خبریال: میرویس جلالزی
– ټاکل شوې چې د پاکستان نوی حکومت د لس زریزو پاکستانیو روپیو نوي بانک نوټونه د چلند لپاره بازار ته وړاندي کړي.
دغه ګام به وروسته تر هغه اخیستل کیږي چې څه موده دمخه د پاکستان حکومت د پنځه زریزو پاکستانیو رپیو نوټونه بازار ته وړاندې کړې ول.
د پاکستان دولت دغه ګام پر داسي مهال پورته کوي چې د دغه هیواد کرنسي (پاکستانۍ روپۍ) د پخوا په پرتله په بې ساري توګه د بهرنیو اسعارو پر وړاندي خپل ارزښت له لاسه ورکړی دی.
په نړیوالو بازارونو کې د پاکستانۍ روپۍ ارزښت د یوه ډالر پر وړاندي په تیرو پنځو میاشتو کې تر شل سلنه پوري لویدلی دی.
اوس مهال یو امریکایي ډالر له یو سلو اوو پاکستانیو روپیو سره برابریږي.
د پاکستان مرکزي بانک نن اعلام کړی چې نوي بانکونوټونه په هیواد کې په لوړ کیفیت چاپ شوي او دوی به یې د ارزښت کلک ملاتړ کوي.
د پاکستان د مرکزي بانک د خزانې مشر اشراق چیما پر وینا نوی لس زریز بانک نوټونه به له یوه لوري د پیسو فزیکي حجم را ټیټ کړي او تر څنګ به یې د کورنۍ او بهرنۍ سوداګرۍ په برخه کې اسانتاوې رامنځته کړي.
خو د اقتصادي چارو کارپوهان بیا د پاکستان د دولت دغه ګام ته په سم نظر نه ګوري.
هغوی په دې باور دي چې په دې کار سره به پاکستانۍ روپۍ خپل ارزښت نور هم له لاسه ورکړي.
د پاکستان د پنجاب ملي پوهنتون د اقتصادي علومو پروفیسور چندیو اعظم د دغه ملک اکسپرس تربیون ورځپاڼي ته ویلي چې د اسلام آباد دا ګام د ملک د اقتصاد لپاره ډیر خطرناک دی.
ځکه په دې کار سره به د پاکستانیو رپیو ارزښت نور هم ولویږي او په ملک کې به د انفلاسیون کچه پراخه شي په داسي حال کې چې حکومت دغه ګام د سوداګرۍ د بیلانس د ثابت ساتلو او ودې لپاره ډیر ګټور بولي.
حکومت ویلي چې نوي بانک نوټونه به د را روان عیسوي کال په لومړیو کې چلند ته وړاندي کړي.
خاونده داسې وخت به په نژدې موده کې راشي
چې پورته افغانۍ وي او کلداره ښویېدلې
.
.
.
.
.
له پښو مې د تصویر د کلي لاره ښویېدلې
بېګا رانه په کاڼو کې هنداره ښویېدلې
یا الله (ج) په حرمت ستا دمحبوب نبې حضرت محمد مصطفی مرتضې (ص) هغه څه پر دغه هیواد راولې او په دوی یې ووینې او په دغه اندازه یې وروسته پا ته اوعقب ما نده کړې لکه په دغو (۳۵) تیرو کلونو کښې چې دوی زموږ دهیواد ا و هیواد والو دپا ره یې دوی غوښتنه کوله.امین ثم امین ثم امین
او یا الله (ج) دوی او ددوی لاس پوڅی داغه رنګه دغربې ګاونډې لاس پوڅې او ددنیا دلویو کفارو لاس پوڅې لکه روسیه ، امریکا او………..داسې شرمنده کړې چې تر بی دینو او وینې ځبیښونکو کمونیستا نو ډیر بد تر اوشرمنده حا لت ولرې. یا الله (ج) ته خو خو زموږ دهیواد معصومو ماشومانو ، تور سرو ، بوډاګانو حتا مرغانو اوحیوا نانو وفر یا د او زهیر حا لت ته وګورې چې په کومه اندازه دکا فر ګې امریکا یې او بې زړسویه طالب ګې ظا لم دبمونو او ځا نمرکو اوازونو څخه په وهم او بیره کښې دې.دغه زړه دردونکی حالت زموږ څخه لیری زموږ پر ګا ونډیا او پر هغه چا یې راولې چې زموږ لپا ره دغه حا لت غواړې او یا الله (ج) ضیا او قا ضې حسین مه بخښې ځکه چې دوی زموږ دهیوا د اور همیشه بل او تا زه غوښتی. امین ثم امین ثم امین