تاند- پاکستان د بشري او مدني حقونو د هغه غورځنګ ځپلو ته شدت ورکړی چې په خپله سیمه کې امن او د پښتنو خلاف د پراخو زورزیاتیو د ادعاوو په اړه د محاسبې غوښتنه کوي.
د ګندهارا ویبپاڼې له یوه تحلیلي راپور سره سم، د پښتون ژغورنې غورځنګ، چې په (PTM) مشهوره شوی دی، هر څومره مشران او فعالان چې ژوبلېږي، وهل کېږي، نیول کېږي یا بې درکه کېږي، د پاکستان سیاسي لرلید ښيي چې یو بل بنګله دېش جوړېږي.

نژدې نیمه پېړۍ پخوا د پاکستان د هماغه وخت په ختیځ بنګال ایالت کې د بنګالیانو خپګان د دې سبب شو چې بنګالیان په ۱۹۷۱ م کال کې له پاکستانه جلا شي او یو نوی خپلواک هیواد بنګله دېش جوړ کړي.
له هماغه وخته سیاستوال، فعالان او پوهان د بنګله دېش غمیزه د پاکستان پوځ ته وریادوي چې د اقلیتونو د ځپلو لپاره له افراطه کار وانخلي.
پنجابی سیاستوال او د پاکستان د مسلم لیګ (ن) یو مشر خواجه اصف وروسته له دې چې د مې په پای کې د پيښتون ژغورنې فعالان د پاکستان د پوځ له لوری ووژل شول، پارلمان ته وویل«د پښتنو خپګان باید له سیاسي لارې ختم کړل شي، نه د قوې په زور.»
د مې په ۳۰ نېټه د پاکستان پوځ په وزیرستان کې د پښتون ژغورنې غورځنګ پر اعتراض کوونکو ډزې وکړې چې ۱۳ تنه پکې ووژل شول او ۳۵ نور ژوبل شول. پوځ د دې برید پړه په پښتون ژغورنې غورځنګ واچوله او د دې غورځنګ دوه مخکښ مشران علي وزیر او محس داوړ یې ونیول.
اصف وویل چې په لوېدیځ بنګال کې تېروتنې سبب شوې چې بنګله دېش جوړ شي.
ده د بلوچستان یادونه هم وکړه چې له کلونو راهیسې ناکرار دی او پوځ غواړي چې له قوې څخه په کار اخیستلو او د بلوڅانو د وژلو له لارې یې تر کنټرول لاندې راولي.

خواجه اصف، چې پخوا د پاکستان دفاع او بهرنیو چارو وزیر و، ومنله چې اسلام اباد له لسیزو راهیسې د پښتنو خاوره استثمار کړې ده او د خیبر پښتونخوا او بلوچستان له خاورو څخه یې په اتیایمه میلادي لسیزه کې د شوروي اتحاد خلاف د مجاهدینو او اوس د افغانستان او امریکا خلاف د طالبانو د اډو په توګه کار اخلي.
د قبایلي سیمو اوسېدونکي وايي چې د پاکستان پوځ د دوی په سیمو کې افغان طالبان، د منځنۍ اسیا او عربي هیوادونو اتباع ځای پر ځای کړي وو او هره ورځ به یې د هغو د ځپلو په نامه د سیمې پښتانه قبایل وژل او د طالب او القاعده په نوم به یې له امریکایانو پیسې اخیستلې.
امریکا ډېر وروسته د پاکستان پر چل پوه شوه او په دې هیواد یې مالي او پوځي مرستې ودرولې.
که د پاکستان پښتنو کی د بنګلدیشیانو نیمای همت هم وی ، دوی به لا ۶۰ کاله پخوا ازاد ول ، خو دوی چه کوم د عدم تشدد واکسین وهلی نو هیله تری نشی کیدای
سلامونه،
اصلی خبره داده چې امریکا که ظاهراََ د ټرمپ پف کوي او یو څو میلیونه ډالر د کانګرس په امر پر پوکستین بندوی ؛ مګر د سعودی، قطر ، چین!!!، او انګلستان … له پلوه په میلیاردونو یا د پنجابیانو خبره په (اربونو) یا بلینونو ډالرې ورته غیر مستقیم د مسلمانانو او مظلومو ولسونو د ځپلو او د شیطانی غضبونو ضربو ته ورکوی!؛
آغای خلیلزاد هم کله د افغانستان کله د پوکستان کلمې واییی لاکن ضړر یی ټول افغانستان او مخصوصاََ پښتنو ته رسیدلی او رسیږی!. ۱۸ کاله مخکې ېې د بوشانو، موشانو سره بد کول چې وطن کې ېې اورونه بل کړل چې اوس ېې ګل کولای نشي او د صلحې د بوسو لاندې د جنګ مردارې تجارتونه مخکی وړی.
له بلې خوا په م.م.م. د امنیت شورا کې ناست د افغانستان نمایندګا ن دوستان ولې د پنجابی دهشتګردانو پر ضد غږ نه جګوی؟؟
د پښتنو او بنګلدیش تاریخ که سره مقایسه شی نو پښتانه په تاریخی لحاظ غیرتی قوم،نه ماتیددونکی، ظالم ته په خوله سوک ورکوونکی ، ظلم ته نه تسلیمیدونکی او معزز قوم دی نو که بنګلادیش وکولای شو د آی-اس- آی ټغر ورټول او شر یی دفع کړی،ځکه دوی د تاریخی سابقی له مخی دظالم د مقابلی لوړ ظرفیت لری ،،تشدد په عدم تشدد نه ځوابیږی بلکی کږه خوله په سوک سمیږی خو ورورلی،وحدت او د مظلوم حمایت د هر مسلمان او حر انسان مسؤلیت او فریضه ده نو پښتانه او بلوچ وروڼه په طریق اولی خپل حق ګټلی شی او دشک ځای نلری
دبنګله دیش او زموږ پښتنو وړونو مؤقعیت یو د بل سره هر اړخیز توپیر لری
ددی توپیرونو اصلی او سرنوشت ټاکونکو توپیرونو څخه یو هم د بنګله دیش جغرافیائی موقعیت دی
یو هیواد ته به ډېره سخته وی چی د هغه وولس آزادی غوښتونکو احساساتو د مهار او کنټرول توان
ولری کوم چی په منځ کی ئی بله سیاسی جغرافیا یا په بله ژبه یو بل حائل هیواد شتون ولری او په ضمن کی نژادی عنصر هم پدی مسئله کی لوی رول لری پدی مانا چی د نننی پاکستان په ملی لمنه کی هیڅ بنګالی توکم وجود نه لری او ټول بنګالیان په همهغه خپله جغرافیا کی اوسیدل او اوسی
امّا د پاکستانی پښتون د موجودیت او کیفیت څیړنه یو پیچلی او احتمالاً ځوروونکی بحث دی چی د مطرح کولو او همدارنګه د منلو زغم ئی یو پراخ اخلاقی جرئت ته اړتیا لری
چی کومه بله ورځ