تاند- د پاکستان د ملي امنیت او د صدراعظم نوازشریف د بهرنیو اړیکو سلاکار سرتاج عزیز د افغانستان له سفره وروسته په یوه مرکه کې وویل چې پاکستان په افغانستان کې د واک وېش کومه طرحه نه لري.
سرتاج عزیز له امریکا ږغ سره په ځانګړې مرکه کې وویل:«دا یوه کورنۍ مسله ده او موږ یوازې له خبرو اترو سره د مرستې هڅه کوو.»
د افغانستان ولسمشر او نورو دولتي چارواکو تور لګولی چې پاکستان هڅه کوي چې د یوه فدرالي نظام د رامنځته کولو په نتیجه کې د افغانستان جنوب او ختیځ طالبانو ته وسپارل شي.
ده همداراز وویل، ضروري دا ده چې ټول نفوذ لرونکي خواوې په ګډه د پخلاینې یوه داسي لار ومومي چې د کورنۍ جګړه مخه ونیول شي او له افغانستانه د نړیوالو ځواکونو له وتلو وروسته په دغه هیواد کې سوله دوام وکړي.
عزیز وویل، افغانستان ته د ده د سفر هدف دا و چې د افغانستان ولسمشر حامد کرزي ته د پاکستان د سفر بلنه ورکړي او هغه ته د پاکستان پالیسي تشریح کړي.
ده زیاته کړه:«هماغه راز چې د پاکستان صدراعظم نوازشریف ویلي، د افغانستان په اړه د پاکستان پالیسي «په افغانستان کې نه لاسوهنه او د هیڅ ډلې نه ملاتړ دی.»
سرتاج عزیز د خپلو خبرو په دوام کې وویل:«موږ هڅه کوو چې د طالبانو او د افغانستان د سولې د عالي شورا ترمنځ غونډه او خبرې تنظیم کړو څو دوی پرېکړه وکړي چې څوک له چا سره په کومو مسلو خبرې وکړي. دا زموږ هڅه وه چې دا بهیر باید په دوحه کې پیل شي.»
د پاکستان د ملي امنیت سلاکار امریکا ږغ ته دا هم وویل :«امنیت او سوله، چې باید د خبرو او له دیموکرایتکو لارو حل شي، لا پېچلې کېږي.»
د عزیز په وینا د پاکستان ګټې په ښکاره په افغانستان کې په سوله او امنیت کې دي ځکه چې «موږ دلته د تل لپاره د یو بل ترڅنګ اوسو.»
امریکا، ترکیې او ګڼو نورو هیوادونو په تېرو کلونو کې پاکستان هڅولی چې خپلې ګټې د افغانستان د ورانولو په ځای له دغه هیواد سره په رغنده سوداګري او اقتصادي اړیکو کې ولټوي خو د ګڼو لوېدیځو چارواکو او کارپوهانو په نظر د پاکستان پوځ او استخبارات حتي د پاکستان د بې ثباتۍ په بیه د افغانستان ناکراري د ځان په ګټه بولي.
خو سرتاج عزیز د دې خلاف امریکا ږغ ته وویل:«که له افغانستان سره زموږ د اړیکو بنسټ پر اقتصاد، سوداګرۍ او پانګونې ولاړ وي، د دواړو هیوادونو عام خلک به ترې ګټه وکړي. ما د افغانستان د سوداګري وزیر ته بلنه ورکړه چې پاکستان ته راشي څو موجود اختلافات سره حل کړو.»
پاکستان څو کاله وړاندې د امریکا تر فشار لاندې له افغانستان سره نوی ترانزیتي تړون لاسلیک کړ خو هیڅکله یې پر هغه عمل نه دی کړی.
پاکستان د طالبانو د واکمنۍ په موده کې په یو اړخیز ډول له افغانستان سره هغه ترانزیتي موافقه لغوه اعلان کړه چې د محمد داوود خان د دولتمشرۍ په موده کې یې له افغانستان سره کړې وه.
Pakistan is a threat to the whole world, so Afghans gov needs to make Afghan forces strong as iron to defend from pakistani border. And that’s the only solution