تاند- پاکستان له افغان طالبانو غوښتي چې په افغانستان کې تاوتریخوالی کم کړي او که کېدای شي د سولې پروسه پیل کړي.

د پاکستان ایکسپریس تریبیون ورځپاڼه وايي چې طالبانو ورته ویلي چې د پاکستان چارواکو په وروستیو کې د دوی له مشرانو څخه غوښتي چې په افغانستان کې تشدد لږ کړي.

د ورځپاڼې پر اساس پاکستان له طالبانو دا غوښتنه په داسي حال کې کړې چې طالبان پسرلنیو عملیاتو ته تیاري نیسي.

که څه هم هر کله چې د افغانستان او پاکستان اړیکې خرابې شوي، په کابل کې د طالبانو ډله ییزې انتحاري حملې زیاتې شوي او د اړیکو د ښه کېدو په مهال کمې شوي خو د چارو ځیني کتونکي وايي چې د پاکستاني رسنیو له لوري د دې ‌ډول ادعاوو د خپرېدو هدف دا دی طالبان له پاکستانه مستقل وښودل شي. د دوی په باور طالبان ممکن په راتلونکو څو ورځو کې په یوه نوي نوم پسرلني عملیات اعلان کړي.

ایکسپریس تریبیون پاکستانۍ ورځپاڼه ادعا کوي چې د طالبانو مشرانو د حملو د شدت د کمولو په باب د پاکستان غوښتنې ته لا ځواب نه دی ویلی خو په دې غور کوي چې ځواب ورکړي.

3 thoughts on “پاکستان له طالبانو غوښتي چې د حملو شدت کم کړي”
  1. خو ګلمرجان(ټالبان) یې نه مني او وايي چې د پاکستان پرموږ هېڅ اغیزه نشته

  2. دغه د اسلام په جامه کې ننوتلیو ټالبانو نه پوښتنه کوم چې تاسو خو په سرحد کې ډېر فعال یاست بیا ولې د پاکستان د اغزن تار مخنیوی نه ؟ که رښتیا هم افغانان ځان ته وایاست

ځواب ورکول dawud ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *