تاند- د افغانستان د ملي امنیت ریاست وايي چې د کابل په وروستیو حملو کې د پاکستان د پوځ ځینې کړۍ لاس لري.

د ملي امنیت ریاست ویاند حسیب صدیقي نن /چهارشنبه/ خبریالانو ته وویل، پاکستانیان د حقاني شبکې په وسیله دا ډول حملې کوي.

پاکستان د افغانستان د ملي امنیت د ریاست د دې ادعا په اړه تراوسه څه نه دي ویلي خو پخوا یې د افغانستان دا ډول ادعاوې رد کړي دي.

صدیقي وویل، د پاکستان په پوځ کې خاصې کړۍ، چې له حقاني شبکې څخه کار اخلي، د کابل په خونړیو بریدونو کې لاس لري.

د صدیقي اشاره د پاکستان استخباراتو یا آی ایس آی ته وه.

د ملي امنیت د ریاست ویندوی وویل چې په دغو حملو کې د پاکستان د پوځ د خاصو عناصرو د لاس لرلو معلومات د بهرنیو هیوادونو په شمول له مختلفو سرچینو څخه ترلاسه شوي دي.

صدیقي زیاته کړه، د طالبانو ډله د پاکستان د پوځي جنرالانو تر قوماندې لاندې ده. ده تاکید وکاوه چې نه د طالبانو مشري د افغانانو په لاس کې ده او نه روان تاوتریخوالی د افغانانو په قومانده روان دی.

3 thoughts on “پاکستان د کابل په وروستیو حملو کې په مستقیم لاس لرلو تورن شو”
  1. دا له لمره روښانه ده چی په دی دیرش کلونو کی پاکستان هغه خرڅ سوی عناصر استعمال کوی لکه سیاف ،ربانی، ګلبدین او څلور نوری بعد له هغونه طالبان. هغوی دی افغانستان اصلی دشمنان دی او دا سل کاله کیژی چی دوي افغانستان لوټ کړی ده که دوی واقعی پشتانه دې نو ولی پنجابیانو. په ترک افغانستان تباکوی. اض اصلی فساد دی همدغه پلیتو دی پښو لاندی ده افغانان باید له خوبه ویښ شی ینو لړی

  2. دا خو کومه نوې خبره نده ……. زموږ توله بدبختی د همدې پلیتې ادارې ای ایس ایی له لاسه ده …..

ځواب ورکول دا ود حقمل ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *