تاند- پاکستان د امریکا د متحدو ایالتونو له ولسمشر بارک اوباما څخه وغوښتل چې له افغانستانه د ځواکونو د ایستلو پالیسي بدله کړي ځکه چې حتي په خپله امریکايي جنرالان هم ورسره موافق نه دي.

د اسوشیتید پریس خبري اژانس د راپور له مخې پاکستاني چارواکو دا غوښتنه د واشنګټن د سفر په مهال وکړه. دوی له ولسمشر اوباما وغوښتل چې پر خپله پرېکړه بیا کتنه وکړي.

د پنجشنبې په ورځ په افغانستان کې د امریکايي پوځیانو عمومي قومندان جنرال جوزیف دنفرډ د امریکا د کانګریس په یوه غونډه کې، چې له افغانستانه د امریکايي پوځیانو د وتلو او د افغانستان د امنیتي وضعیت په اړه بحث ته ځانګړې وه، وویل: پوځیان (جنرالان) له افغانستانه د ځواکونو د ایستلو لپاره د مهالوېش د ټاکلو په باب د ولسمشر اوباما له پرېکړې سره موافق نه دي.

ډنفرډ همداراز وویل:«فکر کوم چې موږ ټول پوځیان او افغانان غوره بولو چې په دې برخه کې کوم قید نه وي.»

شاوخوا لس تنه جمهوري غوښتونکو او ډیموکراټو سناتورانو د پنجشنبې په ورځ په کانګرس کې له افغانستان څخه د امریکایي سرتیرو د وتلو موضوع مطرح کړه.

د دوی بحث دا و چې داسې ژر له افغانستان څخه د امریکایي ځواکونو وتل ډیر خطر لري، په تیره بیا په داسې وخت کې چې د افغانستان د ولسمشرۍ انتخاباتو ستونزې لا ندي هوارې شوي.

د اسوشیېټډ پرس خبري آژانس د راپور له مخې د دغو سناتورانو ویره دا ده چې افغان ځواکونه له ټولو لاسته راوړنو سره سره ښایي تر ۲۰۱۶ کال وروسته په یوازې سر د جګړو لپاره چمتو نه وي.

دغه سناتوران نه غواړي چې افغانستان د عراق په لار روان شي.

ولسمشر اوباما په می میاشت کې خپل پلان داسې مهال اعلان کړ چېهغه وخت سني وسله والو د عراق ډیرې سیمې نه وې نیولې.

د ولسمشر اوباما د پلان له مخې به شاوخوا ۲۰۲۰۰ امریکایي سرتیري تر راتلونکو پنځو میاشتو پورې له افغانستان څخه ووځي او یوازې۹۸۰۰ امریکایي سرتیري به پاته شي.

دغه شمېره به هم د ۲۰۱۵ کال تر پایه په تدریج کمه شي او د ۲۰۱۶ تر پایه به یوازې زر امریکایي سرتیري پاته شي چې هغه به هم په کابل کې د امریکا د سفارت ساتنه کوي.

د پاکستان یوه دفاعي چارواکي اسوشیتید پریس خبري اژانس ته وویل چې شرایط د ټولو امریکايي پوځیانو وتلو ته برابر نه دي او پاکستان نه غواړي چې امریکايي پوځیانو په وتلو کې له بیړي کار واخلي.

0 thoughts on “پاکستان له اوباما وغوښتل چې له افغانستانه د ځواکونو پلان بدل کړي”
  1. داسي تبصیري واردواره امریکائی جنریلانوخپرولي له کومه وخته چه دامریکا ۱۵۰۰۰۰ زره قوه په افغانستان کي موجوده وه ولي حالات په امنیتي لحاظ دستني دسپم په اندازه تغیر ونخوړی اوس چه څه باندي ۳۰۰۰۰ امریکائی عسکروته دارقم راټیټ سواوس هم حالات هغه ډول دي ، نه پوهیږم چه ددوی موجودیت موږته کومه ګټه رارسولي ده؟ ترپرونه پاکستان اودهغوی سیاسي شنونکي اومذهبي لیډران هم پدي عقیده وه چه افغانستان ته کفرراغلی دی اویومسلمان ملک یی تر خپلي ولکي لاندي راوستلی دی نوځکه پدي ملک کي جهاد فرض دی اوهرمسلمان باید دافرض زموږ تررهبری لاندي ترسره کړي . نن دوی وهغه کفر ته دپاته کیدو مشوره ورکوي ، !!!بالکل یوعجیبه سیاست اوباکل یوعجیبه بيشرمي !!! مننه

  2. په افغانستان کی د امریکایی پوځیانو د پاته کیدو او یا وتلو په باب پاکستان د هیڅ ملی یا بین المللی قانون په اساس حق نه لری ، امریکا ته مشوره ورکړی. افغانستان یو خپلواک هیواد دی او په نژدی راتلونکی کی به نوی انتخابی ولسمشر ولری. په دی باب به یواځی د افغانستان خلک او دولت له امریکایی مقاماتو سره خبری او مشوری کوی چی دوی ته کوم یو ښه دی او کوم بد. که امریکا له افغانستان سره په پوځی ډګر کی زمونږ له وسله وال پوځ سره دوامداره مرستی وکړی او له بلی خوا د تروریزم د روزلو په مرکزونو باندی سیاسی او نظامی فشار راوړی ، لږ شمیر امریکایی پوځیان هم کافی دی چی دلته پاته شی.

  3. { څنګه زمانه شوه ، داڅنګه زمانه شوه ،،،، هر خوا فریب ، دروغ او تر مطلبه يارانه شوه ،،،، دا څنګه زمانه شوه ؟ } تر پرونه د کفر په نوم د امريکايانو پر ضد جهاد او فتوا ګانې او نـن جان جان مه ځۍ پاتې شۍ ، اوس افغان ملت پوهیږي چې هغه غوا چې د ګاونډيانو په مرسته لنګه شوې وه او په هغه اودغه نوم ېې بلياردونه ډالر وسپمول نوره په وچیدو ده ـ او افغانانو خپل تاريخ جوړولو ته ملا وتړله ( تاند څخه په منـنه )

  4. اوس به ضرور نوې فتوا جاري کيږي ـ په اسلامي امت کې امن ښه دئ او د امن لپاره که هرڅومره امريکايان شهیدان شي اسلامي جمهوريه به ورته د انتقال لپاره مرسته وکړي

ځواب ورکول لالا ، بټنوال ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *