تاند- له طالبانو سره د روسیې د اړیکو له تودېدو او د افغانستان په جګړه کې د یوه لوري په توګه د مسکو له شاملېدو سره په یو وخت پاکستان له روسیې وغوښتل چې په افغانستان کې د ثبات په راوستلو کې مخکښ رول ولوبوي.

پاکستاني رسنیو نن /پنجشنبه/ راپور ورکړ چې د پاکستان دفاع وزیر له خپل روسي ساري سره په مسکو کې د افغانستان په جګړه کې د روسیې د رول په باب خبرې وکړې.

کې ایچ اصف په نړیوال امنیتي کنفرانس کې د ګډون لپاره مسکو ته تللی دی.

ده د روسیې د دفاع وزیر ترڅنګ د دغه هیواد له لوی درستیز سرګی شوګو سره هم د مسکو د امنیتي کنفرانس په څنډه کې وکتل.

د روسیې دفاع وزیر وویل چې د پاکستان او روسیې فعالې دوه اړخیزې اړیکې د دوو هیوادونو ترمنځ د همکاریو له زیاتېدا سره مرسته کوي.

ده همداراز وویل«نړۍ په دې شرایطو کې ارامه او باثباته کېدای نه شي، موږ بیا بیا وایو چې له نړیوال تروریزم سره د مبارزې لپاره پکار ده چې له ټولو دلچسپي لرونکو خواوو سره مشوره وشي.»

د روسیې د دفاع وزیر د څرګندونو په ځواب کې د پاکستان دفاع وزیر وویل، روسیه باید په افغانستان کې د ثبات راوستلو د پروسې مشري وکړي او پاکستان حاضر دی چې د روسیې د ټولو طرحو ملاتړ وکړي.

د افغانستان پر سر د روسیې او پاکستان د ايتلاف لومړنۍ نښې هغه مهال ولیدل شوې چې دغو دوو هیوادونو د افغانستان له حضوره پرته د چین په ګډون په مسکو کې درې اړخیزه غونډه جوړه کړه.

د امریکا دفاع وزیر او په افغانستان کې د ناټو عمومي قوماندان تېره اوونۍ په کابل کې په زغرده وویل چې روسیه طالبانو ته وسلې هم ورکوي.

یو شمېر ټیټپوړو افغان چارواکو په ځلونو ادعا کړې چې له طالبانو سره یې نوې روسي وسلې لیدلي دي.

2 thoughts on “پاکستان له روسیې وغوښتل چې د افغانستان په مسله کې د مشرۍ رول ولوبوي”
  1. چې پاکستان ته به د افغانستان د سرنوشت د ټاکلو صلاحیت چا ورکړي وي؟
    آیا روسان په سیاست کې دومره احمق شول چې اوس یی پاکستان هم استعمالوی او یو ځل بیا یی د سريښو په ډنډکې را ایساروي؟

  2. امریکا! پاکستان خو بی طلاقه درڅخه روس یی میړه کړ نو اوس نور موږ مه زوروه ا او پاکستان ته د سنګسار سزا په کار ده!

ځواب ورکول ببرک ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *