تاند- په کونړ کې خلک او چارواکي وايي چې له پرون راهیسي پر دغه ولایت د پاکستان له لوري تر ۲۳۵ زیات توغندي ویشتل شوي دي چې له کبله یې لږترلږه یو تن وژل شوی او یو هم ټپي دی.

د کونړ امنیه قومندان عبدالحبیب سیدخیلي نن رسنیو ته وویل، د شنبې له ورځې څخه د پاکستان له لوري د توغندیو باران پیل شوی دی. د پاکستان د پوځیانو له لوري ویشتل شوي توغندي په سرکاڼو او دانګام ولسوالیو لګېدلي چې له کبله یې یو ملکي وژل شوی او بل ټپي شوی دی.

ده همداراز وویل، د پاکستان په دې راکټي حملو کې د دانګام او سرکاڼو ولسوالیو عام ولس ته یو لړ مالي زیانونه اوښتي دي.

پاکستان له تېرو درو کلونو راهیسي د افغانستان پر خاوره توغندويي بریدونه کوي او له تېرو درو لسیزو راهیسي د افغانستان د حکومتونو پرضد افغانان بلوا ته هڅوي او په وسلو یې سمبالوي.

د پاکستان په مستقیمو حملو کې په لسګونو تنه په کونړ کې وژل شوي دي. پاکستان په پیل کې د افغانستان پر خاوره له مستقیمو توغندويي حملو انکار کاوه خو اوس په ښکاره وايي چې خپل وسله وال مخالفان په نښه کوي.

2 thoughts on “پاکستان له پرون راهیسي پر کونړ ۲۳۵ توغندي ویشتي دي”
  1. د افسوس جای خو دا ده چې همدا د کنړ خلک بياخپل ټول کاروبار په پاکستاني کلدارو کوي. نه پوهېږم چې زموږ خلک دومره ټيټ ولې شول

  2. Da Amricaye badaran worta waye che racket wala, che afghanan majbor she taroon emza kere…. Kom Badarano ta che taso Dostan aw Nejat warkawonkai wayee Nateja ye wogora Palasten ke. ka leg shanta aqal larai ham…

    Manena.

ځواب ورکول ziaullah ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *