تاند- پاکستاني رسنیۍ وايي چې د دغه هیواد چارواکو د امریکا له متحدو ایالتونو څخه، چې په افغانستان کې ځواکونه لري، غوښتي چې د پاکستاني طالبانو مشر ملا فضل الله ووژني.
پاکستان وايي چې ملا فضل الله په افغانستان کې دی او د چارسدې د پاچان خان پوهنتون په حملې کې لاس لري.
د پاکستان دي نیوز ورځپاڼې نن راپور ورکړ چې پاکستاني چارواکو په اسلام اباد کې د امریکا د سفارت له لارې د متحدو ایالتونو له چارواکو غوښتي چې د ملا فضل الله په وژلو یا نیولو کې مرسته وکړي.
دوی دغه راز ویلي چې د پاکستاني طالبانو وسله والو ډله د افغانستان له خاورې کار اخلي.
امریکايي چارواکو ته دغه راز ویل شوي چې دوی باید په افغانستان کې د پاکستاني طالبانو په وړاندې له جدیته کار واخلي ځکه چې د افغانستان حکومت د هند تر اغېز لاندې دی.
په همدې حال کې د پاچا خان یوې لمسۍ یاسمین نګار خان وویل چې پر پاچا خان پوهنتون برید د پاکستان پوځ کړی دی.
دې وویل چې د پياکستان پوځ په دې ډول غوښتل چې د پښتنو او افغانستان ترمنځ اختلاف رامنځته کړي.
دیاسمین نګارخان خبره معقوله اودمنلو وړده .، خکه پاکستان همیشه په بی شرمانه ډول همداسی توطیی او دسیسی جوړی کړی اوجوړه وی یی .
Salam aw murdabad pakistan!
Ka pakistan dase pa zgharda spenstargi kawi aw la amrikana khpl hadafono ta rasawl ghwari, no da bekhole afghan charwaki wale dasi gong aw be emana di aw khpl da woles haq na ghwari???????. . Delta reshtya che oseni seyasat kawonki afghanan pati ragheli aw deer da sharm jay da che dasi hokomat aw charwaki da afghanano masheri trsara kawi .
ده پاکستان ای آیس ای کری دی اوس افغانانو ی وراچوی پاچاه خان ده افغانستان روح و نن کیدیشی خپله خپه خپله وواهی
سل فیصده دیاسمین خبره رشتیا ده دادپاکستان شوم اهداف دی چی دسولی دپروسی لپاره دخنډپه توګه استفاده کوی
لعنت دی وی دالله په درغجنو
ټول عمر یی د پښتنو په وژلو تیر کړی دی خو انشاالله چی ډیر زربه پښتانه یو کیږی او ستاسی شوم اهداف به له منځه ځی انشاالله
دافغانستان د هغو منطقونه دابرید طرحه اوپلان شوی کومی چی په یو شکل دپاکستان په لاس کی دی او تسلط په لری او هلیکوپتری یی جګیږی او ټیټیږی خو د برید طرحه کونکی او پلانونکی ی ای اس ای ده