تاند- پاکستان د سې شنبې په ورځ /نوومبر۸/ شربت ګله له خپلې خاورې افغانستان ته دیپورت کړه (ولېږله)
د پاکستان (دي نیوز) ورځپاڼې په خپله ویبپاڼه کې د پاکستاني چارواکو په قول ویلي چې د دغه هیواد امنیتي چارواکو شربت ګله افغان امنیتي چارواکو ته وسپارله.
دوی وايي چې تر دې وړاندې د شربت ګلې ۴ ماشومان افغانستان ته سپارل شوي دي.
مېرمن شربت ګله د اکتوبر په ۲۶ مه د پېښور په نوتیه کې د پاکستان د فدرالي (مرکزي) تحقیقاتي ادارې د پولیسو له لوري د پاکستان د جعلي اسنادو د لرلو په تور ونیول شوه، حال دا چې اسناد په خپله پاکستاني چارواکو ورکړي ول.
دا په ۱۵ ورځې قید او یولکو ۱۰ زره پاکستاني روپیو جریمې محکوم شوه.
دي نیوز وايي چې د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني ویلي چې شربت ګلې ته به په پلازمېنه کابل کې کور ورکړي چې له خپلو ماشومانو سره پکې واوسي.
لعنت په پاکستان او آی ایس آی چې په افغانستان او افغانانو یې د هېڅ څه صرفه ونه کړه.