تاند- په اسلام اباد کې د طالبانو د رژیم سفیر ملا عبدالسلام ضعیف وايي، پاکستان د طالبانو د واکمنۍ په موده کې درې ځلې هڅه وکړه چې پر طالبانو د ډیورند کرښه په رسمیت ومني.

ملا عبدالسلام ضعیف وايي، لومړی پلا پاکستان هغه مهال پر افغانستان د دیورند کرښې د منلو هڅه وکړه چې ملا عبدالرزاق د طالبانو د کورنیو چارو وزیر وټاکل شو، دوهم ځل د پاکستان د کورنیو چارو وزیر معین الدین حیدر کابل او کندهار ته د همدې مقصد لپاره سفرونه وکړل خو منفي ځواب یې ترلاسه کړ.

ښاغلی ضعیف وايي، پاکستان د ډیورند کرښې د منلو غوښتنه درېم ځل د جنرال مشرف د دولتمشرۍ په دوره کې وکړه.

ډیورند کرښه په ۱۸۹۳ م کال د افغانستان د هماغه وخت د حکومت او بریتانیا ترمنځ وکښل شوه.

خو کله چې انګرېزان له هندوستانه ووتل او هند ووېشل شو، د افغانستان خاوره، چې د ډیورند په نتیجه کې موقتاً انګرېزانو ته سپارل شوې وه، پاکستان ته پاتې شوه.

د ډیورند د ۱۸۹۳ میلادي کال د قرارداد سل کاله مخکې پوره شوي خو پاکستان حاضر نه دی چې خیبر پښتونخوا او د بلوچستان یو شمېر افغاني خاورې افغانستان ته ورکړي.

د یو شمېر نظرخاوندانو په باور په افغانستان کې د روانې ناکرارۍ یو اصلي علت د دیورند کرښه ده. پاکستان غواړي چې په افغانستان کې د افغانانو په لاس د جنګ د تود ساتلو په وسیله پر افغان چارواکو دیورند کرښه ومني.

8 thoughts on “پاکستان د طالبانو د واکمنۍ په دوره کې د ډیورند کرښې د رسمیت پېژندلو ۳ هڅې وکړې”
  1. او پښتنو څه وخت به هوښيارېږۍ ؟؟؟؟؟
    باکستان ته خو دا کرښه ميراث پاتې شوي ده
    نو ته یې اوس سبوت که چې داميراث په غیرې قانوني توګه انګلیس پاکستان ته ورکړې !!
    دغه هڅه د افغان دولت لخوا څخه د بین ا لمللي حقوقو به اساس هيڅ وخت نده شوې !!
    خوشې پر دې پرړو پښتانه غولوي !
    تاجک ، اوزبک او هزاره هيڅ وخت دپښتنو مطلق اکسريت نه غواړي !!
    او داسې نر پښتانه هم نشته چې دا خبره منځ ته واچوي او له انګليسه یې وغواړي !

    امیر عبدالرحمان د انګلیس ګوډاګی وو دهغه امضا د افغان او پښتون ملت نمایندګي نشي کولی !!

  2. Gorai, da khabera motlaqa ghalata da chi durand de 100 kaalo le para eitebaar lari. De durand da tarrhoon pe matan ki de wakht zikr hes na day sheway. Zmong da afghanano dalil zeka zaaef day chi pe mawzooh zaan na pohawoo kho bus yaw shay liko. Narrhaiwal pe daso dalailo pori khandi…

  3. دروغ وايي، هسې ځان ته په دې خبرو خپلواکي ورکوي.
    دوی خو ټول افغانستان ورسره منلی وو، ډیورنډ ته نوره اړتیا نه وه.
    چا په رسمیت نه پېژندل، دوی د لاسلیک خبرې کوي.

  4. څو چی پاتی یو افغان وی
    تل به دا افغانستان وی

    دپنجابیانو دا خوب به هیڅکله پوره نشی

  5. The time of Daweran gone , when UK Lift India & Made Pakistan that time where the Afghan to Ask from UK to gave that aria to Afghanistn in that time 1947-14-Aug Pakistan did not have Army no police no Airplane,No Tanks it mean nothing
    No one Asked about Dawaren But today asked,
    The time gone no time for received the copter aria by the time it will be dream?????
    That gift from UK to Pakistan under agreements when agreement not accept by Pakistan in that time will find problem for Pakistan & will make new country in world map But not submit to Afghanistan.

ځواب ورکول shakir ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *