تاند- پاکستاني چارواکو د افغان طالبانو مشرانو ته خبرداری ورکړی چې د سولې په پروسه کې ګډون وکړي کنې د نه ګډون کولو درنه بیه به پرې کړي.
د پاکستان ایکسپریس تریبیون ورځپاڼې د دغه هیواد د یوه چارواکي په قول وویل چې له طالب مشرانو څخه همداراز غوښتل شوي چې پسرلني عملیات ودروي.
ایکسپریس تریبیون ته دغه پاکستاني چارواکي، چې نه یې غوښتل نوم یې واخیستل شي، ویلي چې پاکستاني چارواکو د طالبانو مشرانو ته دا خبرداری په داسي حال کې ورکړی چې د طالبانو له لوري د عمري عملیات په نوم پسرلنۍ حملې د څلوراړخیزې ډلې له لوري د سولې هلې ځلې د ناکامیېدو له خطر سره مخامخ کړي دي.
پاکستاني چارواکو، د طالبانو له لوري د پسرلنیو عملیاتو اعلان د نهیلۍ سبب وباله، ویې ویل چې د طالبانو مشرتابه ته د منځګړو په لاس زغرد پیغام رسول شوی چې که دوی د سولې خبرو ته بېرته حاضر نه شي لوی تاوان به وکړي.
د بې نومه پاکستاني چارواکي له لوري د افغان طالبانو مشرانو ته د پاکستان د خبرداري راپور په داسي وخت کې خپرېږي چې افغان چارواکو د سولې په پروسه کې د پاکستان پر نیتونو یو وار بیا شکونه زیات کړي او پاکستان د طالبانو د ملاتړ پر دوام تورنوي.
د افغانستان لوی درستیز تېره اوونۍ خبریالانو ته وویل چې د طالبانو مشرانو په وروستیو کې د پاکستان په خاوره کې مهمه غونډه کړې ده.
د دغه افغان چارواکي اشاره د طالبانو له لوري د پسرلنیو عملیاتو د اعلان پرېکړې ته وه چې ویل کېږي د کوټې په شورا کې شوې ده.
افغان چارواکي وايي، پاکستان تېر ژمی اعلان کړی و چې که طالبان د سولې خبرو ته تیار نه شول له خپلې خاورې څخه به یې وباسي خو پاکستان عملاً تراوسه پوري په دې برخه کې هیڅ اقدام نه دی کړی.
نیتونه که صاف وی، هغه د ورايه معلومیږی افسوس د ویده ملت ته چی زمونږ سره ټوله نړی ده او له دوی سره یوازی پاکستان بیا یی هم مقابله نشو کولی ، دا داسی مثال لری چی لمر په دوه ګوتو سره پټ کی، ددی جګړی اسلحه له کومه ځایه ده ؟ دولت د ملګرو په مشوره همدغه طالبانو ته وسلی ورکولی په تاند کی د یو عسکر خپله لیکل شوی مقاله وه چی کال د مخه خبره ده ، هغه هم په کندز وظیفه درلرله اوبیا یی دا ویده قوم ته په تاند باندی خپله خبره ورسوله چا پری هیڅ سر ونه خوږولو ، مونږ چی تر دی بد تر شو هم کمه ده چی ټول افغانستان اور واخلی بیا به مونږ چیغی پورته کوو
یو خو دا بې نومې کسانو او پاکستاني رسنیو باندي افغانان ډېر تېر ایستل شول.
لکه چې پنجاب یوځل بیا پدې سر خلاص شو چې له ټالیبه څه نه جوړیږی. د افغانستان ویاړلی او اتل وسله وال پوځ له ټالیبانو نه کنجاړی وویستی او پنجاب یی په راټولولو او تداوی نه رسیږی. د دې لپاره چی هغوی ته د خټو پوزه جوړه کړی له خپلو مزدورانو نه یې غوښتی جګړه بس او سوله وکړی.
پاکستان مونږ داسې لوبوي لکه لانځکې، که زما منئ نو هیڅ وخت مبهم او بینومه خبرونه مه خپروئ، پاکستان خر ندی، چې په افغانستان کې سوله راولي او خپل هیواد ټوټې کړي، که افغانستان جوړ شي سل په سلو کې د پاکستان د تجزیې خطر محسوس دی، دا اوس چې افغانستان هیڅ شی نلري کوزو پښتنو ترې خپل زړونه ندي شکولي اوله پاکستاني څخه په افغاني هویت ویاړي، که افغانستان اباد او پرمختللی هیواد شي کوز پښتانه یوه ورځ د پنجاب سره د محکومیت ژوند نکوي… نو خبره داده چې پاکستان هیڅکله خپل هیواد نه تجزیه کوي، د خدای په خاطر پدې نامعلومو خبرونو او نومونو مه تیروځئ پدې فکر وکړئ، چې د پاکستان سره څنګه وجنګیږو او ملت څنګه پوه کړو، چې سپږن طالب نه ددین لپاره جنګ کوي او نه د وطن لپاره خاص د پاکستان لپاره مو وژني… حکومت دې هسې وخت نه ضایع کوي، په پاکستان کې دې متقابلو ترهګریزو عملیاتو ته ملا وتړي، قسم پخدای چې همدا طالبان په پنجاب کې چاودنې کوي، همدا څڼیور طالب په افغانستان کې یو پلچک په پنځه زره کلدارې الوزوي په پاکستان کې به یې په شل زره کلدارې دا کار ونکړي.؟؟؟ دولت دې سل میلیونه ډالره په خپله بودجه کې د پاکستان پرضد ځانګړي کړي، که سل ملیارده ډالره یې پاکستان زیانمن نکړ، ما دې په دار کړي… که دلته یو بم لس تنه وژني پاکستان کې سل وژني، که دلته یو بم لس میلیونه افغانۍ زیان اړوي، پاکستان کې سل میلیونه زیان اړوي… تر څو چې پاکستان عملا خطر احساس نکړي، په افغانستان کې نه سوله راولي او نه واقعي مرسته کوي، الحمدلله خلک مو په یوه لویشت خاوره سر ورکوي، خو سیاسي رهبري له پاکستان سره چاپلوسانه پالیسي پرمخ وړي.
دا نننۍ برید یې د افغان دولت په خلاف یوه نوی پروګرام او افسوس د بیچاره ولس چې ددغه دولت ښکار شول افسوس او بیا هم افسوس دوی خو له ځان نه حصار را تول کړي خو زموږ غریب ولس به څه کوو دا د پاکستان اعلان جنګ دی خو زموږ دولت ورباندې نه پوهېږي له یوې خوا طالبانو ته وايي چې عملیات بند کړي او نن یې د جنګ اعلان وکړو افسوس په دغه ( ع او غ) بدبخته دولت باندې افسوس او بیا هم افسوس