تاند- پاکستان، چې له یوې خوا په افغانستان کې د بهرنیو پوځیانو خلاف د وسله والو طالبانو ملاتړ کوي، له بلې خوا په افغانستان کې د بهرنیو پوځیانو له حضوره په بېلابېلو برخو کې مالي ګټې ترلاسه کوي.

د پاکستان ډیلي ټایمز ورځپاڼې په نننۍ /پنجشنبه/ ګڼه کې لیکلي چې پاکستان په وروستیو کلونو کې د ملیونونو ډالرو په ارزښت د خنزیر یا خوګ غوښه افغانستان ته صادره کړې ده.

د پاکستان د مرکزي بانک (سټېټ بانک) د تازه شمېرنو له مخې، پاکستان د ۲۰۱۵ له جون څخه د ۲۰۱۶ تر مارچ پورې په ۹ میاشتو کې افغانستان ته د ۲ ملیونه او ۸ لکه ډالرو په ارزښت د خوک تازه یا یخ وهلې غوښه صادر کړې او د روان مالي کال په نهو میاشتو کې یې تراوسه د ۴ لکه ۴۷۰۰۰ ډالرو په ارزښت د خوک غوښه صادر کړې ده.

د پاکستان مرکزي بانک وايي چې پاکستان د خوک غوښه تر ټولو زیاته افغانستان ته صادره کړې ده.

د دغه بانک په وینا د پاکستان د خوک د غوښې تولید او صادرات په وروستیو کلونو کې زیات شوي دي.

د پاکستان په مري، ازاد کشمیر او اسلام اباد کې د خوکانو ګڼ فارمونه جوړ شوي دي.

د پاکستان په یو شمېر نورو سیمو کې هم وحشي خوکان شته خو د ډیلي ټایمز د راپور پر اساس په افغانستان کې مېشت بهرني پوځیان د وحشي خوکانو غوښه نه خوري.

ورځپاڼه وايي چې د خوک په ټنونه غوښه له راولپنډۍ څخه لاهور ته وړل کېږي او هلته د صادراتو لپاره بسته بندي کېږي.

د پاکستان د صادراتو او وارداتو اداره د خوک د غوښې د تولید او صادراتو په اړه څه نه وايي ځکه چې د پاکستان ټولنه مذهبي ده او دا اداره نه غواړي چې خلک پرې خبر شي.

5 thoughts on “پاکستان د ملیونونو ډالرو په ارزښت افغانستان ته د خوک غوښه صادر کړې”
  1. په افغانستان کې په زرګونه ټنه انګور وراسته شي د دهقان او باغبان خواري بیځایه لاړه شي خو که چا ترې د صادراتو لپاره د واینو او یا الکحولو د جوړولو لپاره کارخانه جوړه کړه ملایان به وطن ته اور واچوي . اسلامي جمهوریه پاکستان د خوګانو د فارمونو او د غوښې د صادراتو راپورونه ورکوي خیر خیریت دی . د محمد علي جناح د اسلام او مسلمانۍ هیڅ سند نه شته خو نه ورته مفتي محمود کافرویل او نه مودودي خو زمونږ د وطن مسلمان پادشا لس ګونه کلونه تر مرګ وروسته هم د سمیع الحق او فضل الرحمن او ضیاالحق د غلام او نوکر (ملا منصور ) له خوا په کفر متهم کیږي دا ځکه چې دلته ملایان د پنجاب د ملایانو حلقه بګوش دي او اسلام یې له هغوی زده کړی او د استاذ د اعمالو په طرف سترګې اړول ورته ګناه کبیره ده .

  2. اخ چې دا د خوګ مردارې غوښې ملا منصور « زمونږ د عصر بغدادی پیر یا جیمز جونس » هم نویشې جان کړي وي ، د هغه منتر به نور هم پوخ شوی وي. لعنت په منافقستان .

  3. دا په پنجاب کی زیږیدلی د جهاد او د اسلام د ټیکه دارانو اصلیت خو ټولی دنیا ته معلوم ؤ

  4. حضرت مولانا فضل… او نه اوریدونکی او ړوند د حق او نور اسلام شرموونکی چیرته دی؟
    آیا حلال او حرام آی-اس-آی ټاکی؟
    قرآنکریم نه وایی چی ولاتکتموا الحق ….؟
    أتأمرون الناس بالبر و تنسون انفسکم ….؟
    آیا رښتیا هم لکه چی امریکنی سناتور ویلی وو هر څه حتی عزت او پت هم په پنځوس ډالر خرڅوی ؟، ډیره دقیقه خبره نده (البته ځینی سیاسیون او امرا همدی ته بزنس وایی نه مؤمن ملت.)
    ستا دمدرسی شاګردان دلته وهل ،غپل ، ویجاړول او وژل کوی دا احمقان د خپل ورور په وړاندی داسی وحشت او رذالت نه حتی د عید په ورځو کی کار اخلی چی انسانیت ورباندی شرمیږی او د آدمیت او سړیتوب خبری ورته داسی دی لکه (پیش کله خر یاسین خواندن ) حتی ددی نه هم بدتر. په وهلو او وحشت ستا بادارانو ونشوای کړی ته خو لا یو ښکاری کرایی تازی یی چی آی –اس-آی په کرایه ورکړی یی .
    تاته طالب ویل صحیح ندی ځکه طالب باید هغه څوک وی چی عقیده او عمل یی ټول آیات او احادیث وی خو ته له ظلم او وهلو لذت وړی نو حتی ستا په انسانیت کی هم شک دی خدای جل جلاله ظالم حتما تباه کوی.
    نو عزیز ذوانتقام ذات دی د ټولو ظالمانو نه د مظلومانو انتقام واخلی او ظالم دی تباه اوذلیل کړی.

ځواب ورکول Dr.Atal ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *