تاند – د ننګرهار یو شمېر مدني فعالانو په جلال اباد کې د پاکستان د کونسل دا غوښتنه د افغانستان په زیان بللې چې د جلال اباد – تورخم په لویه لاره ولاړې ونې دې ووهل شي.

فرمان الله یوسفزي د ننګرهار والي محمد ګلاب منګل سره په ناسته کې غوښتنه کړې ده چې د جلال اباد – تورخم د لویې لارې د دویمې پلې د جوړولو لپاره باید د شته سرک د غاړو ونې ووهل شي.

د جلال اباد تورخم په لاره د زیتون باغ
د جلال اباد تورخم په لاره د زیتون باغ

د ننګرهار مدني فعالانو د ټولنیزو شبکو له لارې په دې هکله اندېښنه ښکاره کړې او وایي چې که دا کار وشي دا به د ننګرهار د چاپېریال لپاره سخت زیان ورسوي او د سرک ښکلا به هم له منځه لاړه شي.

یوه ځوان مدني فعال ملک میرام ګل په خپله فیسبوک پاڼه لیکلي چې د ننګرهار والي محمد ګلاب منګل د پاکستان کونسل سره دا خبره منلې چې ونې دې ختمې کړای شي، خو که دا کار وشي د جلال اباد – تورخم له لارې نه به د ګمبېري دښته جوړه شي.

کارپوهان وایي چې د دې کار لپاره یوه ښه طریقه دا ده چې د سرک دویمه پله د ونو له یوه کتار نه بهر تېره شي او د ونو ساحه د سرک د دواړو پلو تر منځ د ګلدان په بڼه پاتې شي. په دې کار سره کېدای شي چې د راتلونکیو پراختیایي پلانونو لپاره هم ساحه وساتل شي.

د جلال اباد تورخم په لاره د نارنجو یوه ونه
د جلال اباد تورخم په لاره د نارنجو یوه ونه

پاکستان له نژدې ۱۰ کالو راهیسې وایي چې غواړي له افغانستان سره د جلال اباد – تورخم د لارې د دویمې پلې په جوړولو کې مرسته وکړي خو هر ځل یې کړې وعدې یوازې د خولې ویناوې پاتې شوي، دا په داسې حال کې ده چې ویل کیږي د پاکستان نظامي استخبارات له لسیزو راهیسې د افغانستان د خلکو او حکومت مخالفو وسله والو ته د دغه هېواد دننه د لارو، پلونو او نورو ودانیو د ویجاړولو او د افغانانو د وژلو لپاره ټریننګونه، وسلې او چاودېدونکي توکي ورکوي.

4 thoughts on “پاکستان غواړي د جلال اباد – تورخم له لارې نه د ګمبېري دښته جوړه کړي”
  1. په فارسی کي متل دی :مرا از خير تو أهيد نيست ، شر مراسان
    زمونږ د پنجابسان د خيره توبه ده، مونږ ته دي شر نه رسوي

  2. ګرانو اوعزتمندو ورونو زه د یو افغان په حیث، ددغه سل کلنو او شډلو ونو او یا غزونو له منځه وړل سل فیصده ضروری بولم، اوپر ځای یی لمړی دشنه دیوال یا ایورګرین اویا هغه کوچنیو ونو یا نیالګیو کرل ضروری بولم چه لرګینی کلکه تنه یا ډډ ونلری.

    د دنیا اونړی دلویو لارو ترافیکی قانون د اوس لپاره دا نه منی او یا غټ خطربولی چه غټی اولرګینه شډلی ونی دسرک غاړو ته نهال کړی، داځکه کله چه موټران د دریورانو او یا نورو تخنیکی ستونزو له کبله دسرک څخه وځی نو سمدلاسه د ونو سره ټکر کوی او سپرلی دمرګ دګواښ سره مخامخ کوی.

    که چیرته ځما دغه خبره نه منۍ نو دننګرهار ولایت دترافیکو دڅانګی څخه پوښتنه وکړی؟

    ځما چه په یاد راځی دتورخم اوجلال اباد په لیاره ځمونږ په لس هاو موټران ددغو ونو سره په ټکر شویدی، او په لس هاوو ورونه ځمونو شهیدان شویدی.

    دخدای په امان

  3. گلاب منگل صاحب دی ورته ووایی که تاسو د پاکستان پ جی تی رود کی ونی له مینزه وری وی نو دا به هم ختمی کرو

  4. دوهم سرک ته مو ضرورت نشته زمونژ ونی په کار دی یو سرک فعلا لرو بل به بیا په خپلو لاسونو جوړ کړواوس د پنجابیان رانه لری کینی بیا به حساب ورسره کوو

ځواب ورکول خیر محمد ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *