عطا محمد میاخېل-
د یکشنبې په ورځ ، چې د روان هجري لمریز کال د سلواغې ( دلوې) پنځمه ، چې د 2015 زېږدیز کال د جنوري له پنځه ویشتمې نېټې سره برابره وه ، د پاکستان د کرکېټ ملي لوبډلې او د New Zealand Board President’s XI  په نامه د نوی زیلاند د یوه کورني کرکېټ کلب ترمنځ یوه د نوی زیلاند په نړیوال کرکېټ لوبغالي کې یوه ورځنۍ پنځوس اوریزه کرکېټ سیالۍ ترسره شوه .
د لوبې پچه پاکستاني لوبډله مشر وګټله او د توپ وهنې پرېکړه یې وکړه .
پاکستانۍ ملي کرکېټ لوبډلې د 49.3 اورونو په لوبولو او د خپلو ټولو لوبغاړو په سوځېدو سره 313 منډې جوړې او نوی زیلاندي لوبډلې ته یې د 314 منډو هدف ورکړ .
نوی زیلاندي لوبډلې د 49.2 اورونو په لوبولو او د خپلو 6 لوبغاړو په سوځېدو سره ټاکلی هدف په ډېرې آسانۍ سره تر لاسه او پاکستانۍ ملي کرکېټ لوبډلې ته یې د 4 وېکټو او 4 توپونو په توپیر ستره او تاریخي ماتې ورکړه .
د پاکستانۍ لوبډلې له لوري مصباح الحق ښایسته لوبه وکړه ، چې په 119 توپونو یې 107 منډې جوړې کړې ، چې 10 څلوریزې او یوه شپږیزه یې ترسره کړه .
د نوی زیلاندي لوبډلې له لوري ټي ال سیفېرټ  ، ښکلې ، په زړه پورې او برید کوونکې لوبه نندارې ته وړاندې کړه ، چې په 89 توپونو یې 115 ناسوځېدلې منډې جوړې کړې ، چې 14 څلوریزې او 3 شپږیزې یې ترسره کړې او د لوبې غوره لوبغاړی ونومول شو .
 
د پاکستان او نوی زیلاند د توپ وهنې او توپ اچونې لیک لړ په لاندې ډول دی :
د پاکستان د توپ وهنې برخه :
1 ـــ محمد حفیظ په یوه توپ 2 منډې ترسره کړې او په منډه کې اوټ شو .
2 ـــ محمد شهزاد په 34 توپونو 37 منډې جوړې کړې ، 6 څلوریزې او یوه شپږیزه یې ترسره کړه او په منډه کې اوټ شو .
3 ـــ یونس خان په 7 توپونو یوه منډه ترسره کړه او کېچ اوټ شو .
4 ـــ مصباح الحق په 119 توپونو 107 منډې جوړې کړې ، 10 څلوریزې او یوه شپږیزه یې ترسره کړه او کېچ اوټ شو .
5 ـــ سهیب مقصود په 25 توپونو 15 منډې جوړې کړې ، یوه څلوریزه یې ترسره کړه او کېچ اوټ شو .
6 ـــ عمر اکمل په 59 توپونو 68 منډې جوړې کړې ، 10 څلوریزې یې ترسره کړې او کېچ اوټ شو .
7 ـــ سرفراز احمد په 21 توپونو 19 منډې جوړې کړې ، 2 څلوریزې یې ترسره کړې او کېچ اوټ شو .
8 ـــ شاهد افریدي په صفر خپله وېکټه له لاسه ورکړه .
9 ـــ وهاب ریاض په 21 توپونو 30 منډې جوړې کړې ، 2 شپږیزې او 2 څلوریزې یې ترسره کړې او کېچ اوټ شو .
10 ـــ احسان عادل په 9 توپونو 21 منډې جوړې کړې ، 3 څلوریزې او یوه شپږیزه یې ترسره کړه او کېچ اوټ شو .
د پاکستان د توپ اچونې برخه :
1 ـــ سهیل خان 10 اورونه توپ اچونه ترسره کړه ، 66 منډې یې ورکړې او یو لوبغاړی یې وسوځاوه .
2 ـــ احسان عادل 9.2 اورونه توپ اچونه ترسره کړه ، 81 منډې یې ورکړې او 2 لوبغاړي یې وسوځول .
3 ـــ وهاب ریاض 10 اورونه توپ اچونه ترسره کړه ، 61 منډې یې ورکړې او کوم لوبغاړی یې ونه سوځاوه .
4 ـــ محمد شهزاد 6 اورونه توپ اچونه ترسره کړه ، 43 منډې یې ورکړې او کوم لوبغاړی یې ونه سوځاوه .
5 ـــ شاهد افریدي 10 اورونه توپ اچونه ترسره کړه ، 42 منډې یې ورکړې او کوم لوبغاړی یې ونه سوځاوه .
6 ـــ یونس خان 4 اورونه توپ اچونه ترسره کړه ، 17 منډې یې ورکړې او کوم لوبغاړی یې ونه سوځاوه .
د نوی زیلاندي لوبډلې د توپ وهنې برخه :
1 ـــ ایچ ایم نیکولز په 113 توپونو 104 منډې جوړې کړې ، 14 څلوریزې یې ترسره کړې او په منډه کې وسوځېد .
2 ـــ ایم اې بولارډ په 49 توپونو 33 منډې جوړې کړې ، 4 څلوریزې یې ترسره کړې او کېچ اوټ شو .
3 ـــ ټي ال سیفېرټ په 89 توپونو 115 ناسوځېدلې منډې جوړې کړې ، 14 څلوریزې او 3 شپږیزې یې ترسره کړې .
4 ـــ ټي اې بلونډل په 30 توپونو 33 منډې جوړې کړې ، 3 څلوریزې یې ترسره کړې او کېچ اوټ شو .
5 ـــ ال جې کارتر په 4 توپونو یوه منډه ترسره کړه او کېچ اوټ شو .
6 ـــ کې جې مکلور په 12 توپونو 13 ناسوځېدلې منډې جوړې کړې ، یوه شپږیزه یې ترسره کړه .
د نیوزلنډي لوبډلې د توپ اچونې برخه :
1 ـــ کې اې جامیسن 9.3 اورونه توپ اچونه ترسره کړه ، 63 منډې یې ورکړې او 2 لوبغاړي یې وسوځول .
2 ـــ اې جې نوټل 8 اورونه توپ اچونه ترسره کړه ، 46 منډې یې ورکړې او یو لوبغاړی یې وسوځاوه .
3 ـــ ال وي وان بیک 10 اورونه توپ اچونه ترسره کړه ، 53 منډې یې ورکړې او 2 لوبغاړي یې وسوځول .
4 ـــ ټي ډی اسټل 8 اورونه توپ اچونه ترسره کړه ، 43 منډې یې ورکړې او یو لوبغاړی یې وسوځاوه .
5 ـــ ټي جي جانسټون 8 اورونه توپ اچونه ترسره کړه ، 48 منډې یې ورکړې او کوم لوبغاړی یې ونه سوځاوه .
6 ـــ ایس هیکس 6 اورونه توپ اچونه ترسره کړه ، 52 منډې یې ورکړې او 2 لوبغاړي یې وسوځول .
One thought on “پاکستان له یوې سترې او تاریخي ماتې سره مخ شو”

ځواب ورکول hafizullah Turab ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *