لوی افغانستان اونیزه:

په دې ورستیو کې په کونړ ولایت یوځل بیا د پاکستان د پوځ د توپونو له خولې د مقبوظه پښتونخوا له خاورې په کونړ بریدونه پيل کړي دي او ددې ترڅنګ یې د کندهار په معروف ولسوالۍ ته څېرمه د افغانستان په خاوره کې هم په پوځي تاسیسات جوړول پیل کړي دي چې د افغان ځواکونو لخوا یې مخه نیول شوې د راپورونو پراساس په یاده جګړه کې یو افغان سرتیری شهید شوی دی او ددې ترڅنګ یې په پښتونخوا کې هم په افغانانو ځمکه سره تبۍ ګرځولې ده.

پاکستان یوخوا د سولې اود  ثبات خبرې کوي او ځان د یوه  ژمن ګاونډي هېواد په توګه یادوي او بل خوا خپله ټوله پاملرنه یې د افغان ولس وژنې ته اړولې ده په دې ورستیو کې د ای اس ای جنرالانو له خپلو ترهګرو سره یوه ناسته لرله چې څنګه کولی شي خپل یو شمېر ترهګر په کونړ کې ځای پرځای کړي ترڅو نړيوالې ټولنې ته په زبات ورسوي چې ترهګر د پولې هغې غاړې کې میشت  دي ترڅو یوځل بیا د کونړ ولسونه په دې تور په بله بڼه ووژني او په دې توګه غواړي له  کونړه دویم وزیرستان جوړ کړي.

افغان شنونکي وايي  د پاکستاني ځواکونو لخوا د ډيورنډ له جعلي کرښې د کونړ ولايت د دانګام پر ولسوالۍ پرله پسې  راکټي بريدونه کوي ترڅو خلک و ويروي او دلته هم ترهګرو لپاره د وزيرستان غوندې يوپراخ  بدنام مرکز جوړکړي.

دوی وايي د پاکستان د ای اس ای استخباراتي شبکه د طالب په نامه له خپلو نظامي ځواکونو سره ناستې پيل کړي دي اوغواړي  له دې لارې د افغانستان د بربادۍ لپاره له هر ډول لارو چارو کار واخلي

1د دوی په خبره پاکستان غواړي د کونړپه خلکوهر ډول نظامي او اقتصادي فشار راوړي او دوی اړ باسي څو سیمه ورته پریږدي چې پاکستان په کې خپل ترهګر ځای پرځای کړي.

د سیاسي چارو کارپوه او دکابل پوهنتون استاد ډاکتر فیض محمد ځلاند وايي:

 ((پاکستان د افغانستان ستراتیژیک دښمن هېواد دی د پاکستان  ددغو بریدونو ترشا ډېر څه  پراته  دي پاکستان  غواړي چې په دې توګه د ډیورنډ خبره  په  نړيواله  کچه  مطرحه شي ځکه  وخت ناوخت دغه  ډول بې ننګه  کړنې ترسره  کوي بل پاکستان  خپل دوه  سیندونه  په هندوستان  پلورلي دي نو  دانرژی له کمښت سره  مخ دی.))

  د ده په اند کله  چې افغان حکومت د داسو  دبند له  جوړولو سره  مخالفت وښود نوپه وينا يې  پاکستان  یوځل بیا  په خپلو  ناوړه  کړنو  لاس پورې کړ.

د ځلاند په خبره دا ډول فشارونه پاکستان  خپلو  موخوته نه شی  رسولی او په دې سره به زموږ د ولس  اوزموږ دهیواد هوډ  قوي  کیږي.

د سرچينې د مالوماتو له مخې د پاکستان  کلنی ناخلص عواید ۲۰۰ میلارده  ډالره دی او د داسو  دبند د جوړونې لپاره يې له نړیوال بانک څخه  مرسته  غوښتی چي د داسو دبند ټول  لګښت ۷ میلارده  ډالره دی.

  سرچينه وايي پاکستان غواړي د ډیورنډ کرښه  د رسمیت خواته  لاړه  شي او خپلوشومو موخو ته ورسيږي .

ډاکتر ځلاند غواړي ولس باید له افغان حکومت  او  له  خپلو  سرتیرو سره یولاس شي او  د پاکستان او ایران  د هرډول شوموموخو مخه  ونیسي.

سياسي چارو شنونکی میوند ارین وايي که  د پاکستان  بهرني سیاست ته  وليدل شي دافغانستان  په هکله  د پاکستان  بهرنی سیاست له پیل نه  تردې دمه  دومخی دی.

 د غه شنونکی وايي د نړیوالو قوانینو پراساس هیڅ ګاونډی هېواد نه  شی کولی  چې په  بل  هیواد تیری وکړي.

نوموړی زياتوي:(( دغه  شرخوښی ترهګر زیږونکی ګاونډی له پیل نه  تردی دمه  نه د ګاونډيتوب اخلاق لري او  نه  یې په  پام کې نیولي. او نه هم اسلامي او سياسي اخلاق لري.د پاکستان  په  ټولو مدرسو کې د افغانستان پرخلاف طالبانوته  روزنه ورکول کیږي. بايد چې موږ داتمه  له  پاکستانه  په  ټوله  مانا غوڅه  کړوچې پاکستان  په  افغانستان  کې سوله  غواړی پاکستان  همدې ته  په  تمه  دی چې افغانستان یوه سیاسي تیروتنه وکړي چې له  کونړ  د بریدونو په  ځواب کې خپل ولس او خپله  خاوره  په  نښه  کړي چې ددواړو ولسونو ترمنځ د بې اتفاقۍ تخم وکري.))

دغه شنونکی هم غواړي څو افغان ولس راویښ شي او د پاکستان او ايران پټې او ښکاره لاس وهنې غوڅې کړي.

 د ده په وينا هرافغان چې ځان  ته  افغان وایی له خپلو امنیتي ځواکونوسره  یولاس شي او د خپلو دوښمنانو په وړاندې پاڅون وکړي.

نوموړی په افغان ولس دا غږ هم کوي چې باید د پاکستان له  نامه  نه  نور نفرت وکړي او  دیوه  مسلمان ګاونډي په  توګه یې ونه  پيژني او پروړاندې جدي مبارزه مبارزه  پیل کړي.

0 thoughts on “پاکستان غواړي خپل یوشمېر ترهګر په کونړ ولایت کې ځای پرځای کړي”
  1. زمونږ دولت او ولس ته پکار ده چی د پردیو د مداخلو مخه ونیسی او کوم عوامل چی د مداخلی سبب کیږی ، هغه وپيژنی. څومره به ښه وای چی زمونږ محتاج افغانان له پاکستانه خپل هیواد ته راولیږدول شوی وای او دلته د کار او ژوند زمینه ورته برابره شی. زمونږ ځوان نسلونه د خپل هیواد سره د مینی او اسلامی روحیی سره وروزل شی. په هغو سیمو کی چی د پاکستانی یرغلګرو تر برید لاندی دی ، لازم دفاعی تدابیر ونیول شی. او د دښمن د نفوذ کولو مخه ونیول شی. سرحدی ولایتونو اقتصادی او امنیتی وضعه ښه شی. پدی هکله د افغانستان د مشرتابه له خوا راز راز غونډی، سیمینارونه او کنفرانسونه جوړ شی او په پای کی د ملی ګټو په نظر کی نیولو سره اوږد مهاله ستراتیژی له پاکستان او ایران سره جوړ او بیا د هغوی په عملی کولو باندی جدی اقدام وشی.

ځواب ورکول hassan ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *