تاند- د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت د افغانستان د ملي امنیت د سلاکار رنګین دادفر سپنتا پر وروستیو څرګندونو عکس العمل ښکاره کړ.
سپنتا د پنجشنبې په ورځ د پاکستان د ملي امنیت د سلاکار سرتاج عزیز د څرګندونو په ځواب کې وویل چې اسلام اباد د افغانستان د سولې د بهیر په لاره کې اصلي خنډ دی.
سپنتا دغه راز پاکستان د افغانستان پر خاورې د درنو وسلو د حملو په نتیجه کې د بې ګناه افغانانو په وژلو تورن کړ.
د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت د جمعې په ورځ په یوه خبرپاڼه کې کې ووړیل چې اسلام اباد د افغانانو په مالکیت او مشرۍ د سولې د بهیر ملاتړ کوي.
د پاکستان د باندنیو چارو وزارت ویندویې تسنیم اسلم د افغانستان د ملي امنیت د سلاکار د څرګندونو په اړه وویل، د ښاغلي سپنتا خبرې د خواشینۍ وړ دي او د دوو هیوادونو ترمنځ د رغنده روحیې خلاف دي.
اغلې اسلم همداراز وویل، پاکستان له خپل لوري له طالبانو سره د افغانستان د حکومت د سولې په بهیر کې د اسانتیا راوستلو لپاره ډېرې هڅې کړي دي.
دې د مثال په توګه د جنورۍ په اووه ویشتمه د پاکستان او امریکا د هغه ټینګار یادونه وکړه چې پکې پر طالبانو ږغ شوی دی چې د افغانستان له حکومت سره د سولې خبرې پیل کړي.
د پاکستان د بهرنیو چارو وزیرې خپل هیواد د ترهګرۍ لوی قرباني وباله، ویې ویل چې هیواد یې د تروریزم او ترهګرۍ پر ضد د مبارزې لپاره د نړیوالو هلوځلو د جبهې په سر کې دی.
تر دې مخکې د پاکستان د ملي امنیت سلاکار سرتاج عزیز د واشنګټن په یوه پوهنتون کې ویلي و چې ممکن طالبان له ولسمشر کرزي وروسته د افغانستان له راتلونکي حکومت سره خبرې وکړي.
سرتاج عزیز د جنورۍ په ۲۸ مه د جان هاپکنز پوهنتون د نړیوالو څېړنو په پوهنځي کې وویل:«پاکستان باوري دی چې که طالبان د افغانستان له نوي حکومت سره خبرو ته لېواله وي په دغه هیواد کې د سولې د درېدلي بهیر د بېرته پیلېدو چانس شته.»
ده همداراز وویل:«زه داسي احساسوم چې په افغانستان کې به له انتخاباتو وروسته طالبان احتمالاً د دغه هیواد له نوي حکومت سره خبرو ته زیاته لېوالتیا ولري.»
سرتاج عزیز هیله څرګنده کړه چې د ۲۰۱۴ کال تر پای ته رسېدو مخکې به خبرې پیل کړای شي.
خو سپنتا د سرتاج عزیز د څرګندونو په غبرګون کې وویل، د پاکستاني حکومت پر نیت شک نه لري، خو د پاکستان پوځ دې د افغانستان په اړه خپله تګلاره بدله کړي.
«د پاکستان د حکومت اعلان ته منتظر یو، چې ووايي، د پاکستان لپاره سوله د افغانستان لپاره سوله ده اوپه دواړو هېوادونو کې د سولې لپاره له موږ سره کلکه همکاري وکړي. افغانستان حاضر دی، په پاکستان کې په سوله کې مرسته وکړي او موږ منتظر یو چې پاکستان هم همداسې وکړي.»
مننه سپنتا صیب د ستا د څرګندونو نه د سوک جواب په سوک ورکول کیږی او بل دا چه اوسپنه په اوسپنه ماتیږی