ثناءالله تسل –

تاريخ بيا تکرارېږي، پخوا چې پاکستان کومه سړه او توده جګړه د کمونيزم او تروريزم ضد شعار لاندې د امريکا په ملاتړ پر مخ وړله او له دغې جګړې يې له امريکا په بيلونونو ډالر ترلاسه کړل، د اټوم بم خاوند او په سېمه کې د سيالانو سره سيال شو. اوس کمونيزم او تروريزم ضد جګړو کې پاکستان د امريکا لپاره خپل اهميت له لاسه ورکړی دی، پيسې کمې شوي او  پاکستان له اقتصادي بحران سره مخ دی، خو په سیمه کې وروستي تحولات يوځل بيا پاکستان تېرو تجربو ته په پام سره  په يو بله ايډايالوژيکه جګړه کې ښکيلول غواړي،  سعودي عربستان، شتمن، په اسلامي نړۍ کې تر ټولو وزن لرونکی او د پاکستان د سختو ورځو ملګری هېواد غواړي، چې پاکستان ورته دا جګړه وکړي او په دې برخه کې يې پاکستان ته د مرستې لاس غځولی.

جګړه د سني، شيعه او ايران سره د ستراييژکو ګټو جګړه ده او داسې ښکاري چې پاکستان او سعودي عربستان په دې برخه کې سره هوکړې ته هم رسيدلي، ځکه په دې وروستيو کې په سيمه کې داسې پېښې رامنځته شوي چې د کارپوهانو اندېښنې په حقيقت بدلولی شي.

‎په بلوچستان کې پر شيعه زيارت کوونکو بريد چې پړه يې په ښکاره لشکر جنګوي اخستې، خو زيات شمير کار پوهان  بيا د شيعه ګانو  پرضد په بريدونو کې د پاکستان او سعودي استخباراتو پر ښکيلتيا سترګې نه پټوي. پر شيعه مذهبو د بريدونو پاکستان دوه ګټې ترلاسه کوي چې يوه يې کورنۍ ګټه ده او دویمه يې سېمه ييزه هغه.

کورنۍ ګټه

پاکستان فکر کوي چې په بلوچستان کې فرقه ييزې شخړې به د بلوچ وطنپالو پر جګړه اغېز وکړي، ځکه که چيرې په بلوچستان کې د شيعه او سنې شخړې زياتې شي نو براهويان چې د بلوچو وطنپالو په جګړه کې عمده رول لوبوي او دوی ته جنګيالي ورکوي ټول پام به يې شيعه ګانو پرضد جګړې ته شي. براهويان له پخوا راهيسې شيعه مذهبو سره چندان ښې اړېکې نه لري او هڅه کوي چې له بلوچستان څخه شیعه ګان وباسي.

په سېمه ييزه کچه پاکستان به په دې ورستيو کې د ايران او سعودې ترمنځ د کړکېچ له زياتوالي ښه ګټه پورته کړي، پاکستان۱۹۷۹ ز کال را وروسته د ايران او سعودي ترمنځ په شخړو کې همېش د سعودې ملاتړ کړی دی او په مقابل کې يې زياتې پيسې او وړيا نفتي مواد ترلاسه کړي دي.

سعودي ونشوای کړای چې د سوریې، حزب الله او ايران په مسلو کې د امريکا ملاتړ ترلاسه کړي، او په لومړي وار يې له پاکستان سره د امريکا له همغږۍ پرته په ورته مسايلو کې اړيکه نيولې. دا هرڅه هله وشول کله چې د سعودي د ملي امنيت پخواني مشر او په امريکا کې د سعودي پخواني  سفير بندر بن سلطان امريکا ته ګواښ وکړ که د ايران د اټوم او بشارالاسد د رژيم پرضد يې اند‎يښنې له پامه وغورځول شي، نو دوی به د پاکستان همکارۍ ته لاس ور وغځوي. پاکستان ته د عربستان د بهرنيو چارو د وزير وروستی سفر په همدې موخه و چې د سوریې په جګړه کې ورسره مرسته وکړي او همدارنګه که ايران اټومي ځواک شي نو د اټوم په برخه کې هم ورسره مرسته وکړي. که څه هم زيات شمېر افغاني رسنيو دغه سفر په افغانستان کې د سولې د پروسې لپاره مهم ګاڼه خو په اصل کې د خبرو اجنډا د افغانستان د سولې پروسه نه، بلکې د سعودي عربستان خپلې ګټې وې.

سعودي عربستان سره د مرستې او يا نه مرستې په اړه پاکستاني پوځي او ملکي چارواکي سره په خپلو منځو کې وېشل شوي دي، يو شمير يې چې نور د ترهګرۍ له سياست څخه د پاکستان د وېستلو هڅې کوي او غواړي په نړۍ کې د پاکستان انځور چې د اسامه له وژلو وروسته خراب شوی دی بيا را ژوندی کړي او لويديځ او امريکا سره اړیکي ښې کړي په دغه جګړه کې سعودي سره د هر راز مرستې مخالفت کوي او د سني او شیعه په جګړه کې د ناپېیلي سياست غوښتنه کوي.

بله ډله يې بيا وايي چې سیمه ييز بدلونونه او د کور دننه اقتصادي او امنيتي ستونزې پاکستان اړباسې چې سعودي سره د شیعه، سني جګړه کې مرسته وکړي. دوی وايي چې پاکستان ته يو بل فرصت په لاس ورغلی او کولای شي چې د تېر په شان  چې د کمونيزم د مخنيوي په اړه يې له امريکا مرستې ترلاسه کړې وې ورته لوبه له سعودي سره هم وکړي.

دوی وايي؛ که سعودي عربستان سره مرسته ونشي نو پاکستان به هم له اقتصادي او هم امنيتي پلوه ډيره ناکراره شي، دوی فکر کوي چې که سعودي پر لشکر جنګوي، لشکر طيبه، سپاه صحابه، پاکستاني طالبان او افغاني طالبانو له خپل نفوذ څخه استفاده وکړي او دوی سره مستقيمې اړیکې ونيسي او په دغه جګړه کې يې استعمال کړي نو دابه پاکستان لپاره ډېرې بدې پايلی ولري، پاکستان به په هغه جګړه کې ښکيل وي چې يواځې به يې زيان زغمي، ګټه به يې سعودي ته رسي. دوی همدرانګه وايي، چې په راتلونکو څو  مياشتو کې سیمه کې ستر بدلونونه را روان دي. له افغانستان بهرنيو ځواکونو وتلو د دغه هېواد راتلونکی متزلزله کړی دی، که چيرې بهرني ځواکونه و وځي او په افغانستان کې يو داسې حکومت راشي چې د پاکستان په پرتله هندوستان ته ډېر نږدې وي او هندوستان په افغانستان کې د خپل نفوذ له لارې د دوی د مخې د ډب کولو هڅې وکړي نو پاکستان بايد له طالبانو او دغه جهادي ډلو استفاده وکړي. دوی وايي که چيرې پاکستان پر کوټې شورا او نورو افغاني طالبانو خپل نفوذ دلاسه ورکړي نو بيا لشکر طيبه، لشکر جنګوي او نورو ډلو ته اړتيا لري چې په افغانستان کې د دوی اوږد مهالې ګټې خوندي کړي.

دوی همدارنګه په هندوستان کې راتلونکې ټاکنې يادوي او وايي که چيرې مودي ولسمشرۍ ته د بهارت د خلکو ګوند نوماند دغه ټاکنې وګټي، نو د اطبيعي خبره ده چې دوی به خپل ټول تمرکز پاکستان سره پر پوله زياتوي او کشمير مساله به يو ځل بيا د پاکستان لپاره د يوې ستونزې په توګه راپورته کړي نو پاکستان اړ دی چې لشکر طيبه او لشکر جنګوي په څېر نورې ډلې د سعودي په مالي مرسته قوي کړي او د لنډ او اوږدمهال لپاره يې د خپلو ګټو لپاره وکاروي.

پاکستان د شيعه او ايران له اړیکو هم په ويره کې دی، د ايران استخباراتو په دې وروستيو کې هڅې ګړندۍ کړې دي چې په بلوچستان، افغانستان او منځني ختیځ کې شیعه ګانو سره اړېکي قوي کړي او دوې په همدغو هېوادونو کې د خپلو ګټو لپاره و کاروي.

پاکستان انديښنه وروسته له هغه زياته شوه کله چې ايران يو شمېر شيعه مذهبي کړۍ د خميني د زوکړې کليزې د لمانځلو  لپاره ايران ته بللې وې چې پاکستان او سعودي عربستان لپاره د تشويش وړ خبره وه.

 دا چې اوس سعودي عربستان ايران سره په سوريه کې په مستقيمه جګړه کې ښکیل شوی دی نو له پاکستان غواړي چې خپل يو شمير پوځيان او نور جنګيالي د سوریې جګړې ته واستوي او هلته د بشار الاسد او حزب الله د جنګياليو پرضد جګړه وکړي. سعودي عربستان په سوريه کې دوه موخې لري: يو داچې د اسد رژيم نسکور کړي او حزب الله کمزوری کړي او دویم داچې؛ سوریه د القاعدې لاسته ته  ورنشي. نو پاکستان په دې برخه کې له سعودي سره ډېره مرسته کولای شي.

د کارنګي په مرکز کې د منځني ختيځ د چارو اداره وايي چې سعودي عربستان هڅه کوي د سوريې لپاره څلويښت او پنځوس زرو په شاو خوا کې قوي جنګيالي د بيلونونو ډالرو په لګښت وروزي او په دغه جګړه کې يې د خپلو ګټو لپاره و کاروي، دوی پاکستان ته لاس غځولی دی.

خو پاکستان به بيا له سعودي سره د ايران پرضد په سوريه کې په مستقيمه جګړه کې له ډېر احتياط کار واخلي، ځکه حالات د پخوا په پرتله چې د کمونيزم پرضد جګړه وه ډېر بدل شوي دي. پاکستان به سوريې ته ځکه پوځ وانستوي چې په افغانستان کې هم يو بدلون را وران دی چې بهرني ځواکونه له دغه هېواده وځي او د پاکستان او افغانستان ترمنځ پوله به د ترهګرو لپاره پټنځای وي چې دا هم  د پاکستان امنيت ګواښلی شي.

همدارنګه لکه د مخه مو چې اشاره وکړه په هندوستان کې ټاکنې را رواني دي او که چيرې دغه ټاکنې مودي (د بهارت د خلکو د ګوند نوماند) وګټي نو بيا دا احتمال ډير زيات دی چې مودي خپله زياته پاملرنه پاکستان سره پر پوله وکړي او هڅه وکړي چې پاکستان باندې فشار زيات کړي. هندوستان په بنګله دېش کې لا وار دمخه د پاکستان مخه ډب کړې او هلته يې حسينې ملاتړ وکړو څو د خالدې چې پاکستان پلوې ده په ټاکنو کې د ګټلو مخه ونيسي. پاکستان خپل پوځ ته دلته ډېر ضرورت لري، خو کولای شي سعودي عربستان قانع کړي څو دوی تيار دي چې د ايران پرضد له سعودي سره غير مستقيم  (نيابتي جګړه) کې ځان ښکیل کړي. يو شمير وسله والې ډلې چې پاکستان کې د شیعه ييزم ضد روحيه او يا ايډيالوژي لري په لوړه بيه پر سعودي عربستان وپلوري او د پخوا په شان بيا د همدغو ډلو او ګروپونو له لارې  په راتلونکې کې خپلې ګټې هم په افغانستان او هم په هندوستان کې خوندي کړي.

پاکستان لپاره د لشکر جهنګوي، لشکر طيبه، حزب المجاهدين او نورو ډلو اړتيا لیدل کېږي چې په کشمير کې د احتمالي جګړې لپاره يو ځل بيا اماده اوسي. دوی فکر کوي که په هندوستان کې د مودي حکومت راغی نو هندوستان سره د جګړې احتمالات او په کشمير کې د پاکستان د ګټو پرضد د هندوستان بريدونو د زياتيدو امکان شته.

پاکستان به همدارنګه هڅه وکړي چې سعودي عربستان قانع کړي څو له ايران سره خپله نيابتي جګړه او سيالي افغانستان کې هم پراخه کړي. پاکستان به همدارنګه هڅه وکړي چې سعودي وهڅوي د افغانستان د جګړې لپاره طالب وسله والو ته مالي امکانات برابر کړي، چې دغه امکانات په دې ورستيو کې د امريکا د فشارونو له امله  سعودي کم کړي و او بيا دغه طالبان په افغانستان کې د ايران پرضد په ښکاره ډول په جګړه کې ښکېل کړي، د تېرې جمعې په ورځ  پر اسماعيل خان بريد، په کابل کې پر يو بهرني لبناني رسټورانټ بريد يې ښکاره بېلګې دي.

پاکستان په هره لاره چې وې په افغانستان کې د يوې داسې اوږدمهاله جګړې غوښتونکی او په لټه کې دی چې د دوی ګټې په کې خوندي وي. شیعه او سني جګړه د دوی د خوب د پوره کيدو لپاره يوه ښه لوبه ده، که پراخه شي. د يادولو وړ ده چې د افغانستان  په لويديځ او مرکز کې د شيعه او سني اختلافات که څه هم لا ډير کم دي، خو که چيرې پاکستان د ايران پر ضد په جګړه کې د سعودي لخوا د پيسو او نوازشريف سره د خپلو اړيکو له لارې راضي شي نو دا احتمال ډېر زيات دی چې په افغانستان او سیمه کې د شيعه او سني يوې پراخې جګړې ته لار هواره شي.

One thought on “پاکستان د يوې بلې جګړې د قرارداد اخستنې په درشل کې”
  1. داهغه شیطانی جالونه دی چی یواڅی شیطانان ورباندی پوهیژی الله دی مسلمانان په خپل امان کی وساتی

ځواب ورکول abdul hadi ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *