پاکستاني پوځیان

تاند، دوشنبه، د دلوې ۱۴مه: پاکستان ادعا کړې چې د افغانستان لخوا ور توغول شویو توغندیو ۷ ملکیان وژلي دي.

د پاکستان د پولیسو چارواکی ګلزار خان وايي، توغندي د کونړ ولایت له ساحې څخه د خیبر پښتونخوا اړوند د باجوړ په یو کلي لګېدلي چې د دریو ښځو، دریو ماشومانو او یو نارینه په ګډون یې ۷ ملکیان وژلي دي.

 دا په داسې حال کې ده چې تېره اوونۍ په افغان خاوره هم توغندیز بریدونه کړي وو او نواپاس سیمه کې یې له افغان ځواکونو سره نښته کړې وه.

One thought on “پاکستان: له کونړه د افغان ځواکونو توغندیز بریدونو مو ۷ ملکیان وژلي”
  1. زما باور نه راځي چي افغانستان دی توغندی توغولی وي او زما باور دا دی چی په دی حساسه وخت کی پاکستان غواړی چی مستقیم له افغانستان سره ښکیل او نړۍ په ځان را خبره کړي او د سولی خبری شاته واچوي او د طالبانو او خپلو مجاهدو مزدورانو ملا نوره هم کلکه کړي او زمونږ دولت ضعیفه کړي دا راکټونه ټول د ای اس ای په امر او هدایت د پاکستان له خوا ترسره کیږی تر څو کوز ګل خانان نور هم له مونږ لری کړي.
    ..

ځواب ورکول babrak ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *