ملاعمر کورنۍ مخالفت درلود.

د ملا عمر کورنۍ او یو شمېر نور طالبان په دې هم خوابدي دي چې ولي د ملا عمر اخوند مړینه پټه ساتل شوې وه.

سرتاج عزیز د دې لپاره چې له طالبانو سره د پاکستان ارتباط تت وښيي جیونیوز ته وویل:«تراوسه پوري څرګنده نه ده چې څوک (د طالبانو) مشر دی، له چا سره خبرې وشي.»

سره له دې چې د ملاعمر ورور(ملا عبدالمنان)، زوی (ملا یعقوب) او د کوټې شورا یو شمېر غړیو د ملا منصور له مشرتابه سره مخالفت کړی خو ډېرو نورو طالبانو د ملا اختر محمد منصور مشري تایید کړې ده.

ځیني کتونکي د طالبانو په منځ کې په اوسني اختلاف کې هم د پاکستان لاس ویني. د دوی په باور پاکستان په دې توګه غواړي د افغانستان د جګړې د اوږدولو لپاره نړیوالې ټولنې ته ووايي چې که د طالبانو یوه ډله خبرو ته راولي بله یې جګړې ته دوام ورکوي نو ښه دا ده چې صبر وشي او د طالبانو واحده رهبري رامنځته شي او پاکستان یې د خبرو مېز ته راولي.

سرتاج عزیر د یکشنبې په ورځ د امریکا د ملي امنیت له سلاکارې سوزن رایس سره په کتنه کې هم د افغانستان او د هند او پاکستان د سولې د خبرو په اړه خبرې وکړې.

مېرمن رایس پاکستان ته په زغرده وویل چې دا د متحدو ایالتونو لپاره په هیڅ صورت د منلو نه دي چې په افغانستان کې د سختدریځو حملې په پاکستان کې پلان کېږي.

3 thoughts on “پاکستان د سولې د خبرو د ځنډ علت د مشرتابه پر سر د طالبانو اختلاف بولي”
  1. طالبان نور په دوه ډلو ویشل شوی خلک دی دیوی ډلی څخه ملا اخترمحمد منصور مشری کوی او دبلی څخه شاید چی ملا منصور دادالله اویا هم دملاعمرزوی او یا ورور یی مشری په غاړه واخلی سیاسی جریانات داسی مخی ته راځی چی ددوی دواړو ډلو په منخو کی به سیاسی اونظامی رقابتو نه ددوی دداخلی جنګونو لامل وګرځی اوهریو به ځان دامارت اسلامی وارث ګڼی په داسی یو حالت کی به هغه ډلی سره دسولی خبری کیږی چی دالقاعدی ملاتړ له ځانه سره ونلری اونه یی هم کوم غړی دنړی دترهګرو په لست کی شامل وی دپاکستان کوشش اوس دادی چی دغه دواړه ډلی په خپلو لاسو کی ونیسی او اواقلاًیی دیوی الی په توګه دخپلو موخو دحاصلو په خاطر دافغان حکومت په مقابل کی استعمال کړی خو ترکوم ځای چی زه فکرکوم داچانس دپاکستان دلاسه دوتلو په حال کی دی ځکه دپاکستان څخه ډیر ناراضه وسلوال طالب کسان پدی فکرکی دی چی دوی څنګه ځانوته دپاکستان څخه دنجات لیاره پیدا کړی

  2. دسرتاج عزيز داټولې څرګندوني دکوچنيانو وخبرو ته پاته کيږي داهيځ دمنولو وړ نه دي.
    سرتاج ګيدړه ټوله هغه جنايات خصوصا هغه جنايت چه په دي ورستيو وخت کي ئې په کابل کي وکړ دپامه وخورځوي.پاکستان به دطالب دپردې وشاته وجګړې ته نور هم ادآمه ورکړې تر هغه وخته تر څو چه په ګونډو سوي نه وي .دده دګونډو کيدو اولين شرط په آفغانستان کي آفغانان د يوه سالم او قانوني حکومت درلودنکي وي.
    دوهم په داخل کي بايد دپاکستان او يا بل کوم هيواد جاسوسان بايد اعدام او دا قانون داعدام په قانون آساسي کي درج سي
    دريم عسکري بايد دپخوا په شان مکلفيت اواحتياط وي نور وآمريکاه او نورو هيوادو ته دارو دمعاش په خاطر دوئ ته منتظر ونه اوسو . آوردوته معاش ور دنو هيواد له خوا په دي کي يو لوئ استعماري غرض نغښتئ دئ لکه دا اوس چه تاسو وينئ
    مسلح قواوي بايد په عسري وسايلو مسلح سي.مننه

  3. دسرتاج عزيز داټولې څرګندوني دکوچنيانو وخبرو ته پاته کيږي داهيځ دمنولو وړ نه دي.
    سرتاج ګيدړه ټوله هغه جنايات خصوصا هغه جنايت چه په دي ورستيو وخت کي ئې په کابل کي وکړ دپامه وخورځوي.پاکستان به دطالب دپردې وشاته وجګړې ته نور هم ادآمه ورکړې تر هغه وخته تر څو چه په ګونډو سوي نه وي .دده دګونډو کيدو اولين شرط په آفغانستان کي آفغانان د يوه سالم او قانوني حکومت درلودنکي وي.
    دوهم په داخل کي بايد دپاکستان او يا بل کوم هيواد جاسوسان بايد اعدام او دا قانون داعدام په قانون آساسي کي درج سي
    دريم عسکري بايد دپخوا په شان مکلفيت اواحتياط وي نور وآمريکاه او نورو هيوادو ته داوردو دمعاش په خاطر دوئ ته منتظر ونه اوسو . آوردوته معاش ور کول دنو هيواد له خوا په دي کي يو لوئ استعماري غرض نغښتئ دئ لکه دا اوس چه تاسو وينئ
    مسلح قواوي بايد په عسري وسايلو مسلح سي.ډير دي امکان ولي چه افغانستان دسولې وخواته بوزي
    آفغانان دسولي په خاطر په اول قدم کي بايد پر دا فاسد رژيم فشار راوړي هرڅومره چه موږ ديوې سالمي آدآرې درلودونکې يو ځو قدمه دسولې وخواته نژدي کيږو مننه

ځواب ورکول Bashir ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *