تاند، پنجشنبه، د اسد ۱۷مه: د پاکستان حکومت د کشمیر د لانجې په بیا ګرمېدو د ټولو ادارو بیړنۍ ناسته کې هند سره د سوداګریزو اړیکو د ختمولو او ډپلوماټیکو اړیکو د ځنډولو پرېکړه کړې ده.

له دې غونډې وروسته ویل شوی چې پاکستان له خپلې خاورې څخه د هند سفیر ته د وتلو امر کړی دی.

پاکستاني رسنیو ویلي، دا ناسته د عمران خان په کور کې د بهرنیو چارو وزیر محمود قریشي، دفاع وزیر پرویز خټک، کورنیو چارو وزیر اعجاز شاه، د کشمیر په چارو کې د پاکستان د حکومت وزیر، د استخباراتي مشرانو او د پوځ مشر جنرال باجوه په حضور کې شوې او پرېکړه یې کړې چې پاکستان باید له هند سره په اړیکو بیا له سره غور وکړي.

غونډه کې د پاکستان پوځ ته د تیارسۍ امر شوی، خو دا په داسې حال کې ده چې هند خبرداری ورکړی که پاکستان جګړه پیلوي نو تاوان به یې پخپله وویني.

د هند پارلمان پرون رسما هغه لایحه تصویب کړه چې په اساس یې کشمیر د هند په خاورې پورې وتړل شو.

One thought on “پاکستان د هند سفیر اخراج او سوداګریزې اړیکې یې ورسره ختمې کړې”
  1. شکر الحمد لله رب العلمین
    چی په زورور دی زورور پیدا کړی
    لویه خدایه ته عادل یې عدالت کړه
    پاکستان ظالم هندو ته بی عزت کړه
    سره لمبه یې کړې له سره چی ایره شي
    دا ارزو راته پوره د دې ملت کړه

ځواب ورکول babrak ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *